معلوماتی تکنالوژی مرکز

معلوماتی  تکنالوجۍ مرکز

هدف

د ننګرهار پوهنتون معلوماتی  تکنالوجۍ او سنۍ غوښتتنو پوره کولو لپاره ، د یو ګوني معلوماتی  تکنالوجۍ د مهیا سیستم د عملي کولو لپاره لاندی تدابیر وړاندیز شوي دي. ددی تدابیرو اصلي هدف د استادانو ، محصلینو او کارکوونکو د غو ښتنو په اساس ښونیز پروګرامونو کې دي. سربیره په دې د پوهنتون یو موثره او یو ګوني نیټ ورک او مودرن اداري جوړښت باید مینځ ته راشي او امنیتي لارښونې ورته جوړې شي. او د ا تدابیر د لوړو زده کړو وزارت د ملي او ستراتیژیک پلان د اپ ډیټ په توګه  هم حسابیدلی شي

تاریخچه

د معلوماتی  تکنالوجۍ کارول د افغانستان د پوهنتونونو د علمي جوړښت د ملاتړ لپاره د لمړي ځل لپاره په ۲۰۰۲ کا ل کې شروع شو، او د همغه وخت څخه د پوهنتونونو د وضعیت د ښه والي مرکزې ستنه و ګرځیده . نوموړي مرکزد ننګرهار په پوهنتون کی په ۲۰۱۱ کال کې د جرمنی هیواد په مالي مرسته په کار پیل وکړ. نوموړی مرکز د ننګرهار پوهنتون محصلینو او منسوبینو ته د عصری تکنالوژۍ په برخه کی معلومات ورکول وه چی د همدې هدف تر لاسته کولو لپاره یې ددغه پوهنتون محصلینو ته د کمپیوټر په مختلفو بخشونو کې تریننګونه ورکړیدي او ددغه مرکز څخه په پورته ذکر شوو رشتو کی د ۱۳۹۲-۱۳۹۱ کال کې ۸۳ تنه او همدارنګه ۱۳۹۳-۱۳۹۲ کال کې ۱۲۰ تنه په ابتدایه ، متوسطه او لوړو برخو کی فارغین ورکړي چی له دی جملې نه ۵۷ یې ښځینه شاګردان وه

موخې

  1. د ننګرهار پوهنتون ته د نیټ ورک سیستم جوړول
  2. د ننګرهار پوهنتون ته د معلوماتی تکنالوژۍ وسایل تهیه کول
  3. د پوهنتون محصلینو او منسوبینو ته د معلوماتی تکنالوژۍ په برخه کی ټرینینګونه ورکول
  4. د ننګرهار پوهنتون ټولو محصلینو او منسوبینو ته  د انټرنیټ اسانیتا وی برابرول

معلوماتی  تکنالوجۍ خدمتونه

  • ډیر لږ افغان پوهنتونو نه دي چی با اعتباره او د معلوماتې تکنالوجۍ مرکز خدمات  لکه ایمیل او ویب هاسټنګ وړاندی کوې د ویب هاسټنګ  په ځآی اکثره مفته ایمیل سروری (free mail sever ) لکه ( Hotmail ،yahoo او Gmail) استمعالیږی
  • هغه خدمات چی د پوهنتون داخلی تیڼورک یی وړاندې کوي مشتمل دی په :
  • قوی کمپیوټرونو کارول ، سرورونه ( لکه د ډیټابیس سرور او ویب سرور) او ډیر رسني خدمات (Multi media )
  • د ایمیل خدمات
  • د فایلونو هاسټ کول، بک اپ اخیستل او ارشیف کول
  • د سافت وئر د توضیع کولو محیط
  • د کارکوونکو د خدماتو مرکز دوسیه ، کارې صلاحیت او اختیاراتو اداره کول
  • معلوماتی  تکنالوجۍ محافظت (فایروال د نفوذ مخنیوې د وایرس او بی ځایه ایمیلونو مخنیوي)