تاريخچه

ننګرهار پوهنتون

ننګرهار پوهنتون، چې د هېواد په کچه دويم ستر پوهنيز او اکاډميک مرکز دى، د بنسټ ډبره يې پر (١٣٤٢) لمريز کال د تلې په (١٧) د اعلحضرت محمدظاهر شاه د واکمنۍ پر مهال د پوهنې وزير ارواښاد علي احمد پوپل له خوا د جلال اباد ښار په شيشم باغ سيمه کې کېښودل شوه. پيل يې د طب له پوهنځي وشو، چې پنځو امريکايي او درېو افغان استادانو پکې (٤٨) تنو محصلانو ته تدريس کاوه، چې د وخت په تېرېدو پکې د انجنيري، کرنې، ښوونې او روزنې، ژبو او ادبياتو، اقتصاد، شرعياتو، حقوقو او سياسي علومو، وترنري علومو، ساينس، کمپيوټر ساينس، ژورنالېزم او عامه ادارې او پالېسۍ پوهنځي رامنځته شول. اوسمهال ننګرهار پوهنتون (١٣) پوهنځي لري، چې په (٧٣) څانګو کې يې (١٥٣٨٥) تنه محصلان په زده کړو بوخت او د (٤٦٤) تنو استادانو له خوا يې د تدريس چارې پرمخ ځي.

د ننګرهار پوهنتون له علمي بهير څخه (٥١) کاله تېرېږي، چې ددې نيمې پېړۍ هلو- ځلو ستره لاسته راوړنه يې په بېلابېلو څانګو او مسلکونو کې د (٢١٩٢٤) تنو علمي کادرونو روزل او د خدمت په موخه ټولنې ته وړاندې کول دي.

اداري تشکيل

  • ننګرهار پوهنتون رياست

  • علمي چارو معاونيت

  • محصلانو چارو معاونيت

  • مالي او اداري چارو معاونيت

د ننګرهار پوهنتون رياست

د ننګرهار پوهنتون رياست مقام، چې د پوهنتون د ټولو چارو مسووليت او مشري په غاړه لري، اوسمهال يې رئيس پوهندوى ببرک مياخېل دى، چې د (١٣٩٤) ل کال د وږي له نهمې نېټې څخه يې په دندې پيل کړى دى.

د رياست مقام په چوکاټ کې د دفتر آمريت، د تحريراتو، ارشيف، بورسونو او عرايضو مديريتونه فعاليت کوي.

د علمي چارو معاونيت

د علمي چارو معاونيت د پوهنتون د علمي او تدريسي چارو مسووليت پر غاړه لري، چې اوسمهال د پوهنتون د علمي چارو مرستيال پوهنوال ډاکتر ناصرخان کاموال دى، چې د (١٣٩٤) ل کال د زمري مياشتې له (١٢) نېټې راهيسې ياده دنده پرمخ وړي.

د علمي چارو معاونيت په چوکاټ کې ديارلس ګوني پوهنځي، د استادانو چارو، علمي څېړنو او د کيفيت د تضمين آمريتونه خپل اکاډميک فعاليتونه پرمخ وړي.

د علمي درجو له مخې د ننګرهار پوهنتون د استادانو وېش

دوکتور

ماستر

ليسانس

١٩

١٨٥

٢٦٠

 

 

 

د علمي رتبو له مخې د پوهنتون د استادانو وېش

پوهاند

پوهنوال

پوهندوى

پوهنمل

پوهنيار

پوهيالي

نامزد 

٢٢

٣٦

٨٨

٧٦

٨٠

١٤٢

٢٠

 

چې له دې جملې څخه يې اتلس تنه ښځينه استادانې دي.

د محصلانو چارو معاونيت

د محصلانو چارو معاونيت د پوهنتون په محصلانو پورې د ټولو اړوندو چارو مسووليت پر غاړه لري، چې اوسمهال د محصلانو چارو مرستيال پوهنمل  نعيم جان سروري دى؛ نوموړى د (١٣٨٩)کال د کب له (٢٥) نېټې څخه ياده دنده پرمخ وړي.

د محصلانو چارو معاونيت په چوکاټ کې د محصلانو چارو، سپورت او بدني روزنې آمريتونه او نور اړوند مديريتونه فعاليت کوي.

د اداري او مالي چارو معاونيت:

د اداري او مالي چارو معاونيت د پوهنتون د اداري او مالي چارو مسووليت پر غاړه لري، دمګړۍ ښاغلى پوهنيار مسعود مؤحد د پوهنتون د اداري او مالي چارو مرستيال دى. نوموړى د (١٣٩٤ل) کال د تلې مياشتې له (٢١) نېټې څخه ياده دنده پرمخ وړي.

د اداري او مالي چارو معاونيت په چوکاټ کې د بشري سرچينو، تهيه، تدارکات او خدماتو، مالي او حسابي چارو، اړيکو او عامه پوهاوي، کتابتون او معلوماتي ټيکنالوژۍ، کرنيز فارم، روغتيايي کلنيک او د پوهنتون تدريسي روغتون آمريتونه فعاليت کوي. د ننګرهار پوهنتون په اداري چوکاټ کې (٤٠٦) تنه په دنده بوخت دي، چې له دې ډلې (٢٢١) تنه مامورين او (١٨٥) تنه يې اجيران دي.

د ننګرهار پوهنتون اړوند پوهنځي

١- طب پوهنځى

طب پوهنځى د ننګرهار پوهنتون په چوکاټ کې لومړنى پوهنځى دى، چې په (١٣٤٢) کال کې تاسيس شو، د لومړي ځل لپاره پکې پنځو امريکايي او درېو افغان استادانو (٤٨) تنو محصلانو ته تدريس کاوه، اوسمهال ياد پوهنځى (٢٤) څانګې لري، چې د (١١٢) تنو استادانو له خوا پکې (١٠٥٣) تنو محصلانو ته تدريس کېږي.

څانګې

  1. د زړه او هضمي سيستم ناروغيو څانګه
  2. اندوکراين او هيماتولوژي څانګه
  3. تنفسي او روماتېزم څانګه
  4. انتان او توبرکلوز څانګه
  5. جراحي څانګه
  6. يورولوژي څانګه
  7. اورتوپيدي او د عصابو جراحي څانګه
  8. د کوچنيانو جراحي او انستيزي څانګه
  9. کوچنيانو څانګه
  10. غوږ او ستوني څانګه
  11. سترګو څانګه
  12. ولادي نسايي څانګه
  13. راديولوژي څانګه
  14. عقلي- عصبي څانګه
  15. پوستکي څانګه
  16. اناتومي څانګه
  17. عامې روغتيا څانګه
  18. وقايوي طب څانګه
  19. فارمکالوژي څانګه
  20. هستوپتالوژي او بيوشيمي څانګه
  21. فزيالوژي څانګه
  22. مايکروبيالوژي څانګه
  23. عدلي طب څانګه
  24. بيزيک ساينس څانګه

د طب پوهنځي محصلانو د ښې روزنې په موخه په (١٣٤٨) کال کې د ياد پوهنځي په چوکاټ کې يو تدريسي روغتون هم رامنځته  شو، چې د عمومي جراحي، ولادي- نسايي، عمومي داخله، کوچنيانو، سترګو، پوستکي، غوږ، ستوني، راديولوژي، عقلي او عصبي څانګو او دغه راز د مجهزو لابراتوارونو په لرلو سره لاهم د ختيزې سيمې د ولسونو په خدمت کې دى.

د ګڼو نورو اسانتياوو ترڅنګ طب پوهنځى يو غني کتابتون هم لري، چې (١٠٠٠٠) ټوکه مسلکي کتابونه پکې د محصلانو د مطالعې لپاره اېښودل شوي دي. د ننګرهار پوهنتون طب پوهنځي تر دې دمه (٤٧) دورې فارغان ورکړي، چې شمېر يې (٣٦٤١) تنه دى، چې له دې ډلې (٢٣٩) تنه يې نجونې دي.

٢- انجنيري پوهنځى

انجنيري پوهنځى د ننګرهار پوهنتون په چوکاټ کې په (١٣٥٧) لمريز کال کې رامنځته شوى، اوسمهال نوموړى پوهنځى (٣) څانګې لري، چې د (٢٣) تنو استادانو له خوا پکې (٦٣٣) تنو محصلانو ته تدريس کېږي.

څانګې

  1. سيول څانګه
  2. عمومي تخنيکي مضمونونو څانګه
  3. اوبو لګولو انجنيرۍ څانګه

د ننګرهار پوهنتون انجنيري پوهنځي تر دې دمه (٣٠٨٥) تنه علمي کادرونه فارغ او ټولنې ته د خدمت په موخه وړاندې کړي دي.

٣- کرنې پوهنځى

کرنې پوهنځى د ننګرهار پوهنتون له پرمختيايي پلان سره سم په (١٣٥٧) لمريز کال کې رامنځته شو؛ اوسمهال ياد پوهنځى (٨) څانګې لري، چې د (٣٤) تنو استادانو له خوا پکې (١٠٤٤) تنو محصلانو ته تدريس کېږي.

څانګې

  1. اګرانومي څانګه
  2. نباتاتو حفاظې څانګه
  3. هارتيکلچر څانګه
  4. حيواني علومو څانګه
  5. کرنيزې توسعې څانګه
  6. کرنيز اقتصاد څانګه
  7. غذايي موادو تکنالوژۍ څانګه
  8. باغدارۍ او ځنګلونو څانګه

د ننګرهار پوهنتون کرنې پوهنځى د محصلانو د عملي چارو لپاره نباتي او حيواني څېړنيز فارمونه لري. نوموړي پوهنځي تر دې دمه (٢٧٤٩) تنه علمي کادرونه فارغ او ټولنې ته د خدمت په موخه وړاندې کړي دي.

٤- ښوونې او روزنې پوهنځى

ښوونې او روزنې پوهنځى د ننګرهار پوهنتون له پرمختيايي پلان سره سم په (١٣٥٧) لمريز کال کې تاسيس شوى، اوسمهال نوموړى پوهنځى (٨) څانګې لري، چې د (٦١) تنو استادانو له خوا پکې ( ٤٠٤٦) تنو محصلانو ته تدريس کېږي.

څانګې

  1. رياضي څانګه
  2. فزيک څانګه
  3. کيميا څانګه
  4. بيالوژي څانګه
  5. تاريخ څانګه
  6. جغرافيې څانګه
  7. پښتو څانګه
  8. مسلکي تعليماتو څانګه

ښوونې او روزنې پوهنځي تر دې دمه ( ٣٤٧٤) تنه علمي کادرونه فارغ او ټولنې ته د خدمت لپاره وړاندې کړي دي.

٥- ژبو او ادبياتو پوهنځى

ژبو او ادبياتو پوهنځى د ننګرهار پوهنتون په چوکاټ کې په (١٣٦٣) لمريز کال کې تاسيس شوى، اوسمهال نوموړى پوهنځى (٦) څانګې لري، چې د (٥١) تنو استادانو له خوا پکې (١٦٠٦) تنو محصلانو ته تدريس کېږي.

څانګې

  1. پښتو څانګه
  2.  عربي څانګه
  3. انګليسي څانګه
  4. دري څانګه
  5. هندي څانګه
  6. جرمني څانګه

ژبو او ادبياتو پوهنځي تر دې دمه (٢٢٩٢) تنه علمي کادرونه فارغ او ټولنې ته د خدمت لپاره وړاندې کړي دي.

٦- اقتصاد پوهنځى

اقتصاد پوهنځى د ننګرهار پوهنتون له پرمختيايي پلان سره سم په (١٣٦٣) لمريز کال کې تاسيس شوى، اوسمهال نوموړى پوهنځى (٤) څانګې لري، چې د (٣٠) تنو استادانو له خوا پکې ( ١٠٢٨) تنو محصلانو ته تدريس کېږي.

څانګې

  1. ملي اقتصاد څانګه
  2. پلان جوړونې څانګه
  3. تجارت څانګه
  4. BBA څانګه

اقتصادپوهنځي تر دې دمه (٢٢٠١) تنه علمي کادرونه فارغ او ټولنې ته د خدمت لپاره وړاندې کړي دي.

٧- شرعياتو پوهنځى

شرعياتو پوهنځى د ننګرهار پوهنتون له پرمختيايي پلان سره سم په (١٣٧١) لمريز کال کې رامنځته شوى، اوسمهال نوموړى پوهنځى (٤) څانګې لري، چې د (٣٩) تنو استادانو له خوا پکې (١٢٨١) تنو محصلانو ته تدريس کېږي.

څانګې

  1. فقهې او قانون څانګه
  2. اسلامي تعليماتو څانګه
  3. تفسير او حديث څانګه
  4. اسلامي ثقافت څانګه

شرعياتو پوهنځي تر دې دمه (١٤٤٢) تنه علمي کادرونه فارغ او ټولنې ته د خدمت لپاره وړاندې کړي دي.

٨- حقوقو او سياسي علومو پوهنځى

حقوقو او سياسي علومو پوهنځى د ننګرهار پوهنتون له پرمختيايي پلان سره سم په (١٣٧٢) لمريز کال کې تاسيس شوى، اوسمهال نوموړى پوهنځى (٢) څانګې لري، چې د (٢٣) تنو استادانو له خوا پکې (١٢٩٢) تنو محصلانو ته تدريس کېږي.

څانګې

  1. اداري او ديپلوماسي څانګه
  2. قضاء او څارنوالي څانګه

حقوقو او سياسي علومو پوهنځي تر دې دمه (١٤٤٠) تنه علمي کادرونه فارغ او ټولنې ته د خدمت لپاره وړاندې کړي دي.

٩- وترنري علومو پوهنځى

وترنري علومو پوهنځى د ننګرهار پوهنتون له پرمختيايي پلان سره سم په (١٣٧٢) لمريز کال کې تاسيس شوى، اوسمهال نوموړى پوهنځى (٣) څانګې لري، چې د (٢٥) تنو استادانو له خوا پکې (٤٧٨) تنو محصلانو ته تدريس کېږي.

څانګې

  1. کلنيک څانګه
  2. پري کلنيک څانګه
  3. پاراکلنيک څانګه

وترنري علومو پوهنځى د محصلانو د عملي تدريس لپاره حيواني کلنيک او حيواني تحقيقي فارم هم لري. نوموړي پوهنځي تر دې دمه (٦٨٩) تنه علمي کادرونه فارغ او ټولنې ته د خدمت لپاره وړاندې کړي دي.

١٠-  کمپيوټر ساينس پوهنځى

کمپيوټر ساينس پوهنځى په (١٣٨٥) لمريز کال کې د ننګرهار پوهنتون په چوکاټ کې رامنځته شو، اوسمهال نوموړى پوهنځى (٣) څانګې لري، چې د (١٧) تنو استادانو له خوا پکې (٤٧٠) تنو محصلانو ته تدريس کېږي.

څانګې

  1. سافټ وير انجنيرينګ څانګه
  2. نيټورکينګ او کميونيکېشن څانګه
  3. ډيټابيس او انفارمېشن سيستم څانګه

کمپيوټر ساينس پوهنځى د برلين تخنيکي پوهنتون سره تواميت لري، نوموړي پوهنځي تر دې دمه (٥١٤) تنه علمي کادرونه فارغ او ټولنې ته د خدمت لپاره وړاندې کړي دي.

١١-  ساينس پوهنځى

ساينس پوهنځى په (١٣٩٠) لمريز کال کې د ننګرهار پوهنتون په چوکاټ کې رامنځته شو، اوسمهال نوموړى پوهنځى (٥) څانګې لري، چې د (٢٢) تنو استادانو له خوا پکې (١٠٨٣) تنو محصلانو ته تدريس کېږي.

څانګې

  1. رياضي څانګه
  2. فزيک څانګه
  3. کېميا څانګه
  4. بيالوژي څانګه
  5. جيولوجي معادن څانګه

ساينس پوهنځي تر دې دمه (٩٥) تنه علمي کادرونه فارغ او ټولنې ته د خدمت لپاره وړاندې کړي دي.

١٢-  ژورنالېزم او ټوليزو اړيکو پوهنځى

ژورنالېزم پوهنځى د ننګرهار پوهنتون له پرمختيايي پلان سره سم په (١٣٩١) لمريز کال کې رامنځته شو، اوسمهال نوموړى پوهنځى (٢) څانګې لري، چې د (١٢) تنو استادانو له خوا پکې (٥٧٢) تنو محصلانو ته تدريس کېږي.

څانګې

  1. راډيو تلويزون څانګه
  2. مطبوعاتو څانګه

١٣-  عامه ادارې او پاليسۍ پوهنځى

عامه ادارې او پاليسۍ پوهنځى په (١٣٩١) لمريز کال کې د ننګرهار پوهنتون په چوکاټ کې رامنځته شو، اوسمهال نوموړى پوهنځى (٣) څانګې لري، چې د (١٥) تنو استادانو له خوا پکې (٣٦٩) تنو محصلانو ته تدريس کېږي.

څانګې

  1. عامه ادارې څانګه
  2. عامه پاليسۍ څانګه
  3. انکشاف مديريت څانګه

شپې پوهنځيو پروګرام

ننګرهار پوهنتون د دولسمو ټولګيو د هغو فارغانو لپاره، چې داخل خدمت دي او په رسمي وخت کې لوړو زده کړو ته لاس رسى نشي کولى، په لاندې پوهنځيو کې د شپې پوهنځيو برنامه لري:

  1. ښوونې او روزنې پوهنځى
  2. شرعياتو پوهنځى
  3. ژبو او ادبياتو پوهنځى
  4. حقوقو او سياسي علومو پوهنځى
  5. اقتصاد پوهنځى

چې په نوموړو پوهنځيو کې (٢١٨٢) تنه محصلان په زده کړو بوخت دي، چې له دې ډلې (٢١٨) تنه نجونې دي.

ماسترۍ او دوکتورا پروګرامونه

ننګرهار پوهنتون کې د ماسترۍ پروګرام د لومړي ځل لپاره په (١٣٩١) لمريز کال کې د شرعياتو په پوهنځي کې پيل شو، اوسمهال د ماسترۍ څلور پروګرامونه ددې پوهنتون په درېو پوهنځيو کې فعال دي، چې په ترتيب سره يې لاندې راوړو:

  1. شرعياتو پوهنځى

  • فقهې او قانون څانګې ماسترۍ پروګرام
  • اسلامي تعليماتو څانګې ماسترۍ پروګرام
  1. حقوقو او سياسي علومو پوهنځى

  • قضاء او څارنوالۍ څانګې ماسترۍ پروګرام
  1. ژبو او ادبياتو پوهنځى

  • پښتو ژبې او ادب څانګې ماسترۍ پروګرام

د ماسترۍ دورې په پورته څلورو څانګو کې د ننګرهار او د هېواد د بېلابېلو پوهنتونونو د علمي کادرونو په ګډون (٢٧٧) تنه په زده کړو بوخت دي او (٧٠) تنه يې د شرعياتو او حقوقو په برخه کې ماستران فارغ او ټولنې ته د چوپړ لپاره وړاندې کړي دي.

دوکتورا پروګرام

د هېواد په کچه د لومړي ځل لپاره د ننګرهار پوهنتون د شرعياتو په پوهنځي کې د دوکتورا پروګرام رامنځته شو، چې د نوموړي پروګرام پرانيسته د (١٣٩٣ل) کال د وږي مياشتې په (٦مه) نېټه د هغه وخت د لوړو زده کړو وزير پوهاند دوکتور عبيدالله عبيد له خوا په ننګرهار پوهنتون کې وشوه. اوسمهال په ياد پروګرام کې د ننګرهار او د هېواد د بېلابېلو پوهنتونونو (٩) تنه علمي کادرونه په زده کړو بوخت دي. 

رسنۍ

 ننګرهار پوهنتون له خپلو علمي فعاليتونو څخه د خلکو د پوهاوي لپاره يوه وېبپاڼه، يوه فيسبوک پاڼه، درې علمي مجلې او يو شمېر جريدي او اخبارونه لري، چې تفصيل يې لاندې راوړو:

ننګرهار پوهنتون وېبپاڼه

يوه انټرنېټي وېبپاڼه ده، چې د (www.nu.edu.af) پتې په لرلو سره پکې د ننګرهار پوهنتون په اړه معلومات، څېړنيزې ليکنې او د پوهنتون خبرونه او خبرتياوې خپرېږي.

ننګرهار پوهنتون فيسبوک پاڼه

د ټولنيزې شبکې (فيسبوک) پاڼه ده، چې د (ننګرهار پوهنتون- Nangarhar University) ادرس لرلو سره پکې د پوهنتون اړوند خبرونه او خبرتياوې خپرېږي.

پوهه علمي مجله

د ننګرهار پوهنتون مرکزي علمي او څېړنيزه خپرونه ده، چې په هرو درېو مياشتو کې يو ځل (٥٠٠) ټوکه چاپېږي، چې د پوهنتون د استادانو علمي او څېړنيز اثار خپروي.                                         

طبي پوهه علمي مجله

د ننګرهار پوهنتون طب پوهنځي علمي او څېړنيزه مهالنۍ خپرونه ده، چې د نوموړي پوهنځي د استادانو فرعي علمي اثار او څېړنې خپروي.           

حق علمي مجله

د ننګرهار پوهنتون د حقوقو او سياسي علومو پوهنځي علمي او حقوقي ژورنال دى، چې په هرو درېو مياشتو کې يوځل د پنځه سوو ټوکو په شمېر کې چاپېږي او د نوموړي پوهنځي د استادانو علمي اثار او ليکنې خپروي.                             

بېلابېلې خپرونې

په پورته راوړل شويو خپرونو سربېره د ننګرهار پوهنتون د يو شمېر پوهنځيو د محصلانو له خوا په بېلابېلو نومونو مجلې، جريدې او اخبارونه هم خپرېږي.

کتابتون

ننګرهار پوهنتون د ديارلس ګونو پوهنځيو پر کتابتونونو سربېره يو مرکزي کتابتون هم لري، چې د بېلابېلو مسلکونو (٤٤٠٠٠) ټوکه کتابونه پکې د محصلانو د مطالعې لپاره ايښودل شوي دي.

ليليه

ننګرهار پوهنتون د ليرې پرتو سيمو او نورو ولايتونو محصلانو لپاره، چې په شرايطو برابر وي، د ليليې اسانتيا هم لري، چې همدا اوس ددې پوهنتون په مرکزي، طب، ښوونې او روزنې او کمپيوټر ساينس پوهنځيو په ليليو کې (٢٥٠٠) تنه ليليه دي او (٤٥٠٠) تنو ته بدل اعاشه ورکول کېږي.

اړيکې:

برېښليک:       Info@nu.edu.af

وېبپاڼه:            www.nu.edu.af

فيسبوک: (ننګرهار پوهنتون- Nangarhar University)