عمومی معلومات او ستراتیژیک پلان

 

پیل خبری:

دژبو او ادبیاتوپوهنځی دیوی فکري او نظریاتي موسسې په توګه له رغاونې دا هیلې دهیواد په فرهنګې او علمي پرمختیا سره ونډه لرلې ده. دنسبی امنیت په ړومبيو شېبوکې یې وکولی شول، د سید شمس الدین مجروح دلمانځې سیمنار دایر کړی، چې پر داخلی پوهانو سربیره پکې دلری پښتونخوا علماو هم برخه اخیستی وه. باید یادونه وکړو، چې ارواساد مجروح دهیواد لوی عالم، شاعر، ادیب او قانون پوه وً. پردی سربیره دژبو او ادبیاتو پوهنځی یوه فرهنګې ټولنه لری، چې د استادانو له خوا یې لارښوونه کیږي. دغه ټولنه دپوهنتون په چوکاټ کې ادبي غونډې جوړوی، چې پکې مشاعرې او دکره کتنې غونډې د ډیرارزښت وړ دي.

دژبو او ادبیاتو پوهنځي یوه بله ستره لاسته راوړنه دپښتو څانګې لپاره دماستری پېلېدل دی، چې یو سمستریې بشپړشوی، او نوی دوام لري. همدارنګه دعربی لپاره هم په پام کې ده ، چې په راتلونکې کې ماستري پیل کړي، چې امکانات یې سنجول شویدي.

ددی پوهنځی هندي څانګې څو ځلی دخپل یو یو ټولګې محصلین په نوبت سره دهندپوهنتونونو ته استوی، او هلته ورته په پوهنتون کې دهندي ژبې او ادب درس ورکول کیږی. یوه هندی متخصص هم څوکاله پدې څانګه کې مدرس وً. دري څانګه او انګلیسی هم ورته لاسته راوړنې لري. سږکال په پام کې ده، چې جرمنی ژبه هم تدریس پیل وکړی.

په پای کې د ځان ارزوني کومیټه هم زمونږ دمننی وړ ده، چې له هر یوه پوهنځي څخه دخپلو کمی او کیفی پرمختګونوراپور غواړي، او په دی ټوګه یوه خاموشه سیالي رامنځته کوی. دژبو او ادبیاتو پوهنځي خپل وړاندیزونه، علمی فعالیتونه او همدارنګه خپلې ستونزې مسولو مقاماتو ته وړاندې کوی، او هیله لري، چې دپوهنځي د اکاډمیکو معیارونو دلا اوچتولو له پاره په راتلونکی کې نوره م زیار وګالو. انشا الله

ننګرهارپوهنتو، جلال اباد

تاسیس کال:۱۳۶۳ل کال       

بریښنا لیک: Literature@nu.edu.afwww.nu.edu.af

دژبو او ادبیاتو پوهنځی پیژندنه:

دغه پوهنځی دننګرهار پوهنتون په علمي او اداري تشکیل کې دپرمختیایی پلان له مخی په ۱۳۶۳ ل کال په رسمي ډول تاسیس شوی دی. چې لومړنى رئيس يې پوهاندفيض محمد( فياض) بیاپه ترتیب سره محمد شاپور، پوهنوال مسعود نیکبخت، پوهنمل سیدغفور غفوری، پوهندوی فضل ولی ناګار او اوسنی رئیس  پوهندوى یې معروف شاه (شينوارى ) دی. هغه مهال یې یواځې یوه څانګه (پښتو ژبه او ادب) درلوده،او داستادانو شمیریې(۶) تنه وو. پوهنځی په همدې نامه (دپښتو ژبې او ادب پوهنځی) نومول کیده. ورپسې روسي څانګه هم پکې د لږ وخت لپاره ورزیاته شوه. وروسته دوخت د غوښتنو او اړتیاوو سره سم پکې نورې څانګې لکه: انګليسي څانګه( دروسي څانګې پرځای) په ۱۳۷۱ ل کال کې منځته راغله.په ۱۳۷۲ ل کال د عربي ژبې او ادب څانګه پکې نوې ایجاد شوه. باید یادونه وکړو چې د پښتو څانګې په اډانه کې د شپې پوهنځی هم تاسیس شوی وو،چې کال دوه یې فعالیت درلوده خو په ۱۳۸۳ ل کې د ښوونې او روزنې اداري تشکیل ته ورانتقال شو. له ۱۳۷۱ ل را په دیخوا د پوهنځي په تیره بیا د پښتو څانګې په درسي نصاب کې ادلون بدلون راغی د ساري په ډول د روسي ژبې، علمي ټولنپوهنې او سیاسي اقتصاد مضمونونو په بدل کې انګلیسي ژبه او اسلامي ثقافت مضمونونو تدریس پیل شو. دغه راز دري څانګه په ۱۳۸۲ ل کال ،هندي څانګه په ۱۳۸۵ ل کال، جرمنی څانګه په ۱۳۹۳ ل کال او په پښتو څانګه د ماستری پروګرام په ۱۳۹۳ ل کال تاسیس شو.

کله چې د پښتو څانګې سربیره نورې څانګې ایجاد شوې نو د پوهنځی نوم د ژبو او ادبیاتو پوهنځي په نوم بدل شو. دې پوهنځي د خپل فعالیت په بهیر کېد لومړۍ ورځې څخه را پدې خوا (۱۹۷۶)  مسلکی کدرونه د ټولنی د خدمت په خاطر روزلی دي چې د هرې څانګې د فارغانو شمیر او د موجودو استادانو کیفي او کمي معلومات  په جلا جلا ډول وړاندې شوی. دیادونې وړ ده چې په ۱۳۸۲ کال کې د(کلیة الغتة العربیه) لخوا (۹۹) تنه فارغین ددغه پوهنځی عربی څانګې کې اسنادو سره يوځای شو.

اوس مهال په ۱۳۹۳ ل کال کې د دې پوهنځي د محصلانو مجموعي شمیر(۱۴۰۰) تنه دی چې )۱۳۰۰( تنه یې نارینه او )۱۰۰ (تنه یې نجونې دي.د محصلینو د علمی سويی د لوړولو په خاطر کتابتون، د کمپیوټر لیب او د انټرنټ سهولت موجود دی البته دغه سهولت محدود دی او دټول محصلینو لپاره کفایت نه کوی. دتشکیل له مخې دغه شمیر محصلانو ته په علمي کادر کې شامل ۴۹ تنه استادان په تدریس بوخت دي. ددې پوهنځى استادانو دهېواد دننه او بهر علمي سفرونه کړي دي

دژبواوادبياتوپوهنځى په اوسني وخت کې شپږ فعال دیپارتمنتونه لري:

  • دپښتو ژبی او ادب څانګه
  • دعربی ژبی او ادب څانګه
  • د دری ژبی او ادب څانګه
  • دانګلیسی ژبی او ادب څانګه
  • دهندی ژبی او ادب څانګه
  • د جرمنی ژبی او ادب څانګه

همدارنګه دغه پوهنځی شپږ فعالی کمیټي لری چې عبارت دی له (دنظم او دسپلین کمیټه، کلتوری کمیټه، ځان ارزونی کمیټه، ازموینو کمیټه ، تعلیمی نصاب کمیټه او دڅیړنی کمیټه). د ژبو او ادبیاتو پوهنځی پلان لری چې په ۱۳۹۳ل کال کې  په دریو(پښتو، انګلیسی او عربی)څانګو کې دشپی پوهنځی پروګرامونه پیل کړی.

دپوهنځی لیدلوری او اهداف:

افغانستان یو وروسته پاتی هیواد دی، دهیواد مادي او معنوي ترقي او پرمختګ دځوانو کدرونو په روزنې پورې اړه لري. افغانستان داسې یو هیواد دی چې ددې هیواد دخلکو دټولنیزې پوهاوي کچه باید لوړه شي، خلک باید دژوند په هره برخه کې په خپلو پښو ودریږي، ټولنیزو او امنیتي ستونزو اصلی لامل فقر، وزکارتیا او دعامه خدماتو نشتوالی او تر یو حده ټولنیزه بي عدالتي او دعامه پوهې ټیټه کچه ده. نو ځکه زمونږد پوهنځي لیدوری او موخی په لاندی ډول دي.

ليدلورى:

  • په داخلي او بهرنیو  ژبو(پښتو، دري، عربي، انګلیسي او هندي) کې دلیسانس په کچه  دمسلکي کدرونو روزل. تر څو هیوادني اړتیاوې د صنعت او ټیکنالوژۍ سره هم غږی کړی اوسي.
  • دافغانانودکولتور،فرهنګ او ژبو غنا،او دغه راز دنوروبهرنیو ژبو سره دداخلي ژبو اړیکې ټینګول او دبهرنیو ژبو او علومو څخه پخپل هیواد او فرهنګ کې داستفادې زمینې برابرول.

موخې او اهداف :

  • په ژبو او ادبیاتو کې دمسلکي ظرفیتونو روزنه او ټولنې ته استخدام .
  • په مسلکي او علمی موضوعاتو کې دملي کولتور خوندي ساتل او بډاینه .
  • دسیمینارونو او کنفرانسونو دایرول او دانسانی سرچینو د ظرفیت لوړول.
  • هره څانګه کې دماسترۍ تحصیل دزمینې برابرول .
  • دپوهنځي په سطحه دیوی ادبي ، مسلکي او تاریخې نوې مجلې تاسیس.

  دادبياتو په پوهنځي کېدليسانس ددرجې  پورې زده کړیموخی

  1. ملی ګټو ته پرخپلوشخصي ګټوباندې ترجيع ورکول متعهد، وطن دوست اوخلکوته دخدمت جوګه وګرځي.
  2. ديوه ملي مسلکي شخص په توګه وظيفه پيژندونکی اوصادق اوسي اوددولتي کارونوپه بهبودکې خپله دنده وپيژني.
  3. دهمکارۍ اوهمغږۍ روحيې په ارزښت پوه اوپه کاري ساحوکې دلازموتدابيرودتخنيکی وړتياووسره دښه خدمت مصدروګرځي.
  4. په عمل کې دخپلې پوهې اوخلاق فکراو  سالمې استفادی  تفکرپه اساس ټولنه د ترقۍ په لوروهڅوي
  5. دادبياتودعلم اوپه نورو ټولنيزو چارو کې په کلي مفاهيمواوعمومي طريقوسره دنني عصرپه ټولومسايلوباندې پوه وي.
  6. دادبياتودعلم دتاريخي ودېدپړاوونوپه نظرکې نيولوسره دمختلفواداروترمنځ دعمومی رويشونودتشريح کولواستعدادولري.
  7. دوضيعت په تحليل سره ستونزې مشحصې کاندې اودحل لارې ورته وسنجوي اودهغې مطابق عمل وکړي.
  8. دندوته دلومړيتوب په ورکولومنابع تدارک اوهم غږی کړي.
  9. په شفاهی اوکتبی ډول مسلکي پوه، واړنديزونه اوپاليسۍ ، دتحقيق نتايج اونظريات دمختلفو برخواړوندخلکوته توضيح اوتشريح شي.
  10. دځان نه دشهکارونوپه ښودلوسره په ادبي  او ټولنيزه  برخه کې نوروته دتشويق اوترغيب مصدروګرځي.
  11. دنوې تکنالوژۍاوعلوموسره په توافق اوهم عږۍ نوي ابتکارات اونوښتګرشی.
  12. دودې اوانکشاف له پاره دخطراتومنونکی اودهغی دحل له پاره بنسټګرواوسي.
  13. دسيمې ، منطقې اوهېواددوګړوعنعناتو، فرهنګ اوديني مقدساتوته احترام او درناوى ولري او په عام ډول دخپل هېواد اسلامي ، ملي  او افغاني او انساني ارزښتونو ته درناوي ولري او هغه وپالي او راتلونکو نسلونو ته دپه رسولو کې فعاله ونډه ولري ..
  14. په ټولوفرهنګي اوکلتوري سکتورونوکې دادبياتودعلم اوکلياتوپه کاروړلوسره ادبي عملونه رامنځته کړي.
  15. فرهنګي سکتورونه دنوې تکنالوژۍ په رامنځته کولوسره مخکښ شي.

د ژبو او ادبیاتو پوهنځی کی د محصلینو جذب:

دافغانستان د لوړو زده کړو وزات دقانون له مخی، لوړو زده کړو موسسو ته د کانکور ازموینی له لاری معرفی کیږی. د همدی اصل پربنسټ، دژبو او ادبیاتو پوهنځی دتاسیس څخه تراوسه پوری هرکال د عمومی کانکور له لاری ۵۰۰-۶۰۰ تنو محصلینو پوری معرفی کیږی. د ۱۳۹۲ کال راهیسی د دارالمعلیمنو څخه هغه فارغین چې فیصدی تر ۸۰ سلنه وی د یو اختصاصی کانکور له لاری د ژبواو ادبیاتو پوهنځی څلورو څانګو پښتو، انګلیسی، عربی او دری څانګو ته جذبو. د پوهنځی امکاناتو ته په کتنه اوس مهال همدغه شمیر محصلانو جذب کافی دی. داچې د افغانستان ددولسمو ټولګیو فارغانو کچه زیاته ده، نو ممکن چې په راتلوونکی پنځه کلونو کې دپوهنځی لپاره د جذب ظرفیت ته پراختیاورکړو، ددغه پراختیا لپاره اړینه ده چې په پوهنځی کې نوری څانګی تاسیس کړو، او ترټولو مهمه چې د پوهنخی لپاره دفزیکی زیربنا ته کافی اندازه پراختیا ورکړو او یو عصری تعمیر چې کافی اندازه تدریسی او اداری خونی ولری جوړ کړو.

دپوهنځي اوسنی تشکیل:

  • رئیس                      یوتن
  • مرستیال                   یوتن
  • استادان                    ۴۹ تنه
  • تدریسي مدیر             یوتن
  • اجرایه مامور             یوتن
  • تحویلدار                   یوتن
  • ملازم                      یو تن

دژبو او ادبياتو پوهنځي داستادانو تشکيل:

  •  دپښتو څانګې داستادانو تعداد  (  ۱۲ ) تنه
  • دعربي څانګې داستادانو تعداد  (۷  )تنه
  • انګليسي څانګې داستادانو تعداد (۱۷ ) تنه
  • ددري څانګې داستادانو تعداد    (۷   ) تنه
  • دهندي خانګې داستادانو تعداد   ( ۶  ) تنه‎

پوهنځي داستادانو تحصیلي څرنګوالي (کچه)

دغه پوهنځی ټول ۴۹ تنه په علمي کادر کې شامل استادان لري.

دتحصیل له مخې :

  • ډاکټر : دوه تنه
  • ماسټر :۱۴ تنه
  • لیسانس : ۳۳ تنه

دعلمي رتبو له مخې :

  • پوهاند    :
  • پوهنوال : ۲ تنه
  • پوهندوی : ۵ تنه
  • پوهنمل : ۴ تنه
  • پوهنیار : ۱۳ تنه
  • پوهیالی  : ۲۵ تنه

دژبواو ادبیاتوپوهنځياستادان:

د ژبو او ادبیاتو پوهنخی استادان دخپل پوهنیز ظرفیت او دتجاربو دتبادلی په لړ کې دهیواد په داخل او دهیواد بهر مختلفو هیوادانو لکه امریکا متحد ایالات، ایران، پاکستان ، مالیزیا، هندوستان، روسیه، بنګلدیش ته علمی سفرونه کړی

د فارغ شویو محصلینو لیست:

د موجودو محصلینو لیست:

دادبياتو پوهنځي امکانات او وسايل:

دادبياتو پوهنځي باتجربه اوخواريکښواستادانوپه لرلوسره دځوانانودروزنې په برخه کې کارکو. په ټولو درسی خونو کې استادان د سپینی تختی، مارکر څخه استفاده کوی. دسانډیاګو پوهنتون سره توامیت په نتیجه کې انګلیسی څانګه د غوره، نوی او علمی درسی کتابونه په واک کې راکړل شوی. او په اینده کې په پلان کې ده چې د لوړو زده کړو محترم وزارت دامکاناتو سره سم وکړای شو په درسی خونو کې د LCD، پرجکترونو په استعمال دتدریس چاری پرمخ یوسو. همدارنګه د هندی او انګلیسی څانګو لپاره یو تعمیر دهند هیواد په مالی مرسته اعمار شوی، خو دټول پوهنځی لپاره کفایت نه کوی. مجهزدفترونه ، په عالي سنتډرصنفونه چې دپراجکتور، وايټ بورډ اوغوره چوکيواوميزونوپه لرلوسره يې ددی لپاره چې  دمحصلانوله دښې زده کړې له پاره امکانات برابرکړي وي مونږيوه مجهزه کتابتوناودفتری وسايل لکه: ميزونه ، المارۍ ، فرنيچراوکمپيوټرونه په واک کې نه لرو. دهمدغوټولوامکاناتواووسايلوپه نه لرلوسره سره زمونږاستادان له نوروپوهنځيوسره هم دتدريس په برخه کې مرسته کوي. مثلاً دژبواوادبياتو پوهنځيانګلیسي څانګې استادان دننګرهارپوهنتون په ټولوپوهنځيوکې دانګليسي ژبې تدريس ته حاضرشوي دي.

په پام کې لرو چې دپوهنخی د فزیکی زیربنا او تدریسی پیاوړتیا په خاطر په راتلونکو پنځه کلونو کې:

  • دیو مستقل تعمیر جوړول ( چې د ۶۴ ټولګیو او ۶۰ اداری خونی ولری)
  • په راتلونکی پنځه کلونو لپاره دهرمضمون لپاره د نصاب او مفرداتو مطابق درسی کتابونو چمتو کول.
  • دځانګړی کتابتون تاسیس او په بیلا بیلو ژبو باندی دچاپ شویو کتابو پواسطه بډایه کول.
  • له یو یا دوه بهرنیو پوهنتونو سره د پوهنځی توامیت.
  • د استادانو او محصلانو لپاره د انټرنشیپ پروګرامونو پیدا کول.
  • هر ټولګی لپاره د پروجکتور سهولت برابرول
  • د یو مجهز کمپیوټرلیپ برابرول.
  • دپوهنځی لپاره د اړونده فرنیچر دفتری میزونو، الماریو، چوکیو او ایرکندیشنونه خریداری.
  • د استادانو لپاره لیپټاپ کمپیوټرونه خریداری کول.

فرصتونه(Opportunities)  :

دادبياتوپه پوهنځي کي ټول تدريسي فعاليتونه لکه لکچر، دفرهنګي  مؤسساتولکه راډيو او تلويزيون او نورو څخه دمحصلانوکتنه، دپرمختګ ددوری دندې پرمخ بيول اودکورنۍ دندې اجراکول پرمخ بيول کېږي. مثلاً زمونږمحصلان دعلمي کارله پاره دمربوطه استادانولخوا د کليو او باڼدو علمي او  مراکزو ته بيول شوي دي.

لاسته راوړنې  اودقوت ټکي( Strengths):

دادبياتوپوهنځي دلوړرتبه اوباتجربه استادانوپه لرلوسره توانيدلی چې:

همدااوس دهرمضمون له پاره دمربوطه کريکولم مطابق لکچرنوټونه برابرشوی دي اکثرو  استادانوخپل درسي موادد دفيصدۍ  په  لحالظ. په پاورپينټ کې عيار کړي دي

دپروګرام له مخی استادانو علمي اثار ليکلي دي او علمي ترفيعات يې کړي دي  ، چې دهغې له جملی څخه  يو څو جلده درسي کتابونه يې چاپ شوي هم دي  _ خوشال پيژندنه _دلرغوني يونان داد بياتو لومړۍ دوره _ دلرغوني يونان ادبي تاريخ،په پوهنځیکې څلورعنوانه نوردريسی کتابونه په خپله استادانوتاليف کړی چې چاپ اودمحصلانوداستفادې وړدي.

د ژبو او ادبیاتو د پوهنځی انګلیسی څانګه

د تیر ستراتیژیک پلان په بنیاد لاس ته راوړنی

۱ – د ننګرهار پوهنتون او SDSU  پوهنتون تر منځ د ۳۶ میاشتنی انګلیسی پروګرام د شپ اداری  د ۲۰۰۰۰۰۰ امریکایی ډالرو په ارزښت امضا شوی

۲ – انګلیسی اصلاح شوی کریکولم په ټولو ټولګیو کی عملی شوی دی.

۳ – د انګلیسی څانګی د استادانو لپاره په SDUS پوهنتون کی  ټریننګونه  برابر شوی.

۵ – د محصلانو لپاره درسی کتابونه د ۱۲۵۸۶۹ امریکایی ډالرو په ارزښت چمتو شوی دی.

۶ – د انګلیسی پروګرام  لپاره د ۷۱۲۰ امریکایی ډالرو په ارزښت سامان الات پیرودل شوی دي.

مونږهمدااوس (۴) تنه  استادان بهرنېوهېوادونوته دلوړوزده کړوله پاره استولی دي.

دهندوستان هیواد له اړخه  د هندی ژبی او انګلیسی څانګو د ودانۍ  د ۱۰۰۰۰۰۰ امریکایی ډالر وپه لګښت جوړه شویده.

خنډونه (Threats) :

دپورتنېولاسته راوړنواوامکاناتوسره سره مونږ يوشيمرخنډونه هم لرومثلاً

داستادانوکمبود البته په يوتعداد څانګو کې .

ديوې مسلکي کتابخانې نه موجوديت

دکتابدارنه موجوديت ( چې په تشکيل کی نه دی راکړل شوى )

دمامورينو ، دملازمينو  کموالی، چې اوسمهال څلورو مامورینو او ۷ تنه ملازمینو ته اړتیا لرو

نيمګرتياوې(Weakness) :

زمونږپوهنځی لااوس هم مستقل تعميرنه لری، بلکی مونږد انجینرۍ اوساینس  پوهنځيوپه   تعميرونو کې له يو يو ټولګي څخه استفاده کوو.

دنړۍ ديومعتبروپوهنتون سره دتواميت  نه لرل

دفيلوشيپ اوسکالرشيپ پروګرامونوډيرزيات کمښت.

اکثره استادان مو دليسانس په سطحه کې دي هيله ده چې په داخل یا بهر هیواد کې ورته دماسترۍ او دوکتورا پروګرامونه جوړ شي.

وړانديزونه اودحل لاری:

دادبياتوپه پوهنځي کې دموجودوستونزودحل به خاطرلاندی وړانديزونه کوو.

_دپوهنځی دعلمي کدردغړوله پاره ديوشميرفيلو شيپونوپه پام کې نيول

_دهغو استادانو ته دفيلوشپ برابرول چې لا تر اوسه دليسانس په درجه کې قرار لري .

_دپوهنځی تشکيل چې دڅانګو تعداد هم ډېر دى او دمحصلينو تعدادهم  ډېر دى او تشکيل کوچنى دى بايد پراخه شي .

_ددغه پوهنځی له پاره ديوه کتابتون جوړول او کتابدار په تشکيل کې مقررول

_دنوومحصلانودجذب ظرفيت بايد له  (٣٠٠ )تنولوړ نه شي

دراتلونکو پنځو کلونو لپاره کاری پلان:

I.په علمي او اکادميک ‌ډګر کې پرمختګ

۱ .  داستادانو د شمير او علمي کچي لوړول:

  • د ۴۹ تنو  څخه   ۶۰ تنو ته  د استادانو د شمير لوړول (د زیاتو معلوماتو لپاره  ۲ ضمیمه وګوری)
  •   ښځينه استادانو سلنه   د ۴٪ څخه تر  ۵٪   پوری  زياتول
  • د محصلينو او استادانو ترمنځ دا انډول له   ۱:۲۵  څخه   ۱:۱۵  ته راښکته کول
  • د موجوده   ۱۰  تنه ماسترانو څخه  ۲۵٪ کدرونه د دوکتورا د پروګرامونو له پاره خارج ته استول (د زیاتو معلوماتو لپاره  ۲ ضمیمه وګوری)
  • دموجوده ۳۵  لسانس درجي لرونکو استادانو څخه  ۳۰٪ د ماسترۍ د پروګرام له پاره ليږل(د زیاتو معلوماتو لپاره  ۲ ضمیمه وګوری).
  • د فیلوشپ، کنفرانسو، سيمينارونو، ورکشاپونو او نورو اړونده ښوونيزو/ څيړنيزو پروګرامونو له پاره استادانو ته د داخل او بهر ته  د برخي اخستني د زمينی برابرول
  • د پوهنتون د لوړې سويې او لايقو استادانو او غړو ساتنه.
  • استادانو ته  د انګريزي او نورو بين المللي باندنيو ژبو په اړه  روزنه ورکول.
  • د  استادانو له پاره د علمی ، څيړنيزو او عملی پروژو دتطبيق داسانتياوو برابرول.

۲ . دپوهنځيو او ديپارتمنتونو تاسيسول  او لوړل

  • د نورو شپږو ( فرانسوی، روسی، اردو، ترکی، هسپانوی، چنایی) څانګو تاسيسول (د زیاتو معلوماتو لپاره  ۳ ضمیمه وګوری)
  • دپوهنځی له پاره د معلوماتي تکنالوژۍ IT  دديپارتمنت ايجادول
  • د بهرنيو تعليمی ادارو په مرسته د ژبو او ادبياتو په دریو څانګو کې د ماسترۍ د ورکړي د پروګرام پيلول

۳ .  د تحقيقاتي (څيړنيزو) مرکزونو ايجادول

  • په مختلفو څانګوکې د تحقيقاتي مرکزونو جوړول
  • د څيړنيزو فعاليتونو او پروژو د ترسره کولو له پاره د بوديجی او امکاناتو برابرول
  • دنړيوالو څيړنيزو مرکزونو سره د اړيکو ټينګول او دڅيړنيزو پروګرامونو د پرمخ بيولو له پاره  دهغوی د مرستو جلبول
  • د څيړنيزو پروګرامونو د ترسره کولو له پاره استادان بهرنيو هيوادونو ته استول.
  • د پوهنتوني څيړنيزو مرکزونو له لوري د خصوصی سکتور دستونزو او اړتياوو د حل له پاره د څيړنيزو پروژو طرحه کول
  • ددولتي او غير دولتي ادارو هڅونه تر څو خپلی څيړنيزی پروژی د پوهنتون د څيړنيز مرکز له لوري د ګډ تفاهم په بنسټ ترسره کړي.
  • د څيړنيزو پروژو د پايلو او لاسته راوړنو خپرول او د اړونده ادارو سره شريکول
  • د  پوهنځی دمختلفو څانګوله پاره د اړونده دژبولابراتوارونو تاسيسول او سمبالول

۴ . د تدريسی پروسي انکشاف او د معقول درسي نصاب ټاکل

  • د نړيوالو نورمونو سره سم  د معياري  درسي  نصاب رامنځته کول
  • د نوي تعليمی نصاب تطبيقولو له پاره داسانتياوو برابرول
  • د درسي پروسی د ښه پر مخ بيولو له پاره دموادو او وسايلو برابرول
  • په هره څانګه کې د کمپيوتر د مضمون تدريس کول
  • د محصلينو فعاليت او سر ته رسول شويو دندو ارزونه کول.
  • د تيوری او عملی تدريس تر منځ د انډول ساتل
  • په تيوريکی او عملی درسی بهير کې محصلينو ته زياته ونډه ورکول
  • د درسي پروسي د ارزيابۍ له پاره د کاري کميټي ټاکل
  • د کریدیت د سیستم ورپیژندنه

۵ .  د محصلينو د جذب او ظرفيتونو لوړول

  • په هر کال کی د محصلینو په جذب  کې د ۲۵٪ سلنه زیاتوالی  (د زیاتو معلوماتو لپاره  ۳ ضمیمه وګوری)
  • داوسني ۳،۷ %  سلني څخه ۲۰%  سلني  ته د ښځينه محصلينو د شمير زياتول  چې د ابه د دولسمو ټولګیو د فارغو ښځینه زده کونکو د تشویقولو لپاره وی تر څو د کانکور په ازمویینه کی ګډون وکړی چې   د پوهنتون په انګړ کی دلیلیی او له پوهنځیو څخه بهر ته  د ترانسپورتی سهولتونو برابرول به  په بر کی ولری
  •  ژبواو ادبياتو په پوهنځي کې د ماسترۍ د پروګرام ايجادول
  • دلسانس او ماسترۍ پر وګرامونو له پاره بهرنيو هيوادونو ته د محصلينو ليږل
  • دعلمی سيمينارونو، کنفرانسونو او ورکشاپونو ترسره کول
  • د نورو پوهنتونو د محصلينو سره  د علمی مناقشو او مسابقو په کار اچول
  • د هيواد په داخل او له هیواده  بهر   د علمی سفرونو برابرول
  • په تيوريکی او عملی درسی بهير کې محصلينو ته زياته ونډه ورکول
  • د انترنشيپ Internship  د پروګرامونو له پاره د اسانتياوو برابرول

۶ .  دمرکزي  کتابتون معياری  کول

  • د کتابتون  له پاره دفنی او مسلکي پرسونل روزل او لرل
  • د پوهنځی په سطحه  کتابتونو نو ته وده ورکول
  • د مرکزي کتابتون له پاره د دیتا بیس Data base  د سيستم جوړول
  • د کتابتونونو له پاره د نويو چاپ شویو کتابونو  تهيه کول
  • خارجی ژبو څخه په ملي ژبو ژباړل شوی کتابونو تهيه کول 
  • د کتابتون په داخل کې د محصلينو له پاره د کتابونو د ځينو موضوعاتو د چاپ کولو له پاره د چاپ اسانتياوی برابرول

II.د فزيکی زيربناوو تاسيسول او رغول

  1. د  پوهنځی او مختلفو  څانګو د اداري او تدريسی  چارو لپاره دټولو اسانتياوو په درلودلو سره  بشپړو او په نويو وسايلو سنمبالو ودانيو جوړونه
  2. د نندارتونونو جوړول او نشرات

دپوهنځی په سطه یوه خپرونه (مجله ) او بیا راډیو پروګرام لرل

III.د اداري سيستم رغول او وده

  1. د اداری  پرسونل  له پاره د بستونو د  شمير زياتوالي ( شپږ مامورین او شپږ ملازمین، یو کمپیوټرکار او یو کتابدار) 
  2. زوړ  اداري سيستم  په عصري سيستم  بدلول
    • اداري سيستم په کمپيوتری او معلوماتي تکنالوژۍ سمبالول
    • د کمپيوټری تکنالوژۍ په اړه د اداري پرسونل روزل
    • د Data base  د سيستم ايجادول

په هره څانګه کې د کمپيوټر او انترنيت د مرکز جوړول