د ننګرهار پوهنتون د ريس پيغام

بسم الله الرحمن الرحیم

درنو استادانو، خوږو محصلینو او مینه  والو السلام علیکم ورحمت الله وبرکاته !

خوښ یم چې په داسې شیبو کې در ته مخاطب یم چې ننګرهار پوهنتون ، دنوښتونو په لوري ګامونه اخلي ، له هغې ورځې نه چې  موږ دننګرهار پوهنتون دمسولیت واګې تر لاسه کړي دي همهاله مو ، په یوه پاک نیت او سپیڅلې اراده   دخدمت له پاره هم مټې را نغښتې دي .  زموږ لومړنی ګام اخیستل ، په پوهنتون ، کې دفرهنګي کمیټې نوی والی او تر څنګ مو ، دچاپیریال ساتنې او دبهرنیو اړیکو د کمیټې جوړول وو چې الحمد الله  چارې یې په ښه شکل پر مخ ځي ، دفرهنګي  کمیټې  پرمټ ،د پوهنتون لپاره  ، یو بروشر  په انګلیسي او پښتو ژبود چاپ په رنګ رنګین  شوی دی . دلومړي ځل لپاره پوهنتون دلوحو څښتن شو او پر ټنډه یې وځړیدې  .

دپوهنتون اداره وتوانیده چې دخپل دفتري چاپیریال پر جوړولو سربیره ، دفوارې دجوړو تر څنګ، دشا او خوا چاپیریال په جوړلو هم اقدام وکړي . ډیر ژر به دلمریزې بریښنا پر مټ دپوهنتون چاپیریال روښانه شي .

په تدریسي او کیفي برخه کې هم زموږ هلې ځلې روانې دي وخت پر وخت  دځان ارزونې ، کمیټه خپله څارنه  کوي او راپور یې د پوهنتون ادارې ته ور کوي ، په دې لړ کې چې په داخلي ارزونه کې  کومو پوهنځیو خپلې چارې ښې تر سره کړې وې په ستاینلیکونو ونازول شول او کومو چې خپلې چارې ښې نه وې تر سره کړې لارښوونه او توصیه ورته وشوه .

 هغو چې نیمګړتیا یې لرله  اوس یې خپلې چارې پیل کړي دي او دارزونې دازموینو له پاره خپل چمتو والی نیسي خو  زیاترو پوهنځیو او څانګو خپلې چارې په دې برخه کې بشپړې کړي دي .

دپوهنتون اداره هم  وخت پروخت دپوهنځیو څارنه کوي ، په پوهنتون کې  يې  دازموینو روڼوالي ته  پوره پام کړی دی دا ټول هر څه  دیو شفاف سیستم څرګندونه ده .

موږ  هڅه کوو چې هغه ستونزې بیا تکرار نه شي چې په تیر کې دتنخواوو او بدل اعاشې په برخه کې وې . ، داستادانو ، دتنخواوو له بانکي سیستم سره سره  مو اوس دزده کوونکو د بدل اعاشې دپیسو دورکړې چاره ، هم  بانکي سیستم ته برابره کړې  او دکابل بانک دیوې څانګې دپرانستو له پاره مو هغوی ته په پوهنتون کې ځای ورکړی دی .

پر دې سربیره مو په لنډ تنګ وخت کې ډیر څه کړي چې وخت پر وخت به یې له تاسې سره شریکوو ، په دې هیله یو چې زموږ هلې څلې رنګ راوړي او  پوهنتون په  فزیکي او معنوي برخه کې  دنوښت ګامونه پورته کړي .

په درنښت

پوهندوی ببرک میاخیل

دننګرهار پوهنتون ریس