علمی مرستیال

د علمي چارو معاونيت

د علمي چارو معاونيت د پوهنتون د علمي او تدريسي چارو مسووليت پر غاړه لري، چې اوسمهال د پوهنتون د علمي چارو مرستيال پوهنوال ډاکتر ناصرخان کاموال دى، چې د (١٣٩٤) ل کال د زمري مياشتې له (١٢) نېټې راهيسې ياده دنده پرمخ وړي.

د علمي چارو معاونيت په چوکاټ کې ديارلس ګوني پوهنځي، د استادانو چارو، علمي څېړنو او د کيفيت د تضمين آمريتونه خپل اکاډميک فعاليتونه پرمخ وړي