د ژورناليزم پوهنځي تاريخچه

 

 ننګرهار پوهنتون

د ژورنالېزم او ټوليزو اړيکو پوهنځى

 

د ټولنيزو چارو د بهبود او پرمختګ لپاره ژورنالېزم  يو پياوړى بنسټ ګڼل کېږي . ژورنالېزم او رسنۍ په ټولنه کې دڅلورم ځواک په توګه يادېږي ، ځکه هغه څه چې کله ناکله يې له ترسره کولو درې ګونې قوې عاجزې شي، نو  د ژورنالېزم پر مټ ترسره کېږي . ددې لپاره چې ژورنالېزم ښه رشد وکړي ، په کې د مسلکي او تخصصي زده کړو اړتيا ليدل کېږي ، همدې اړتيا ته په پام سره هڅه شوې چې  ننګرهار پوهنتون کې ژورنالېزم پوهنځى تاسيس شي.

د لوړوزده کړو وزارت  د پرمختيايي  پرګرامونو په لړ کې د هېواد په يو شمېر  لويو پوهنتونونو( کابل  ، بلخ، هرات،کندهار، خوست...) کې  د ژورنالېزم  پوهنځيو موجوديت يو ضروري  امر ګڼل شوى  وو. ننګرهار پوهنتون چې د هېواد په کچه دويم ستر علمي پوهنتون شمېرل کېږي، پکار وه چې له دغه علمي او هنري پوهنځي څخه بې برخې نه وى. موږ هم  د ټولنې د بيړنۍ  اړتيا  په توګه وپتييله  چې د ژورنالېزم په برخه کې  د ځوانو کدرونو  د روزنې دنده په غاړه واخلو

همدا  لامل و، چې په   کال ۱۳۹۱ هجري لمريز کې ژورنالېزم پوهنځى رسماً ايجاد  شو.  اوس مهال دغه پوهنځى ١١ د علمي کادر غړي لري؛ په تشکيل کې يې پر رئيس او معاون سربېره تدريسي مدير ، اجرائيه مدير، تحويلدار او يو ملازم شتون لري.  نورې چارې يې هم   تنظيم شوي، درسي کريکولم لري، دفتري لوازم، فرنيچر، په دفتر کې د دوسيو سيستم او ټولنې ته د لاسته راوړنو او خدمت اراده يې د مرام او هدف تر عنوان لاندې د بروشورونو په بڼه چاپ او د پوهنځي پر دېوالونو ځړېدلی دی.

د ژورنالېزم پوهنځي استادان  د پوهنتون  په بېلابېلو مهمو کمېټو (د ځان ارزونې ، علمي څېړنو ، فرهنګي، د کريکولم ، نظم او دسپلين ) کې غړيتوب لري او د  علمي تجربو د تر لاسه کولو او روزنيزو کورسونو لپاره   پر مرکز کابل سربېره  د متحده عرب اماراتو، دوبۍ، هندوستان ، امريکا او ترکيې هېوادونو ته  تللي دي. دغه سفرونه زمونږ لپاره ډېر اړين وو او د پام وړ تجربې مو له داخلي او بهرنيو استادانو تر لا سه کړي دي.

ننګرهار پوهنتون ژورنالېزم پوهنځی د امريکې د متحده ايالاتو اريزونا پوهنتون سره څه باندې دوه کلن پارټنرشيپ درلود چې په پايله کې يې له علمي کنفرانسونو او ټريننګونو سربېره زمونږ اداره د اي ډبليو پي ار په تخنيکي مرسته د شل پايه کمپيوټرونو، درسي لوازمو او نورو بېلابېلو ژورنالستيکي وسايلو څخه برخمنه شوه. پوهنځی له همدغو کمپيوترونو څخه په ګټه اخيستنې يو کوچنی ميډيا سنټر لري ، چې له  انټر نيټ سربېره ، په ټايپ ريکارډرونو انځوريزو او ويډيو کمرو سنبال او محصلين ترې د خپلو عملي زده کړو لپاره کار اخلي . 

د استادانو د تدريسي بهير دښه پرمخ بيولو لپاره درې پايې پراجکتورونه ، پرينټرونه او نور اړين توکي شته چې د ځينو بااحساسه شتمنو  له خوا د پوهنځي د مشرتابه په هلو ځلو تر لاسه شوي دي.

ژورنالېزم پوهنځي په دې وروستيو کې د افغانستان د علومو اکاډمۍ او ارېزونا پوهنتون په مالي ملاتړ يو کتابتون جوړ کړ چې پکې څه باندې پنځه سوه ټوکه کتابونه شتون لري. له دغو کتابونو څخه استادان او محصلين کولاى شي د هر اړخېزې مطالعې لپاره استفاده وکړي.

ژورنالېزم پوهنځي کې دم ګړۍ، دکابل پوهنتون د ژورنالېزم پوهنځي کريکولم پلى کېږي ،  خو پوهنځى دهېواد له نورو پوهنتونو سره يو ځاى د ژورنالېزم په نوي کريکولم کار کړى  هغه کريکولم چې د لوړو زده کړو وزارت دعلمي چارو معين په موجوديت کې جوړ او  دوزارت محترم مقام ته د منظورۍ لپاره وړاندې شوى هيله ده له منظورۍ وروسته پلى شي.

 

د ننګرهار پوهنتون په چوکاټ کې د ژورنالیزم پوهنځي د رامنځته کیدو لاملونه:

» د وخت او مهال په غوښتنه د مسلکي ژورنالیستانو روزلو اړتیا.

» د مسلکي او په کار پوه ژورنالیستانو روزنه.

» د افغانستان په حکومتي ژورنالیستیکو ادارو کې د ژورنالیستک مدیریت رامنځته کول.

» په‌ ټولنه کې د یو ریښتیني ژورنالیزم رامنځته کول او پر مټ یې د هر ډول ناقانونه کړنو مخنیوی.

» د ژورنالیستیک مدیریت او کړنلارو په تړاو د علمي څیړنو ترسراوی.

» په تیرو  شا او خوا پنځه دیرش کلونو کې په هیواد کې د ژورنالیستیکو ادارو د زیانمن شوي حیثیت او اداري چوکاټ بیرته ایجاد او رغونه.

پورته اړتیاو ته په پام سره د ننګرهار پوهنتون په چوکاټ کې پر ۱۳۹۱ کال د ژورنالیزم او ټولیزو اړیکو پوهنځی تاسیس شو چې دمګړۍ دوه ډیپارټمنټونه لري، راډیو تلویزون او بل یې مطبوعات.

 

ژورنالېزم پوهنځي موخې:

  •                  د ټولنې د ثبات، د عامه پوهاوي لوړولو او له  شايعاتو څخه د مخنيوي په موخه د رسنيو مسلکي زده کړه .
  •                  په ملي کچه د ژورنالېزم منل شويو معيارونو په پام کې نيولو سره په ټولنه کې د علمي تحقيقاتو او عامه افکارو سالمې روزنې ته وده ورکول.
  •                  په هېواد کې د چاپ صنعت، سمعي او بصري رسنيو د  کارونې تخنيکي زدکړه او ترويج.
  •                  د ټولنې مثبت بدلون او تعليمي سطحې په لوړولو کې ونډه اخيستل.
  •                  د داسې مطبوعاتو او الکترونيکي مېډيا ښوونه چې ولسي باور تر لاسه کړي .
  •                  د اجتماعي علومو په چوکاټ کې د هېواد پرمختګ او د عامه اړيکو بهبود.

 

د ژورنالېزم پوهنځي مرام:

  •                                    په علمي هڅو او هنري مهارتونو سمبال مسلکي ژورنالېستان ټولنې ته وړاندې کول
  •                                    د ټوليزو وسايلو(Mass Media )  له لارې د ټولنې مثبت بدلون او د وګړو تر منځ يې د خوښۍ او اعتماد فضا رامنځته کول
  •                                    په هېواد کې د هر اړخيزه، غني او معياري رسنيو اشاعت او د ټولنې د مثبت بدلون  اغېز يې  پر وګړو ليدل.
  •                                    د الله عزوجل رضامندي او بشريت ته خدمت

 

د پوهنځي ليدلورى:

 

  •                  په ملي کچه د اطلاع، تعليم، مثبت تبليغ او ترويج له لارې د عامه اذهانو روښانه کول.
  •                  په هېواد کې د اسلامي ارزښتونو، منل شوي کلتور او فرهنګ ترويج او خپل ولس ته د بيان د ازادۍ ارزښت ورپه ګوته کول.
  •                  دعامه اړيکو پراختيا او له دغې لارې د ټولنې استحکام او يو موټى کېدل

 

 دپوهنځي تشکيل:

  • رئيس   :                  يوتن
  • مرستيال:                  يوتن
  • دډیپارټمنټونوآمرین      دوه تنه
  • استاد    :                  ۱۱تنه .
  • تدريسي مدير:            يوتن
  • داجرایې مدیر:           ۰
  • تحويلدار:                  ۰
  • ملازم   :                  يو تن

دپوهنځي داستادانو تحصيلي څرنګوالي (کچه)

ژورناليزم  پوهنځی ټول ۱۱ تنه په علمي کدر کې شامل استادان لري.

دتحصيل له مخې :

  • ډاکټر : ۰
  • ماسټر :٢  تنه
  •  لسانس : ۹تنه

دعلمي رتبو له مخې :

  • پوهندوی : ١تن
  • پوهنيار: ١ تن
  • پوهیالی:۴ تنه
  • نامزد پوهيالی: ۷ تنه

 

دژورناليزم پوهنځي لاس ته راوړنې :

  • ۱- پوهنځي له خپل تاسيس سره سم ، دامريکا دمتحده ايالاتونو له اريزونا پوهنتون سره همغږي  پيدا کړې  او د درسي او نورو امکاناتو په برابرولو کې ور سره ياد پوهنتون مرستې کوي . ددې چارې دښه بهبود له پاره يې ، دپوهنځي له پيل سره سم ، يو شمير استاذان او اداري کارکوونکي متحده عرب امارات ( دوبۍ )ته دروزنې له پاره ليږل شوي وو چې هلته دنورې روزنې تر څنګ پر ښوونيز نصاب هم کار وکړي .
  • په دوه دوروکې دپوهنځي موجود استادان دهندوستان هیواد د(ډیلي او حیدرآباد )ښارونوته درونیزاوښونیزپروګرامونوله پاره پر ۱۳۹۲لمریزکال کې لیږل شویدي.
  • پر۱۳۹۳ ل کال زموږدپوهنځې ۷تنه استادان دترکیې استانبول ښارکې په یوه علمي سیمینار کې ګډون وکړ چې موخه یې د استادانو دظرفیت لوړول اود درسي تجاربو شریکول وو.
  • ۲- دياد پوهنتون او دامريکا دسفارت په هلو ځلو دژورناليزم پوهنځي له پاره  يو ميډيا سنټر جوړ شوى چې دشل پايو کمپيټرونو ،  اوانټرنيټ په لرلو  سره دژورناليزم زده کوونکي او استادان کولى شي په اسانه توګه معلوماتي ټکنالوژۍ ته لاره پيدا کړي.
  • ۳- په ياد ميډيا سنټر کې دزده کوونکو له پاره دکمرو، ټايپ ريکارډرونو او نورو تخنيکي وسايلو اسانتيا برابره ده چې زده کوونکي  په اسانۍ کولى شي دخپلو عملي چارو په تر سره کولو کې برخه واخلي.
  • ۴-  د پوهنځي اداره توانيدلې چې په خپلو هلو ځلو داستاذانو له پاره  ددرسي کيفيت د ښه کولو  په موخه  يو يو لپ ټاپ  کمپيوټر ورکړي، څو استادان ترې په خپلو علمي کارونو کې ګټه پورته کړي ، درسي مواد په پاور پوینټ کې برابر او محصلینو ته یې د پروجکتورله لاری وړاندې کړي .
  • ۵- دارنګه دپوهنځي ادارې ددرسي کيفيت دښه والي له پاره ، دوه پايي پراجکټورونه لاس ته راوړي او استادان يې پر دې مکلف کړي ، چې دليکچر پر مهال پر سپينې تختې سر بيره له پراجکټوره هم کارواخلي .
  • ۶- د پوهنځي ادارې هغه محصلین چې له عملي کارونو سره لېوالتیا لري لاندې لڼډ مهالو کورسونوته معرفي کوي.
  • د ننګرهار ملي راډیو تلوېزون او یو شمېر نورو خصوصي راډیو ګانو اوتلوېزونوته په لسګونو محصلین معرفي شوي دي او دا لړۍ لا هم جریان لري.
  • د اي ډبلیو پي ار سره د یوه تړون له مخې د ژورنالېزم پوهنځي محصلینو وکولای شو چې د بېلابېلو مسلکي پروګرامونو ( Adobe Addition , Adobe primer , Adobe Photoshop  او CorelDraw  ) په لڼډ مهالي کورسونو کې ګډون وکړي.  
  • ۷- پوهنځي  په افغانستان کې  داى ډبليو پي ار له مرکزي دفتر سره  تړون لري چې له مخې یې یاد دفتر په ننګرهار پوهنتون کې خپله څانګه پرانیستې ده . کله چې د دغه سیمه ایز دفتر دنده پای ته ورسېږي ،خپل ټول مواد او وساېل به د ژورنالېزم پوهنځی په واک کې ورکړي.
  • په ژورنالیزم پوهنځي کې د تدریس دښه والې لپاره یو  مډیاسنټر موجود دی چې دشاګردانو عملي کار لپاره ورڅخه کاراخستل کیږي دغه مډیا سنټر لاندې وساېل لري:
  • ۱ -  ۱۸پایې ډیکسټاپ کمپیوترونه له سټاپ لیزر او یوپي ایس ،میزاو چوکئ سره.
  • ۲- دعکاسئ ۱۵ کیمرې
  • ۳- ۵ ویډیو کمرې
  • ۴- ۲۰ یوزبې پلشونه
  • ۵- ۲ پراجکتورونه
  • ۶- یوه غټه پرو پیشنل ویډیوي کیمره
  • - ۶ لپ ټاپ کمپیوترونه داستادانو لپاره
  • ۸- یو ډیسکټاپ کمپیوټر د اداري  مامور لپاره
  • ۹- دوه پایې پرینټرونه
  • ۱۰- دوه پایې واټرکولره
  • د ژورنالېزم پوهنځي ریاست په تېرو څو میاشتو کې نوي ،ګټور او مسلکي کتابونه له بازاره  پیرلي دي. علوم اکاډمې چې په هېواد کې د علمي تحقیقاتو  بااعتباره سرچینه ده، زموږ د تحقیقاتي کمېټې د پرلپسې غوښتنو په پایله کې یې له موږسره د آریانادائرت المعارف په شمول د یو سلو شلو  ۱۲۰بېلابېلو ټوکو کتابونومرسته کړې چې په علمې تحقیقاتو کې یې کټوربولو.  له دغو کتابونو  څخه ددرسی موادو په چمتو کولو کی استفاده کوو او محصلین هم د ټاکل شوي پروسیجر له مخې ترې استفاده کولای شي.
  • زموږ  د پوهنځي د تعمیر د جوړیدو چارې به په نېژدې راتلونکې کې پیل شي . ددې تعمیر په جوړیدو سره به موږ وتوانیږوچې:
  • خپلې تدریسي چارې دنوي  ټکنالوژۍ په کارولوسره  پرمخ بوځو .
  • راډیوی سټدیوبه  ولرو چې څوساعته خپرونې به یې په FM څپوکې     اوریدل کیږې  او تلویزون به یواځې د دسټدیو په بڼه دعملي کار له پاره وي .
  • دم ګړۍ  یو شمیر درسی کتابونه چې په نصاب کې شامل دي  چاپ  شوي او په راتلونکو پنځه کلونو کی د هر مضمون لپاره له  نصاب او مفرداتو سره سم  د رسي کتابونه چمتو کوو .
  • دم ګړۍ مو دیو وړوکي کتابتون بنسټ  ایښي او راتلونکو پنځو کلونو کې به  بشپړ پراختیا ورکوو .
  • دمګړۍ دامریکا له اریزونا پوهنتون سره پارتنر شیپ  یا توا میت لرو ، په راتلونکو پنځو کلونو کې غواړو یو بل پارتنر شیپ هم ولرو ، چې دجرمنی هیواد له یو پوهنتون سره مو خبرې اترې روانې دی
  • دیو شمیر نورو ادارو سره هم لکه ای ډبلیو پي ، ار او نورو سره  اړیکی لرو .
  • دزده کونکود عملي چاروپه برخه کې  دننګرهار له ملی راډیو تلویزون او یو شمیر نورو سیمه ییزو راډیو ګانو سره لکه صفا ، انعکاس سره  داتنرشیپ پروګرام لرو چې زده کوونکو دعملی زده کړو له پاره ورځي دا چاره روانه ده او په راتلونکي به پراختیا ورکوو .

 

غوښتنې او پیشنهادونه :

  • دژورنالیزم پوهنځي تدریسي بهیرلپاره د تدریسي خونو موجودیت .
  • د کدري او مسلکې استادانو دجذب او اداري کړنو لپاره د پوهنځي د تشکیل زیاتوالی .
  • د پوهنځي د استادانو دښه مسلکې والې او علمي سطحې د لوړوالې لپاره د د پوهنځي اړیکې د نړئ د پوهنتونوسره .
  • دپوهنځي د اداري او تدریسي موادو او اجناسو تهیه په خپل وخت سره 
  • دربعې د  درسي موادواو قرطاسی توزیع په خپل وخت سره .
  • دپوهنځي د محصلینو دشمیرسره دچوکیو تهیه او تدارک .
  • د څانګو (مطبوعات او راډیو تلویزون) اداری او تدریسي وسایلو تهیه اوتدارک.

 

 لنډه تاريخچه:

د ننګرهار پوهنتون ژورنالېزم پوهنځى په  ۱۳٩٠هجري لمريز کال کې په رسمي ډول تاسيس شوى دى. دم ګړ‌ۍ دغه پوهنځى څلور (لومړى، دوهم‍ ، دريم او څلورم )  ټولګي لري، چې ( ٥٧٧) تنه زده کوونکي په کې په زده کړو بوخت دي .

د درسي نصاب او کريکولم له مخې د ژورنالېزم پوهنځى دوه کاله عمومي لوستل کېږي، خو وروسته بيا پر دوو څانګو ويشل کېږي.

  •        راډيو تلويزون څانګه
  •        مطبوعاتو څانګه

په پام کې ده چې په نږدې راتلونکې کې د دغه پوهنځي پورته دواړه څانګې سره يوځاى او په څنګ کې يې د عامه اړيکو په نوم يوه نوې څانګه فعاله شي. په دې اساس به د ژورنالېزم او عامه اړيکو پوهنځى په لاندې دوه څانګو وويشل شي.

  •        ژورنالېزم څانګه
  •        د عامه اړيکو څانګه

د ژورنالېزم پوهنځي هر محصل مستحق دى چې د اتو سمسترونو له  آزموينو د بريالي راوتلو په نتيجه کې او د مونوګراف له ليکلو او دفاع وروسته له پوهنتون څخه د لېسانس په کچه د فراغت سند او تر څنګ يې د اتو سمسترونو د نمراتو ترانسکرپت تر لاسه کړي.

د دغه سند او ټرانسکرپټ له مخې هر محصل کولاى شي په هېواد کې دننه او يا بهر خپلو لوړو زدکړو ته ادامه ورکړي.

 

·