د حقوقو او سیاسی علومو پوهنځی تاریخچه

ننګرهار پوهنتون

حقوقو او سياسي علومو پوهنځى

د پوهنځي لنډه پېژندنه:

د ننګرهار پوهنتون په چوکاټ کې د حقوقو او سياسي علومو پوهنځى په ١٣٧٢ل کال کې رامنځته شو. د دې پوهنځي د رامنځته کېدا موخه دا وه چې په هېواد کې د عدلي او قضايي ارګانونو او د قانون د واکمنۍ او ټينګښت لپاره ځوان او مسلکي کادرونه وروزي. همدې موخې ته د رسېدو په پار پوهنځي د خپلو محصلينو لپاره دوه څانګې ايجاد کړې چې عبارت دي له: قضاء او څارنوالۍ څانګه او اداري او ډيپلوماسۍ څانګه. له دغو دواړو څانګو څخه تر دې دمه پورې د حقوقو او سياسي علومو پوهنځي (١٨) دورې فارغان ټولنې ته وړاندې کړي دي. تر دې دمه له دغه پوهنځي څخه د ټولو فارغو شوو محصلينو شمېر (١٤٦٨) تنه کېږي چې له دې جملې څخه (١٤٣٦) تنه يې نارينه او (٣٢) تنه يې ښځينه محصلينې دي.

په دې پوهنځي کې دا مهال په سهارنۍ او ماسپښينۍ دورو کې ټولټال (١٠٨٤) تنه محصلين زده کړه کوي چې له جملې څخه يې (٥٨) تنه ښځينه محصلينې دي.

د پوهنځي د فراغت عمومي څانګې:

پوهنځى دا مهال د لسانس په کچه له دوو عمومي څانګو څخه خپل محصلين فارغوي چې عبارت دي له:

١- د قضاء او څارنوالۍ څانګه

٢- د ادارې او ډيپلوماسۍ څانګه

پوهنځي د خپلو درسي او د محصلينو د چارو د ښه تنظيم په موخه په لاندې ډيپارټمنټونو وېشل شوى دى:

١- د خصوصي حقوقو ډيپارټمنټ

٢- د عامه حقوقو ډيپارټمنټ

٣- د جزايي او جنايي علومو ډيپارټمنټ

٤- د نړيوالو اړيکو ډيپارټمنټ

همدارنګه د پوهنځي له خوا د لوړو زده کړو وزارت محترم مقام ته وړانديز شوي ډيپارټمنټونه عبارت دي له:

١- د اسلامي حقوقو ډيپارټمنټ

٢- د بشري حقوقو ډيپارټمنټ

٣- د ادارې او مديريت ډيپارټمنټ

٤- د ټولنپوهنې ډيپارټمنټ

د ماسټرۍ پروګرام:

د حقوقو او سياسي علومو پوهنځي په چوکاټ کې په کال ١٣٩٢ل د حقوقو په برخه کې د ماسټرۍ پروګرام پيل شوى دى چې تر دې مهاله يې يوه دوره فارغان ټولنې ته وړاندې کړي دي چې شمېر (١٢) کسه و. همدارنګه دا مهال د ماسټرۍ پروګرام کې (٧٠) کسه پر زده کړو بوخت دي. د ماسټرۍ په پروګرام کې له موږ سره (٦٣) کسه نارينه محصلين او (٧) کسه ښځينه محصلينې پر زده کړو بوختې دي. په دې پروګرام کې د هېواد په کچه نوميالي استادان چې تر دوکتورا پورې لوړې زده کړې لري، په تدريس بوخت دي.

د شپې پوهنځي پروګرام:

د حقوقو او سياسي علومو پوهنځي په چوکاټ کې په ١٣٩٢ل کال کې د شپې پوهنځي پروګرام هم تاسيس شو چې په دوو (اداره او ډيپلوماسي او قضاء او څارنوالۍ) څانګو کې يې دا مهال محصلين پر زده کړو بوخت دي. په شپې پوهنځي کې پر درس بوختو محصلينو شمېر (٥١٨) تنو ته رسېږي.

اړونده کمېټې:

د حقوقو او سياسي علومو پوهنځي استادان د تدريس تر څنګ له محصلينو سره د يو شمېر نورو کمېټو په ترڅ کې هم کار او فعاليت کوي. هغه کمېټې چې په پوهنځي کې فعاله دي عبارت دي له:

١- د تشريفاتو کمېټه: دا کمېټۀ چې زياته برخه يې محصلين تشکيلوي، معمولاً د پوهنځي او پوهنتون په کچه د غونډو او کنفرانسونو پر مهال د ټولو تشريفاتي چارو د ترسراوي مسووليت پر غاړه لري.

٢- د امتحاناتو کمېټه: دا کمېټه چې له استادانو څخه تشکيل ده، د وسطي او سمستري ازموينو پر مهال خپل فعاليت کوي او هڅه يې دا وي چې ازموينې په شفافه بڼه واخيستل شي.

٣- د نظم او ډيسپلين کمېټه: دا کمېټه د پوهنځي له استادانو تشکيل شوې ده، د پوهنځي په داخل کې  او همدارنګه په ليليه کې د حقوقو او سياسي علومو پوهنځي د محصلينو د نظم او ډيسپلين دنده ورترغاړې ده.

٤- د تحقيق يا ريسرچ کمېټه: دا کمېټه هم د پوهنتون د تحقيق د کمېټې يوه څانګه ده چې استادان په کې غړي دي. دا کمېټه د پوهنځي په کچه تحقيقي فعاليتونه تنظيموي او له استادانو سره په دې برخه کې مرسته کوي.

٥- د نشراتو کمېټه: دا کمېټه د پوهنځي اړوند علمي ژورنال (حق)، همدارنګه د پوهنځي د محصلينو اړوند (وړتيا) اخبار او همدرانګه نورو چاپي او مطبوعاتي فعاليتونو ته رسيده ګي کوي. دا کمېټۀ له استادانو او محصلينو څخه ګډه جوړه کمېټه ده.

٦- د کريکولم کمېټه: دا کمېټۀ د پوهنتون په کچه د کرېکولم د کمېټې برخه ده چې استادان يې غړيتوب لري. د دې کمېټې هڅه دا وي چې د پوهنځي په کچه درسي بهير ورازوي چې څومره له کريکولم سره سم روان دى.

٧- د سپورټ کمېټه: دا کمېټۀ له استادانو او محصلينو څخه جوړه ده چې ټولو سپورټي فعاليتونو ته رسيده ګي کوي.

٨- د ځان ارزونې کمېټۀ: د ځان ارزونې کمېټه د پوهنتون په کچه د ځان ارزونې د کمېټې يوه څانګه ده چې په پوهنځي کې د علمي معيارونو د تحقق لپاره هلې ځلې کوي.

٩- د چاپېريال ساتنې کمېټه: دا کمېټه چې له استادانو او محصلينو دواړو څخه جوړه ده، د پوهنځي او پوهنتون په کچه د چاپېريال ساتنې په اړه د لوحو په لګولو، بينرونو چاپولو او د پاککارۍ په حشر کولو په برخه کې د خپل پوهنتون د چاپېريال پاک ساتلو لپاره هلې ځلې کوي.

١٠- د شکايتونو اورېدلو کمېټۀ: دا کمېټۀ چې له استادانو څخه  جوړه ده د پوهنځي په کچه د محصلينو او استادانو شکايتونه اوري او د مسايلو په اړوند لازم تصاميم نيسي.

په پوهنځي کې د محصلينو د ظرفيت لوړونې په پار ممد پروګرامونه او سهولتونه:

١- حقوقي کلينک

٢- نړيوال تمثيلي معاهدات

٣- تمثيلي محاکمې

٤- د حقوقي انګليسي د زده کړې پروګرام

٥- د واشنګټن پوهنتون په مرسته د استادانو او محصلينو لپاره په اوړي کې د انګليسي ژبې د تقويې پروګرام.

٦- له بېلابېلو ادارو سره د محصلينو لپاره د انټرشيپ او فيلوشيپ پروګرامونه

٧- حق علمي ژورنال (د استادانو د علمي ليکنو لپاره)

٨- وړتيا مياشتنۍ اخبار (د محصلينو د ليکنو او د پوهنځي د فعاليتونو د راپورونو لپاره)

٩- کتابتون

١٠- انټرنېټ خونه

 

دپوهنځي شاليد(Historical background of faculty):

دحقوقو اوسياسي علومو پوهنځي  په 1372 لمريز کال کي د ننګرهار  پوهنتون  په چوکاټ کي د هيواد  او سيمي د اړتيا  پربنست تاسيس او رامنځته شو د تاسيس له نيټي څخه را پدي خوا د بيلا بيلو  پړاوونو په وهلو سره تردي مهاله پرمختګ کړيدي اوددي پرمختګ  په ترڅ کي يي 13 دوري مسلکي بيلا  بيل ځوان کدرونه خپل ټولني ته د ښه چوپړ په موخه وړاندي کړي.

نوموړي پوهنځي اوس مهال دوه اړونده څانګي لري چي د اداري، دپلماسي او قضاء، څارنوالي څخه  عبارت ده  په يادو دوو بيلا بيلو څانګو کي نارينه او ښځينه  مسلکي کدرونه  روزي د يادو  13 دورو په ترڅ کي يي تردي مهاله 763 په شمير مسلکي کدرونه فارغ کړي دي.

څرنګه چي د حقوقو او سياسي علومو پوهنځي دننګرهار  پوهنتون يو ځوانه او نوي تاسيس شوي پوهنځي دي، نو په پيل کي ننګرهار د څو تنو مسلکي استادانو په ګډون دکابل پوهنتون د حقوقو او سياسي علومو پوهنځي په مرسته يي د تدريس چاري پرمخ وړل کيدي. پدي لړ کي د پوهنځي د اړتيا له مخي نور ځوان پوهنيز کدرونه د نوموړي  پوهنځي  د فارغينو څخه  د پوهنځي په تشکيل کي کدري غړي پدي موخه جذب شول ترڅو يي اړتيا تريوه بريده پوره شي.

د نيکمرغه اوس مهال د حقوقو او سياسي علومو پوهنځي د ماسټري او لسانس په کچه علمي او پوهنيز کدرونه لري چي د تدريس چاري يي د يادو کدرونو او نوموړو استادانو په ځانګړو هڅو په ښه ډول پرمخ وړل کيږي همدارنګه د پوهنځي د علمي کدرونو ترڅنګ  په اداري برخه کي د تجربه لرونکي  اداري پرسونل په درلودلو سره د پوهنځي اړ اداري چاري هم په ښه او اغيزمنه توګه پرمخ رواني دي.

د پوهنځي لرليد(vision):

د حقوقو او سياسي علومو پوهنځي خپله راتلونکي داسي اټکلوي چي د اسلامي او ملي     په نظر کي نيولو سره په پوهنيزډول د سيمي او نړي په کچه يو د باور وړ پوهنځي په توګه واوسي، دتبعيض پرته د(نژاد،ژبي، مذهب، مليتٰ، توکم، جنس، سيمي) او په نړيواله  کچه(علمي، حقوقي، عدلي، قضايي، سياسي او دپلوماتيک) پياوړي کدرونه هيواد، سيمي او نړي ته په اړونده برخو کي د چوپړ په موخه چمتوکړي

د پوهنځي اهداف:

  • دسياسي، اداري، حقوقي، قضايي او عدلي ارګانونولپاره د پياوړو کدرونو تربيه او وړاندي کول.
  • د سياسي، اداري، قضايي او جنايي موضوعاتو او مفاهيمو او خصوصياتو سره اشنايي.
  • د مختلفو حقوقي، سياسي، اداري، قضايي او  جزايي موضوعات تحليل او اررزونه.
  • په نړيواله معيارونوبرابر په حقوقي، سياسي، اداري او قضايي ساحوکي د خدماتو وړاندي کول.
  • درسي کريکولم هميشه د ملي ارزښتونو په نظر کي نيولو سره په نړيوالو اصولو برابرول او تعقيب کول.
  • په سياسي، اداري، حقوقي، قضايي او جزايي برخو کي د تحصيلاتو زمينه برابرول.

 

اداری تشکیلات

                                                                    

د پوهنځي ماموريت(Mission):

د حقوقو او سياسي علومو پوهنځي د خپل پوهنيز ماموريت په ترڅ کي دي ته په کلکه ژمن دي چي خپل ځوريدلي ملت او هيواد ته د چوپړ په کولو سره مسلکي او د اوس مهال ځوان(اداري، سياسي، حقوقي، قضايي اوعدلي) ارګانونه ته پياوړي کدرونه ټولني ته وړاندي کړي.

د راتلونکي لپاره پرمختيايي او ستراتيژيک پلانونه  (Strategic and Development plans for the future):

  1. د پوهنځي د موجوده استادانو دعلمي کچي لوړول:

کړنلاري(ستراتيژيګاني):

  • د هيواد په دننه کي دماسټريي ددوري پروګرام لپاره هڅي او هاند
  • د هيواد څخه بهر د تحصيلي بورسونو کي د استادانو د ماسټريي او دوکتورا تر کچي لوړي زده کړو په لاسته راوړلو سره د هغوي د زده کړو او تحصيل لوړول.
  • د نوي ټيکنالوژي يا د لري واټن (distance learning) د زده کړو لوړول.
  • دعلمي او پوهنيزو سمينارونو او ورکشاپونو له لاري د نومورو استادانو پوهنيزه کچه لوړول.
  • محصلينو ته عملي کار زمينه برابرول.
  1. د لسانس دوري فارغو محصلينو ته د ماسټريي د زده کړو زمينه برابرول:

کړنلاري(ستراتيژي):

  • د هيواد په دننه کي دماسټريي ددوري پروګرام لپاره هڅي او هاند
  • نوي علمي کدر راجلبول
  • دهيواد څخه بهر د ماسټريي د کچي زده کړو او تحصيل لپاره دمحصلينو ليرډول
  • د نوي ټیکنالوژي يا دلري واټن (Distance learning) له لاري د ماسټريي د کچي د زده کړو د موقعي برابرول.
  •  دنړيوالو پوهنتونو سره د تواميتو له لاري محصلينو ته د لوړو زده کړو ورکول.
  •  
  1. د پوهنځي درسي نصاب کره کونه او په نړيوالو معيارونو سمبالول:

کړنلاري (ستراتيژيګاني):

  • په موجوده درسي نصاب باندي له سره غور او بحث د ډيپارتمنټونو او علمي شوراګانو له لاري.
  • د کريدت سيستم دودول
  • د کريدت سيستم باندي د پوهاوي لپاره د استادانو ټريننګ
  1. د بهرنيو پوهنتونو سره د تواميتونو له لياري اړيکي ټينګول:

کړنلاري (ستراتيژيګاني):

  • د لوړو زده کړو و وزارت له لاري د بهرنيو هيوادونو سره د تواميت په موخه په ګده اړيکه نيول.
  • نيغ په نيغه د بهرنيو پوهنتونو سره د تواميت په اړه د اړيکي تينګول.
  • د بهرنيو هيوادونو پوهنتونو ته د حقوقو او سياسي علومو پوهنځي په اړه د معلوماتو ورکول او شريکول، پدي موخه چي د هغوي سره د تواميتونو په بڼه مرستي راجلب کړي.
  1. د پوهنځي په دننه او بهر کي د پوهنيزو فعاليتونو پراخول:

کړنلاري ( ستراتيژيګاني):

  • د پوهنځي په دننه د پوهنيزو فعاليتونو د پراخولو په منظور د سمينارونو او ورکشاپونو پرله پسي لړي پيل کوي.
  • د هيواد په داخل او بهر د پوهنيزو فعاليتونو په موخه په علمي حقوقوي پوهنغونډو، ورکشاپونو او کنفرانسونو کي د استادانو او محصلينو ګډون او د هغوي لپاره د مالي شونتياو لټول.
  • دپوهنيزو فعاليتونو د چکټيا لپاره د پوهنځي په استازيتوب د يوي علمي او حقوقي خپروني (مجلي، جريدي او ورځپاني) درلودل او چاپول.
  1. د پوهنځي ټولو محصلينو ته د علمي زده کړو د موقعو پراختيا:

کړنلاري( ستراتيژيګاني)

  • د هيواد په دننه او دامکان په صورت کي محصلينوته د علمي او پراکتيکي زده کړو اسانتياوي برابرول.
  • د هيواد په دننه او بهر کي د دولتي او غيردولتي حقوقي سازمانونو، پوهنځيو او نورو اړونده ادارو سره د پروتوکولو په بټه د محصلينو لپاره د عملي زده کړي موقعي برابرول.
  • د زده کړو پرمهال د حقوقو او سياسي علومو پوهنځي محصلينو لپاره د پوهنيزو سفرونو(study tours) اسانتياوي او موقعي برابرول.
  • د فارغانو لپاره په پرله پسي ډول په بيلا بيلو حقوقي ادارو کي د انټرنيشيف پروګرامونو زميني پلټل.
  1. په حقوقي برخه کي خصوصي سکتوري خدماتو وړاندي کول

کړنلاري(ستراتيژيګاني)

  • د ننګرهار پوهنتون د حقوقو اوسياسي علومو په پوهنځي کي د حقوقي کلنيک ايجاول.
  • د حقوقي کلنيک له لاري ټولني، افرادو او موسساتو ته حقوقي مشوري ورکول.
  • د هيواد په هره برخه کي سوداګرو ته حقوقي مشورو ورکول.
  • دوکالت دفاع د پروګرامونو ايجادول.
  1. د پوهنځي په دننه کي د استادانو او محصلينو د ظرفيت لوړوني په موخه د عصري علومو د زده کړو دوامداره لنډ مهاله کورسونو درلودل

کړنلاري(ستراتيژيګاني):

  • په پوهنځي کي د حقوقي انګليسي ژبي کورسونو ايجادول.
  • د نوي ټيکنالوژي  او کمپيوتري زده کړو په برخه کي د اړونده کورسونو ايجادول.
  • د يادو لنډو کورسونود ايجاد په موخه ددولتي او غير دولتي سازمانو د مرستو د راجلبولو لپاره هڅي.
  • د نوي ټيکنالوژي او انګليسي ژبي باندي پوهه محصلينو څخه په نوموړي کورسونو کي په رامنځته کيدو کي دمرستي غوښتل، پدي موخه ترڅو د خپلو نورو هم مسلکه محصلينوسره مرستندويه شي.
  • په اداري، سياسي، عدليي او قضايي ارګانونو کي محصلينوته دعلمي زده کړي زمينه ايجادول.

د حقوقو او سياسي علومو پوهنځي د پرمختيايي(ستراتيژيک) پلان لاسته راوړني

Finding and outcomes of the strategic and development plan:

  • د نوموړي ستراتيژيک  پلان د پلي کيدا په صورت کي د پوهنځي اړونده لاسته راوړنو څخه برخمن شي.
  • په ټوله کي د حقوقو اوسياسي علومو پوهنځي د نوموړي ستراتيژيک پلان د پلي کيدا په صورت کي په نړيواله نورمونو او معيارونو سمبال شي.
  • د نوموړي پلان د پلي کيدا به  د محصلينو به پوهنيزه علمي کچه لوړه شي
  • د هيواد په کچه لايقه او زيرکه، مسلکي او ځوان کدرونه ټولني ته وړاندي شي.
  • د ستراتيژيک پلان په پلي کيدا سره د حقوقو اوسياسي علومو پوهنځي  په پراختيا او پرمختيا په لور سوق شي.
  • د نوموړي پلان د تطبيق په صورت کي په ټولنه کي د حقوقو او وجايبو پيژندلو کچه لوړه شي.
  • د حقوقو او سياسي علومو پوهنځي به ديوي وړي او مناسبي وداني څښتن شي.
  • په راتلونکي کي به نوموړي پوهنځي د سيمي او نړي په کچه يو معياري درسي نصاب ولري، تر څو دمحصلينو غوښتني ته يو اغيزمن ځواب ووايي او د هغوي پوهنيزه تنده خړوبه کړي.
  • د ياد ستراتيژيک پلان په پلي کيدو سره به د ښځينه محصلينو د شمير کچه لوړه شي  او پدي توګه به هغوي ته دلوړو  زده کړو موقعي په لاس ورشي.
  • د حقوقو او سياسي علومو پوهنځي د ستراتيژيک پلان په پلي کيدو سره به د هيواد په کچه په عدلي، قضايي،‌اداري او دپلماسي برخو کي مسلکي و وړ کدرونه ټولني ته وړاندي شي د حقوقو اوسياسي علومو د پوهنځي استادانو او محصلينو ته د ماسټري او دوکتورا په کچي زده کړو موقع برابري شي.
  • د ځوان او علمي کدرو د جذب زمينه برابره شي.
  • د کانکور  د ازمويني له لاري بريالي ډير شمير د محصلينو د جذب جوګه شي.
  • ددي پلان په تطبيق سره دنوموړي پوهنځي دهيواد نه بهر د نړيوالو پوهنتونو سره اړيکي تينګي شي چي ددي په ترڅ کي به د ياد پوهنځي د هغوي څخه پوهنيزو او ښوونيزو موسسو په را جلبولو خپلي ډيري تشي پوره کړي.
  • د خپلي بوديجي څښتن شي
  • دهغه دولسمو ټولګيو فارغان چي د حقوقو او سياسي علومو پوهنځي ساتني ارګانو کي ګمارل شوي دي د هغوي د مسلکي او علمي ظرفيتونو لوړول او همدارنګه  د نورو هغه دولسمو ټولګيو فارغان د هغو جذب  د ظرفيتونو لپاره د حقوقو او سياسي علومو په چوکاټ کي د شپي پوهنځي تاسيس.
  • د نوموړي پلان د تطبيق په صورت کي دحقوقو اوسياسي علومو اوس مهاله پوهنځي په هيواد او سيمه کي د يوي حقوقي لوړو زده کړو پوهنتون بڼه خپله کړي او وبه کولاي شي چي د سيمي او نړي په کچه پياوړي علمي کدرونه وروزي.

د ځينو ډولتي او غير ډولتي ادارو مرستو ته يو ځغلنده کتنه

An overview on the aid of governmental and nongovernmental organizations:

د حقوقو او سياسي علومو  پوهنځي چي د ننګرهار پوهنتون په چوکآټ کي د لوړو زده کړو و د وزارت په غوښتنه د افغانستان د اسلامي جمهوري  دولت د منظوري په ترڅ کي په  1372 لمريز کال د ننګرهار ولايت کي تاسيس شو چي مالي تمويل يي د نوموړي دولت لخوا سرته رسيږي د حقوقو او سياسي علومو پوهنځي د عملي کدرد ظرفيت د لوړتيا په موخه يو شمير استادان د ماسټري د زده کړو لپاره بهر هيوادونو ته هم استولي دي او ليږي به يي، په هيواد کي دننه او بهر استول شويدي، د NRC  موسسي لخوا د نوموړي پوهنځي سره د يو لړ علمي او مسلکي کتابونو مرسته شويده او همدارنګه يي  محصلينوته ډيري وختونه د علمي زده کړو موقعي هم برابري کړي دي.

همدارنګه د اسيا فاونديشن لخوا د حقوقو او سياسي علومو پوهنځي کتابتون په مجهزولو کي کتابونه، الماريو ، دمطالعي ميزونه او اړونده سامان الاتو مرسته کړي ده  ددي ترڅنګ يي د نوموړي پوهنځي لپاره د تمثيلي محکمي په جوړولو  او سمبالولو کي خپلي مرستي تر سره کړي دي.

د افغانستان د عدلي او قضايي پروژي په مالي مرستي د پوهنځي د رياست خوني په ګډون د نوي ټيکنالوژي او انـټرنت  داسانتيا په درلودلو سره يوه خونه هم جوړه او سمبال کړه د خپلو مرستو په دوام يي د پوهنځي لپاره  تدريسي کتابونه د چاپ لګښت په موخه مرستي کړي دي د استادانو او محصلينو د ظرفيتونو د لوړولو په  موخه ځانګري لنډ مهاله د کمپيوتر او انګليسي ژبي کورسونه د پوهنځي په دننه او بهر کي جوړي کړي دي د يادو مرستو ترڅنګ يي داستادانو ته د هيواد نه بهر(امريکا، فرانسه او هندوستان) که د ځينو علمي او حقوقي سمينارونو او ورکشاپونو کي د برخي اخستني په موخه د سفر امکانات برابر کړي دي.

د  idlo  موسسي هم دخپلو امکاناتو سره دحقوقو او سياسي علومو پوهنځي استادان ته لنډ مهاله کورسونه او ورکشاپونه جوړ کړي دي.

ILF-A اداري بيا محصلينو ته دعلمي زده کړو موقعي برابر کړيدي،  Global rights اداري د حقوقي کلنيک په حوړولو او علمي زده کړو په برخه کي، red cross د حقوقو سمينارونو په جوړولو کي، دننګرهار امنيي قومانداني د جنايي جرمونو مديريت ، څارنوالي او د محاکمو رياست هم په علمي زده کړو په برخو کي د حقوقو او سياسي علومو پوهنځي سره خپلي مرستي وخت په وخت کړي دي.
 

د پرمختيايي پلان کره کونه او سمونه Improvement and development of strategic plan:

د وخت د اړتياو سره سم به د حقوقو اوسياسي علومو پوهنځي ددي پرمختيايي پلان پرمهال د شرايطو او اړونده امکاناتو په نظر کي نيولو سره په نوموړي پرمختيايي پلان کي مثبت تغير او بدلون راولي.

  • د هيواد په کچه د ځوانو او مسلکي کدرونو روزل
  • په  حقوقي، عدليي، سياسي او دپلماتيکو برخوکي په تيوريکي او پراکتيکي بڼه د محصلينو روزل.
  • په ټولنه کي د حقوقو او قوانينو پوهاوي کچه لوړول.

د پوهنځي فعاليتونه  (objectives):

  • د منځنيو زده کړو څخه د فارغ او ممتاز زده کوونکي د کانکور ازمويني له لاري جذبول
  • د ټاکل شوي درسي نصاب بشپړول پدی ډول د منظم مهال ويش له مخي محصلينو ته تدريسي چاري پرمخ وړل.
  • په بيلا بيلو رشتو او څانګو کي د محصلينو ته حقوقي پوهنيزو زده کړو ورکول.
  • د لوړو زده کړو د قوانينو په رڼا کي د لسانس تر کچي د حقوقو او سياسي علومو مسلکي کدرونو روزل.
  • دهيواد د بچيانو د علمي او پوهنيزي کچي لوړول.
  • د هيواد په بيا رغوني اوپرمختيا په برخه ي د ونډي اخستلو په موخه د کدرونو روزل.

دsowt   څيړنه(SWOT Analysis):

لکه څرنګه چي د حقوقو او سياسي علومو پوهنځي د خپل تاريخي بهير په ترڅ کي د ډيري لاسته راوړنو په فرصتونو په درلودلو سره تر دي مهاله خپلو علمي فعاليتونو په پرله پسي ډول ادامه ورکوي ددي تر څنګ يي په بيلا بيلو وختو کي دخنډونو او ګواښونو سره هم مخامخ شوي دي ددي په ترڅ کي دنوموړي پوهنځي چاري او فعاليتونو د يو څه ځنډ او خنډ سره لاس او ګريوان شوي دي.

اړينه به وي چي په لاندي توګه په خپل وار سره تر څيړني لاندي ونيسو.

د پياوړتيا ټکي (strengthens) :

  • د حقوقو او سياسي علومو پوهنځي د ننګرهار پوهنتون چي د هيواد  په کچه دويم لوي پوهنتون ګنل کيږي په اډانه کي خپل فعاليت کوي نو پدي توګه د ډيرو زده کوونکو د انتخاب وړ وګرحي.
  • د غوره خدمتونو چمتو کولو پرمټ دټول هيواد زيرک او لايقه محصلينو د حقوقو او سياسي علومو پوهنځي انتخابول.
  • ددولتي او غير دولتي حقوقي او عدلي ارګانو سره د اغيزمنو اړيکو درلودل.
  • د باتجربه او مسلکي تدريسي او اداري پرسونل شتون.
  • د محصلينو سره نيک چلند د تدريسي او اداري پرسونل لخوا.
  • د محصلينو لپاره ډيره بريده دليليي د شونتياو شتون.
  • دمحصلينو د ظرفيت د لوړتيا په موخه د اضافي کورسونو ورکشاپونو، کنفرانسونه، سمينارونه او ټريننګونه شونتياوي برابرول.
  • د پوهنځي په دننه  او بهر کي د حقوقو ورکشاپونه او سمينارونو کي د محصلينو د ونډي اخستني امکانات برابرول.
  • په ټولنه کي د يو ښه نوم او مينه والو درلودل.
  • ددريمو او څلورمو ټولګيو محصلينو ته دعلمي او پراکتيکي زده کړو برابرول.
  • د تمثيلي محکمي په درلودلو سره خپل محصلين په تطبيقي حقوقو په پوهنيزو زده کړو سمبالول.
  • د استادانو او محصلينو د سمينارونو د ارايه کولو لپاره څه ناڅه په نوي ټيکنالوژي سمبالي خوني.

دکمزورتيا ټکي(WEAKNESS):

  • د استادانو کمبود او کمښت
  • ديوي لوي ا و سمبالي وداني نه شتون
  • د اړونده مالي بوديجي نه شتون
  • د يو سمبال او مجهز کتابتون نه شتون
  • د اداري او خدماتي پرسونل  کمبود
  • په هيواد دننه او بهر کي د پوهنتونو کي سره د تواميتونو نه درلود.
  • په مالي برخه کي او چارو کي د صلاحيت نه درلودل
  • نوي ټيکنالوژي ته نه لاس رسي.
  • د ورزشي فعاليتونو د ژوندي ساتلو لپاره د اړونده وسايلو نه شتون
  • د ډاډمنو او هميشني ترانسپورتي اسانتياوو نه درلودل.
  • د استادانو او محصلينو ته د لوړو زده کړو ښه زمينه مساعده کول
  • د پوهنځي فرهنګي چارو لپاره امکاناتو نه موچوديت.

موقعي او فرصتونه (opportunities):

  • د حقوقو او سياسي علومو پوهنځي نيغ په نيغه د اوس مهال دولت لخوا تمويليري.
  • د لوړ ظرفيته پوهنتوني علمي کدرونو جذبول
  • د فارغانو محصلينو پرمټ او مرسته چي اوس مهال په بيلا بيلو دولتي او غير دولتي ادارو په دندو په درلودلو سره د نوموړو ادارو اړونده مرستي راجلبول.

دswot  څيړني لنډيز(summary of SWOT analysis):

د حقوقو او سياسي علومو پوهنځي د خپلو موجود و شونتياو او امکاناتو څخه اغيزمنه ګته اخستي او په ټولنه کي د خپل پوهنيز اغيز لپاره هڅه او هاند کوي پدي ترڅ کي يي هڅه کړي چي دخپلو زده کړيالانو  پوهنيزه کچه لوړه او پدي برخه کي کومي ستونزي او ارونده ادارو سره شريکي کړي ترڅو ورته دحل لاره پيدا کړي.

همدارنګه خپلي ټولي موجودي شونتياوي يي داستادانو او محصلينو په واک کي ورکړي دي او په يادوو برخو کي خپلو هڅو او کوښښونو ته دوام ورکوي.

پايليزه(summary):

د حقوقو اوسياسي علومو پوهنځي د معاصرو، پوهنيزو او مسلکي زده کړو او دتطبيقي حقوقو په پلي کيدا سر ددي پرمختيايي پلان له مخي چي دعمومي لاسته راوړنو په موخه تيارشوي دي د نوموړي پوهنځي د تدريسي بهير د غوره والي د پوهنيزو او اکاډميکو چارو د سمون په موخه ژمنتيا لري.

ددي پرمختيايي کړنلاري د پلي کيدو په صورت کي به ټولني ته وړ او مسلکي علمي کدرونه ورو وپيژني، چي دا به د هيواد په کچه د حقوقي، قضايي او عدلي سيستم کي رغنده او مثبت بدلون راولي د نوموړي پرمختيايي پلان لپاره  د اوس مهال دولت، استادانو، زده کړيالانو او اړونده دولتي او غير دولتي سازمانونو هڅو او مرستو ته اړتيا لري.

دحقوقو  او سياسي علومو پوهنځي په پام کي لري چي د ڼاکل شوي موخي او اهداف لاسته راوړي، نود خپلو يادو شويو موخو ته درسيدو لپاره د نوموړي پوهنځي د يو منظم او سيستماتيک ستراتيژيک پلان طرح کيدو او تياريدو اړتيا درک کړه، د نيکمرغه د ياد پوهنځي د مشرتابه، علمي کدر، اداري او خدماتي پرسونل په ځانګړو هڅو اوکوښښونو دغه پرمختيايي پلان جوړ او تيار کړو، تر څو دحقوقو او سياسي علومو پوهنځي راتلونکي چاري لاپسي اغيزمني او پراخه کړي.