دانګليسي ژبې اوادب څانګې لنډه تاريخچه

لنډه تاريخچه:

لکه څرنګه چې روښانه ده انګليسي ژبه د نړيوالو ژبو په ليکه کي يوه پر مختللې او غني ژبه شميرل کيږي او د معاصرې ټولنې ډيری ستونزې د نوموړې ژبې پر زده کولو تر ډيره بريده حل کيداى شي، د ننګرهار ولايت فرهنګ پالو او ادب مينوالو استادانو دا لازمه وګڼله، چې هېوادوال يې پر معاصرو زده کړو سمبال شي، په دې موخه يې په ننګرهار پوهنتون کې د انګليسي ژبې او ادب څانګه په ١٣٧١ کال تاسيس کړه.

نوموړې څانګه دننګرهارپوهنتون، ژبواوادبياتوپوهنځي په چوکاټ کې په ١٣٧١ ل کال تاسيس شوه، خو له بده مرغه، دهېواد امنيتي حالات اوګڼ شميرنوروستونزوله امله، چې دزده کړيالانودبې علاقمندۍ او په دغه څانګه کې دنه شامليدولامل وګرځيداوڅانګه له سقوط سره مخ شوه. دننګرهارپوهنتون دفعالواستادانوپه هڅه اوزيار په ١٣٨٢ ل کال کې بياپه فعاليت پيل وکړ، چې په همدغه کال ٤٢ زده کړيالان پکې شامل شول، چې په ١٣٨٦ کال کې یې خپله لومړۍ دوره ٣٢ تنه علمي کدرونه دلېسانس درجې سره دخپلې ټولنې خدمت لپاره وړاندې کړل. چې له نيکمرغه په همدغه کال دهغو له جملې څخه پنځه تنه بيرته په علمي کدري بستونوکې په نوموړې څانګه کې داستادۍ په مقدسه دنده وګمارل.

ددغې څانګې تدريسي چارې دلوړوزده کړووزارت دتدريسي نصاب سره سم دلکچرنوټوله لارې پرمخ وړل کيدې چې څلوردورې يې په دغه سيستم فارغين ورکړل. دننګرهارپوهنتون اودامريکامتحدايالاتو د ساندايګوايالتي پوهنتون  (San Diego State University) سره چې دلوړوزده کړووزارت دلوړوزده کړولاپياوړتيا پروګرام(SHEP) اونړيوال بانګ په مالي مرسته ديورسمي قراردادپه واسطه ددغې څانګې تدريسي نصاب (کاريکولم) جوړشو. چې نوموړی کاريکولم په ننګرهارپوهنتون کې دانګليسي ژبې دلېسانس لپاره دځانګړي هدف، ليدلوري، کاري پلان، مرامونه، لاسته راوړنې، ارزيابي اوارزونې سيستمونه لري. نوموړی کاريکولم د ١٣٨٥ل کال ليندې دمياشتې دلومړۍ نيټې (December 1, 2006)څخه تر ١٣٨٩ ل دغبرګولي مياشتې نهمې نيټې (April 30, 2010) په دوران کې تکميل شو. چې په نړيوال معيارسره برابردی. سربيره په معياري کاريکولم دغه څانګه يوکتابتون او يوکمپيوټرخونه لري، چې زده کړيالان ترينه په درسي بهيرکې استفاده کوي.

ددې قراردادپه ترڅ کې ددغې څانګې څلورتنه استادان دوه ځلې دامريکامتحدايالاتوته داوړي رخصتيوکې دکاريکولم ډيزاين ټرينګ  لپاره تللي دي. همدارنګه په ٢٠١١م کال ددغې څانګې ١٠ تنه زده کړيالان چې شپږيې نارينه او څلورښځينه ، په ٢٠١٢ م کال کې شپږتنه زده کړيالان چې پنځه تنه يې نارينه اويوتن يې ښځينه او په ۲۰۱۳ م کال کې دوه نارینه او دوه ښځینه زده کړیالان دامريکا سفارت او ايشافونډيشن په مالي مرسته دهند هيوادته د AUSEP(Afghan University Students Exchange Program) له لارې يومياشتې لپاره دتدريس زده کړې اونوي ميتودنو دزده کړې لپاره چې دانګليسي ژبې په زده کړه کې مهم بريـښي تللي وو. نوموړې څانګه دخپلوشپاړلسوټولګيوعلاوه دپوهنتون په ټولوپوهنځيوکې دانګليسي ژبې تدريس چارې ډيرپه منظم ډول پرمخ وړي، چې څوځلې دپوهنځيواو پوهنتون دادارې لخواورته ستاينليکونه ورکړل شوي دي. ددغې څانګې هرزده کړيال دخپلې لېسانس دورې په پای کې يومونوګراف ليکي، چې همدغه مونوګراف بيادژوري هيت په حضورکې ارايه کوي.دیادونی وړده چې د۱۳۹۰ کال راهیسی دغه څانګه دڅلوارلسمو ټولګیو فارغانو څخه دیوي ځانګړی ازموینی له مخی په دغه څانګه کې هر کال ځینی محصلین جذبوی. او په پام کې ده چې دغه څانګه په ۱۳۹۳ ل کال کې شپی پوهنځي هم پیل کړي.

دغه څانګه وياړي، چې تراوسه يې زيات شميرکدرونه ټولنې ته په دولتي اوغيردولتي سکتورکې دخدمت په موخه وړاندې کړي، څوک چې په دوامداره توګه په هيوادکې دتل پاتې سولې، پوهې، بيارغونې اوپرمختګ په راوستلوکې بوخت اودخدمت کوي اوترڅنګ یې ددې څانګې څخه فراغت خپل وياړګڼي.چې دافغانستان په بيلابيلوپوهنتونوکې ددغې څانګې فارغين په علمي کدري بستونوکې داستادۍ سپيڅلې دنده ترسره کوي. اوهمدارنګه ددغې څانګې فارغين دلوړوزده کړوپه خصوصي موسسواوډيری ملي اونړيوالوموسسوکې په ښه پوستونوکې کارکوي.

د ننګرهار پوهنتون د ژبو او ادبیاتو پوهنځي انګلیسي څانګې یواځینئ موخه د پوهنتون د لید لوري او موخې حمایه کول دي چې په شفافو الفاظو په لاندې ډول ذکر شوي.

ليدلوری

انګلیسي ژبې اوادب څانګه دښې لارښوونې (Leadership) اوملاتړپه لرلو سره دانګليسي ژبې ويونکوته دلاپرمختګ موقع برابروي ترڅودوی انګليسي دمسلکي ظرفيتونودپرمختګ لپاره په خپلومسلکونوکې استعمال کړي. اونوموړې هڅه په ټوله کې دسميه ايزواونړيوالوټولنو دپرمختګ هدف له ځانه سره لري. دننګرهارپوهنتون په ټول افغانستان کې دانګليسي ژبې دپرمختګ ترعنوان لاندې ديوې ښې لارښوونې په لټه کې دی.

ددريوڅخه تر پنځوکلونوپورې دننګرهارپوهنتون دانګليسي ژبې په برخه کې دلېسانس امکانات چې د TEFL(دانګليسي ژبې تدريس ديوبهرنۍ ژبې په حيث) ترعنوان لاندې برابرکړي. دنوموړي پروګرام کورسونه په عصري اوپرمختلوټولګيو، دتدريس په ښه وسايلو سمبال، اودپرمختللې تکنالوژۍ په لرلوسره خدمات وړاندې کوي . دننګرهارپوهنتون د پنځو څخه تر اووه کلونوپورې هڅه کوي ترڅو په نوموړي مسلک کې نورمسلکي خدمات هم وړاندې کړي، نوموړي خدمات عبارت دماستري او دوکتورا څخه دي.

هدف

ددې څانګې هدف زده کړيالان دې ته چمتوکول دي  څوانګليسي ژبه په مسلکي طور دافهام اوتفهيم ، په ملي ، نړيوال، دولتي اوغيردولتي اداراتواوټولنوکې دکارکولوپه منظورزده کړي. اوهمدارنګه دوی بايددې ته هم اماده شي ترڅوانګليسي ژبه دنړيوالومعلوماتوته لاس رسی، په ژبې داړونده مسايلوپوهيدل، دخپلې علمي سوې دپرمختګ اوهمداراز نوموړې څانګه هڅه کوي ترڅو خپل زده کړيالان د انګليسي ژبه دخپل ژوند، ټولنې، اوهيواد دکيفي پرمختګ په موښه زده کړي.

نوموړې څانګې تراوسه پورې اته دورې فارغين ورکړي دي چې په لاندې ډول ذکرشوي.

ګڼه

کال

نارینه

ښځینه

ټول

۱

۱۳۸۶

۳۲

 

۳۲

۲

۱۳۸۷

۸۹

 

۸۹

۳

۱۳۸۸

۸۲

۲

۸۴

۴

۱۳۸۹

۶۳

۱

۶۴

۵

۱۳۹۰

۶۷

۵

۷۲

۶

۱۳۹۱

۹۹

۴

۱۰۳

۷

۱۳۹۲

۱۱۰

۶

۱۱۶

۸

۱۳۹۳

۱۵۰

۱۱

۱۶۱

ټول

۶۹۲

۲۹

۷۲۱

 

چې اوس مهال په څلوروټولګیوکې (۴۲۲) تنه زده کړيالان په شپاړلسوډلوکې په درس بوخت دي.

ګڼه

ټولګی

نارینه

ښځینه

ټول

۱

څلورم

۱۰۷

۱۳

۱۲۰

۲

دریم

۱۱۴

۷

۱۲۱

۳

دویم

۸۶

 

۸۶

۴

اول

۹۰

۵

۹۵

ټول

۳۹۷

۲۵

۴۲۲

 

په دغه ځانګه کې د (۱۸) تنه باتجربه استادانولخوا تدريسي چارې پر مخ بيول کیږي.ډیری استادان یی د لنډمهاله او اوږمهاله زده کړولپاره مختلفو هیوادونو لکه امریکا متحدایالات، هندوستان، مالیزیا، ترکیه، عرب متحدامارات، ایران او پاکستان ته سفرونه کړیدیږ همدا ډول ددغی څانګې یو تن استاد (۱۰-۲۰۰۹) او دوتنه استادان د ۲۰۱۳-۱۴ تعلیمی کال لپاره د فولبرایت (Fulbright FLTA) پروګرام له لاری دامریکا متحده ایالاتو پوهنتونونو کې داستادانو په صفت تدریس کړیدی. ديادونې وړده چې اوس مهال دوتنه استادان دکابل تعلیم او تربیی پوهنتون  کې خپلې ماسترۍ زده کړې ترسره کوي.

رسمي استادان:

ګڼه

نوم اوستايه نوم

علمي رتبه

تحصيل درجه

بريښناليک

١

توريالی مانخيل

پوهنیار

لېسانس

Turial_300@yahoo.com

٢

ميرويس شينواري

پوهنيار

ماستر

Shinwari.mirwas@gmail.com

٣

عزت الله ساغر

پوهنیار

ماستر

E.saghar@gmail.com

٤

لطيف الله غفوري

پوهنیار

ماستر

Latif_ghafoori2003@yahoo.com

٥

ضياالرحمن ضيا

پوهيالي

ماستر

Zia.rhmn1@gmail.com

٦

شمس الرحمن عادل

پوهيالي

ماستر

Shams_s5000@yahoo.com

٧

احمدتسل حضرتي

پوهيالي

ماستر

Tasalhazraty@yahoo.com

٨

بريالي رسولي

پوهنيار

لېسانس

Nangialy2002@yahoo.com

٩

احمد ګل مومند

پوهیالی

لیسانس

Gulahmad968@gmail.com

١٠

محمداصف امين

پوهيالي

لېسانس

Asif.amin006@yahoo.com

١١

زمرک ويسا

پوهيالي

لېسانس

zamarkwisa@gmail.com

١٢

فريد ساحل

پوهيالي

لېسانس

Faridsahilnu@yahoo.com

۱۳

عبيدالله ذاهد

پوهيالي

لېسانس

Obaidullahzahidi@yahoo.com

۱۴

فهیم رحیمي

پوهیالی

لیسانس

Fahimjan.rahimi@gmail.com

F.rahimi@nu.edu.af

۱۵

امید ولي

پوهیالی

لیسانس

Omidwali.shirzad@gmail.com

۱۶

زاهدالله عابد

پوهیالی

ماستر

Zahidwaleedabid10@yahoo.com

۱۷

محمدنعیم ساد

پوهیالی

لیسانس

mnaeemsaad@yahoo.com

۱۸

محمدبختیاراتل

پوهیالی

لیسانس

Bakhtiar.atal@yahoo.com

 

دانګليسي څانګي درسي مکلفيتونه

پوهنځي

انګليسي څانګه

پښتو څانګه

عربي څانګه

هندي څانګه

دري څانګه

جرمنی څانګه

ټول

کتنى

ادبيات

ټولګي

١

٢

٣

٤

١

٢

١

٢

١

٢

٣

٤

١

٢

١

٢

٣

٤

 

انګليسي څانګه (١٦) ګروپونه لري

ساعتونه

٣٢

٣٢

٤٠

٤٤

٤

٤

٢

٢

٢

٢

٢

٢

٢

٢

٢

٢

٢

٢

۱۸۲

 

انجينري

 

١٢

١٢

١٢

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

٣٦

کريدت

کرني

 

٤

٤

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

٨

 

شرعيات

 

٣

٣

٣

٣

 

 

 

 

 

 

 

 

 

١٢

 

ساينس

 

٢

٨

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

١٠

کريدت/ په څانګوويشل کيږي

اقتصاد

 

٤

٨

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

١٢

 

حقوق

 

٢

٢

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

٤

 

وترنري

 

٢

٢

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

٤

 

ښووني اوروزني

 

١٤

١٤

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

٢٨

 

کمپيوټرساينس

 

٢

٢

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

٤

 

طب

 

١٢

١٢

١٢

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

٣٦

 

ژوناليزم

 

۲

۲

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

۴

 

عامه اداره

 

۲

۲

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

۴

 

ټول

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

۳۴۴

 

                                             
 

       يادونه : پورته هريوساعت ډبل ساعتونه دي يعني هرساعت (٨٠) دقيقي دي بيدون د هغه پوهنځيوچې کريديت سيستم لري.