دوترنری پوهنځی تاریخچه

 

ننګرهار پوهنتون           

   وترنري علومو پوهنځي               

                                                                                                                                          

لنډه پېژندنه

وترنري علومو پوهنځى د ننګرهار پوهنتون له پرمختيايي پلان سره سم په (١٣٧٢) لمريز کال کې تاسيس شوى، اوسمهال نوموړى پوهنځى (٣) څانګې لري، چې د (٢٥) تنو استادانو له خوا پکې (٤٧٨) تنو محصلانو ته تدريس کېږي.

وترنري علومو پوهنځى د محصلانو د عملي تدريس لپاره حيواني کلنيک او حيواني تحقيقي فارم هم لري. نوموړي پوهنځي تر دې دمه (٦٨٩) تنه علمي کادرونه فارغ او ټولنې ته د خدمت لپاره وړاندې کړي دي.ننګرهار پوهنتون د وترنري علومو پوهنځی د پوهنتون اکاډيميکه برخه تشکيلوي اوس مهال  پکې پاراکلينيک، پري کلينک او کلينيک ديپارټمنټونه فعال دي او ۱۳۹۳ کال لپاره د حیواني محصولاتو دیپارټمنټ هم منظور شو او د ۱۳۹۴ کال لپاره د غذايي موادو تکنالوژي او حفظ الصحې دیپارټمنټ پیشنهاد شوی او په آینده کې به ان شاءالله د وترنري توسعې دیپارټمنټ د وزارت محترم مقام ته پیشنهاد کړي. ددې تر څنګه وترنري علومو پوهنځی په خپل چوکاټ کې د فعالیتونو د بهبود او پراختیا په موخه یو شمېر کمیټې چې په مسلکي کادرونو سمبال دي؛ لکه: د ځان ارزونې کمېټه، کریکولم کمېټه، څېړنو کمېټه، فرهنګي کمېټه، نظم او ډسپلین کمېټه، امتحاناتو کمېټه او الکترونیکي کمېټه  او همدارنګه وترنري علومو پوهنځي نوی ستراتيژيک پلان د زيربنايي خدماتو، بشري منابعو او د نوو اکاډيميکو پرمختګونو په اساس باندې ولاړ دی. د وترنري علومو پوهنځي د تحقيق ساحه شپږو نقاطو ته ترجيح ورکوي؛ لکه: دحيواني محصولاتو د کمیت، کيفیت او مصونیت لوړول، د ذراعت او مالدارۍ د توليداتو ترمنځ اړیکې، ساري امراض، دمالدارۍ د خوراکي مصونیت او موثریت لوړول، د اهلي حيواناتو د نسل اصلاح کول او د وطني نسلونو د ساتنې مطالعه او د حیواناتو په تغذیه او تداوۍ کې د محیطي طبي او زهري بوټو مطالعه.

جامعه او اساسات

ننګرهار پوهنتون د وترنري علومو پوهنځي د اساساتو په نظر کې نيولو  او په کار کي د عناناتو مراعت او صداقت کول يو ثبوت دی.

  •        د پورته نقاطو د لاسته راوړلو لپاره د ټولو متوقعه کارونو دکيفيت د ساتلو لپاره زيات کوښښ کول.
  •        د باکيفيته کار په وسيله د زده کړې د محيط تقويه کول.
  •        د زده کړې تحقيق او بهرنيو روابطو پروګرامونو د لاسته راوړلو تقويه او ښکاره کول.
  •        په ځانګړي ډول سره د پوهنځي د پرسونل او محصلینو د پرمختګ تقويه کول.
  •        د مشترکو تحقيقاتي پروګرامونو تقو کول او په انساني او حيواني صحت باندې د هغې د ګټو وړاندې کول.
  •        په هغه فعاليتونو کې د برخې اخيستنې تقويه کول کوم چې د مسلکي وترنري او د پوهنځي د پښو ودريدو د پرمختګ باعث ګرځي.

 

د وترنري علومو پوهنځي تر ټولو مهم اهداف (Mission)

ننګرهار پوهنتون د وترنري علومو پوهنځي د مهمو اهدافو څخه د نړيوال پرمختللي حيواني صحت توليد، مرسته، انساني صحت ساتنه د ښې زده کړې،  تحقيق او د بهرنيو روابطو په وسيله منځ ته راوړې دي. دا پوهنځی په راتلونکي کې مسلکي خلکو ته ضرورت لري، چې د خپلو نوښتونو په وسيله ملي او بين المللي معيارونه په مسلکي لحاظ سره تقويه کړي. پوهنځی کوښښ کوي چې په راتلونکو پنځو کلونو کې شخصي پروژې ( د رواجي فارمونو څخه نيولې تر عصري فارمونو پورې) تقويه او جوړې کړي. چې زياته پاملرنه به ددغه مهمو اهدافو د لاسته راوړلو لپاره کوي او دا په هغه وخت کې بریالۍ کېدای شي، چې مونږ د بې کيفيته نورمونو موجوديت د هيواد په اطرافي سيمو کي کم کړو .

 

ځانګړتياوې

1.      د محصلينو تحصیل تر څو د پوهنځي لپاره اوږد مهاله زده کوونکي او توليد کوونکي اعضا جوړ شي.

2.      په وترنري داخله، صحت عامه، د حيواني محصولاتو توليد او اداره، حيواني محصولات او تکنالوژي او د هغه حيواناتو توليدات چې د انساني غذا لپاره استعماليږي په ساحه کې د علمي کادرونو د ظرفیت لوړول.

3.      د تشخيصي کلينيکي خدماتو او عامه پوهاوي پروګرامونو په وسيله په حيواناتو باندې ترحم او انسانانو د صحت تامینول.

 

تصور (vision)

ننګرهارپوهنتون د وترنري علومو پوهنځی به په راتلونکي کې يو نمونه او رهبري پوهنځی وي، د وترنرۍ محصلین د مقايسوي زده کړو، تحقيق او بهرنيو فعاليتونو په وړاندې په معينه وترنري ساحه کې د غذايي موادو حفاظت، د صحت حفاظت او د تجارانو څخه ښې لاسته راوړنې د بشري منابعو له مخې تعينوي.

1.      د شخصي پروژو لپاره زده کړه .

2.      د توليد په تقويه کولو کې تحقيق .

3.      د توليد او مرستو مهارتونو ته توسعه ورکول.

د وترنري علومو د پوهنځي تصور د بشري منابعو لپاره  پرمختګ دی، ترڅو په هېواد کې د يو باثباته پرمختګ لپاره په حيواني برخه کې ستراتيژي ولري، چې دغه برخه د بدحالت څخه ښه حالت ته د غذايي موادو او اجتماعي حفاظت په وسيله رهبري کړي.

 

ځانګړتيا

1.      غېر مقايسوي ایجادونکی او تقويه کوونکی محيط رامنځته کول.

2.      په وترنري ساحه کې د فارغانو ورکول، هغه فارغان چې په سمدستي ډول د وترنرۍ په ساحه کې کار وکړي.

3.      د ساري امراضو د واقع کېدو څخه د مخه مرستندويه تحقيق کول .

4.      د وترنرانو په مرسته د بهرنيو وترنري پروګرامونو پر مخ وړل.

 

اهداف (Goals)

هغه اهداف چې په راتلونکي کې د هغې د لاسته راوړلو لپاره هيله مند يو، زمونږ دا اهداف په درې مهمو ټکو باندې متمرکز دي.

1.      د سبا ورځې د رهبرانو روزل د زده کړې په وسيله .

2.      دلاسته راوړنو وړاندې کول د تحقيق په وسيله .

3.      د بهرنيو فعاليتونو په وسيله نړيوالو چلنجونو ته ځواب ورکول.

د وترنري علومو پوهنځی به د هيواد لپاره په راتلونکي کې تر ټولو ښه مقايسوي پوهنځی وي.

 

هغه اهداف چې د هغې د لاسته راوړلو لپاره کوښښ ضروري دی (Aims)

دغه اهداف به مونږ سره د هغو مسايلو په لاسته راوړلو کې مرسته وکړي کوم چې په ملي اقتصاد او تکنالوژيکي اهدافو باندې اثر لري.

1.      د مسلکي او تخنيکي خلکو روزنه کوو چې په راتلونکي کې د مالدارۍ، پولتري او نورو حيواناتو په توليد باندې اثر لري او همدارنګه د هغو مسايلو رهبري کوو چې د مالدارۍ د پرمختګ، پولټري او مربوطه فابريکو د تقویه  کېدو باعث ګرځي.

2.      د اطرافو او ښارونو د نفوذ د اجتماعي حالت پرمختګ چې په نتيجه کې د حيواني محصولاتو تقويه کول رامنځته کوي.

3.      د حيواني سکتور په مختلفو برخو کې د تعليم، تحقيق او نوې تکنالوژۍ د تقويې لپاره د بين المللي مرستې ترلاسه کول.

 

ځانګړتياوې

1.      د نوي کريکولم په موجوديت کې د DVM ډيپلوم  ورکول.

2.      د وترنري تکنالوژۍ د پروګرامونو رهبري کول د نړيوالو معيارونو لاندې چې د زده کړې په برخه کې د وترنرۍ پاملرنه تقويه کوي.

3.      د متخصصينو روزل (DVM,MVSc).

4.      د مسلک سره د نژدې خلکو تقويه کول.

5.      د لنډمهاله او تقويه کوونکو ټريننګونو ترتيبول.

 

دوترنري علومو پوهنځی به په راتلونکي کې تحقيقاتي پروګرامونه  د نظر وړ ساحه کې تقويه کړي، چې د پرمختګ ښکاره کوونکي او د حيواناتو او انسانانو د صحت لپاره مفيد وي

ځانګړتيا

  •                  په ساري امراضو، حيواني محصولاتو توليد او ادارې او د حيواني محصولاتو په توليد او تکنالوژۍ کې محکم او پرمختللې ساحه جوړول.
  •                  په نظر وړ ساحه کې د تحقيقاتي پروګرامونو اوږدول کوم چې د کلينيکي تحقيق کوونکو لپاره نمونه يي شکل ولري.

د وترنري علومو پوهنځی به په راتلونکې کې زمونږ د ټولنې د تقويه کېدو لپاره په حیواني او انساني صحت کې نړيوالتوب ولري

ځانګړتيا

  •                  په لوړه کچه وترنري مرستو برابرول د نظر وړ سهولتونو لاندې لکه د وترنري تدريسي روغتون، وسايل او د حيواني امراضو تشخيصي لابراتوار.
  •                  د رسمي منظمو توليدي ګروپونو د ټولنې د وګړو او وترنرانو سره د همبستګۍ اعلانول.
  •                  د لوړو باکیفیته علمي بهرنيو پروګرامونو ترتيبول لکه د توسعې علم، اتفاقي بهرنۍ کړنې، نړيواله وترنري او صحت عامه.
  •                  په بازار موندنې او ټولنيز ستراتيژي پروګرامونو باندې متمرکز کېدل ترڅو د وترنري علومو پوهنځي لپاره ښه محصول ورکړي.
  •                  د نړيوالو پروګرامونو رهبري کول ترڅو زمونږ محصلین،  پوهنځی اوسټاف نړيوالې پرمختللې جامعې ته ورسوي.

 

ستراتيژي او کړنلارې

هغه ستراتيژي چې د وترنري پوهنځي ستراتيژيک پلان خپلو اهدافو ته ورسوي د شريکې کړنې لپاره به وړاندې شي  ترڅو ټولو اهدافو ته ګټور ثابت شي او ستراتيژي د هر هدف لپاره ځانګړې شي. د هر هدف لپاره لکه زده کړه، تحقيق کول او بهرنۍ اړیکې.

عمومي ستراتيژي

بازارموندنه :

  •                      حیواني توليداتو اضافه کول ترڅو د وترنري پوهنځي د پيژندګلوۍ او حيثيت د لوړتيا، د بازارموندنې او د اجتماعي پلان پرمختګ، د عوامو سره مرسته، بين المللي لاسته راوړنې، د خارجي شاګردانو تقويه کول منځته راوړي.
  •                      په سرعت سره د وترنري پوهنځي د فعاليتونو او د هغې د اثراتو  تقويه کول په ټولنه باندې.

 

چاپيريال:

  •                  د داسې يو محيط منځته راوړل چې د ژوند د پرمختګ سبب وګرځي.
  •                  د ستراتيژيو پېژندل ترڅو خپل محصول په صحيح ډول وړاندې کړي.
  •                  د زده کړې، تحقيق او بهرنيو لاسته راوړنو لپاره د سهولتونو برابرول.
  •                  د پوهنځي د محصلانو، سټاف او مربوطه خلکو  سره د مناسب او خوشحاله محيط برابرول.
  •                  د سهولتونو او د وسايلو د پلان برابرول ترڅو د وترنري علومو پوهنځي د ژوندساتنې، تقويې او د نوو سهولتونو د تعمير سبب وګرځي.
  •                  د پوهنځي محصلانو او سټاف لپاره د رسمي فرصتونو برابرول.
  •                  د محيطي مسؤلانه عادتونو تقويه کول.

نړيوال پلان:

  •                      په کريکولم کې د اساساتو، نوعيتونو او رواجي مهارتونو ځای پر ځای کول، د نړيوالو پروګرامونو لپاره د محصلانو، سټاف او د پوهنځي پرمختللې رهبري، ترڅو په نړيواله جامعه کې د بریالیتوب باعث شي.
  •                      په پراخې پيمانې سره د نړيوالو سفرونو لپاره د فرصتونو اضافه کول.
  •                      د تجاربو د شريکولو او د مرستو د تقويې په خاطر نړيوالو ته بلنه ورکول.
  •                      همکاري:
  •                      د پوهنتون په داخل کې د همبستګۍ محيط رامنځته کول او همدارنګه د شخصي کمپنيو او نورو پوهنتونونو سره اړیکې لرل.
  •                      د مقايسوي او مالي لاسته راوړنو په برخه کي د تحقيقي پروګرامونو لپاره د همکاريو تقويه کول.
  •                      په تکنالوژي او د وترنري پوهنځي په منابعو باندې تکيه کول ترڅو د نورو سره مرسته وشي.
  •                      د وترنري کارونو په وسيله د همکاريو تقويه کول لکه تحقيق، محصلانو، محيطي خلکو او د پوهنځي د داخلي اعضاوو روزنه.

ملاتړ:

  •                       مرکزي حکومت، ولايتي ادارې او شخصي تمويل کوونکو څخه د بوديجې لاسته راوړنه.
  •                      د اوږد مهاله تقويه کولو لپاره د تمويل کوونکو پېژندنه.
  •                      د تمويل کوونکو منابعو پېژندنې لپاره د پوهنځي د سټاف روزل.
  •                      د وترنري علومو پوهنځي د فارغو محصلينو سره اړیکې او د هغوی څخه د مالي ملاتړ لاسته راوړنه.

 

  •      په پوهنتوني سطحه تمويل کوونکي

   رسمي او مشاوره مرستندويه ادارې

 

  •      په محلي او ملي سطحه تمويل کوونکي

۱. ولايتي اداره         ۲. د افغانستان د وترنرانو اتحاديه                 ۳. مرکزي حکومت            ۴. مسلکي ادارې           ۵. نورې مرکزي ادارې

 

  •      په بين المللي سطحه تمويل کوونکي

۱.FAO      ۲. UNDP    ۳.RELIEF    ۴.JICA     ۵.DCA    ۶.USAID   ۷.DACAAR    ۸. MADEERA     ۹.ECARDA, CARD-F, AVMA او داسې نور

 

  •      د مختلفو پوهنتونو سره ملګرتيا

 

تکنالوژي

  •                      د نوي اومعیاري تحصیل لپاره د نوې تکنالوژۍ څخه په استفادې سره ترڅو د محصلینو، مسلکي وترنرانو، مشتريانو او ټولنې ترمنځ د زده کړې په اړه کمک وکړي.
  •                      د تکنالوژۍ استعمال ترڅو د هغو خلکو لپاره چې په وترنرۍ کې مصروف دي مرسته او معلومات برابر کړي.
  •                      په پري وترنرۍ، وترنري، وترنري تکنالوژي، مسلکي برخه او فارغ ورکوونکو کورسونو کې د زده کړې  لپاره زمينه برابرول.
  •                      د تعلیم د سویې د لوړلو لپاره په حیواناتو کې د نوې تکنالوژۍ استعمال.
  •                      د تحقیق د تقويې لپاره د کمپيوتر او معلوماتي تکنالوژۍ استعمال.
  •                      د معلوماتي تکنالوژۍ په استعمال سره بین المللي اعتبار او مرستې اضافه کول.
  •                      د یو قوي انترنیت سیستم جوړول ترڅو وترنري علومو پوهنځي ته پرمختګ ورکړي.

 

د اهدافو پورې تړلې ستراتيژيکي کړنلارې

  •                      د اهدافو لپاره ستراتيژيکي کړنلارې: دوترنرۍ پېژندنه

لومړی لارښود:

  •                      د يوې جامعې راتلونکی کمبود په پراخه اندازه فارغو، لايقو او زياتو ممتازو DVM محصلانو په واسطه پورته کول او تنظیمول .
  •                      د کلينيک ساختمان ، رهبري، ارتباط او خپل منځي مهارت لپاره فرصت برابرول.
  •                      د فرصتونو برابرول د مسلکي خلکو لپاره بالخصوص هغه خلک چې په ساحه کې ورته ډېر ضرورت وي؛ لکه صحت عامه اداره  او د حيواناتو او انسانانو مشترک امراض.
  •                      د DVM پروګرام لپاره د محصلانو جذب او فارغول.
  •                      د DVM ډيپلوم د تکميلولو لپاره د کريکولم او مهالوېش بيا ارزول.
  •                      د مضامينو متخصصين (DVM او MVSc) لرل.
  •                      د تحت المسلکي خلکو حمايه کول .
  •                      د لنډو او تازه ټریننګونو  تشکيلول.

دوهم لارښود:

  •                      نړیوالې رهبرۍ لپاره  د وترنري تکنالوژۍ زده کړه د يو قوي DVM سند په وسیله.

دريم لارښود:

  •                      د فارغو محصلینو او ټولنې لپاره بايد تعليمي او تجربوي پروګرامونه برابر شي.
  •                      د فارغو محصلینو لپاره د ټریننګ پروګرامونو زياتول ترڅو په خصوصي ټریننګونو کې شرکت وکړي.
  •                      د DVM د فرصت برابرول ترڅو د هغه فارغانو شمېر زيات شي کوم چې په ساحه کې ورته ضرورت وي.

 

 د اهدافو (Goals)  د لاسته راوړلو لپاره ستراتيژيکه کړنلاره: د انساني او حيواني صحت لپاره د ګټورو تحقيقاتو زيږول

لومړۍ لارښوونه:

  •                      په نړیواله سطحه د تحقیق پروګرامونو ته پراختیا ورکول کوم چې د نمونه يي حیواناتو لپاره استعمالیږي چې په دې سره انساني او حیواني صحت   فایده مند کېږي.
  •                      د ساحې تقويه کول (ساري امراض، د مالدارۍ نمونه يي فارم، د پولټري غذا، د وترنري او زراعتي توليداتو ترمنځ اړیکې).
  •                      د تحقيقي فعاليتونو رواجول کوم چې په ساحه کې ورته ضرورت وي او نمونه يي حيواناتو مشخص کول د کلينيکي تشخيص او اساسي وترنرۍ ښوونو لپاره.
  •                      د تحقيق په برخه کې باکيفيته ټيم جوړونه.
  •                      د داسې يو ميکانيزم منځته راوړنه چې د تحقيق لپاره سرمايه توليد کړي.
  •                      د هغه منابعو پرمختګ، کوم چې د تحقيق په انکشاف کې رول لري لکه لابراتوار،کمک کوونکي ادارې او د حيواناتو د پاملرنې سهولتونه.
  •                      د تحقيقي سرمايې د لاسته راوړلو لپاره اساسات جوړول.
  •                      د کلينيکي تجربو لپاره د وترنرۍ د تدريسي روغتون جوړول او تقويه کول.
  •                      دمسلکي او عامه  سمينارونو لپاره د معیاري مجلو چاپول او د مسلکي کمپنيو اعلانونه نشرول.
  •                      د منطقوي غوښتنو په خاطر د DVM محصلانو او د  تحقيق کوونکو لپاره د تریننګ د فرصت زياتول.
  •                       په ننګرهارپوهنتون کې د کمک کوونکو اکاديميکو واحدنو سره د تحقيق لپاره اسانتياوو برابرول.
  •                      د باکيفيته والدینو په موجوديت سره بچیو توليد.
  •                       د سمين ساتنه.
  •                      د امراضو د سببونو تجريد او ساتنه.
  •                      د مهمو حيواني امراضو لپاره د اپيديمولوژي مطالعه.
  •                      د علوفه جاتو د ساتنې لپاره د تکنالوژۍ اختصاصول.
  •                      په لوړ مقدار سره د ډول ډول مختلفو علوفه جاتو لاسته راوړنه.
  •                      د غير مروجو تغذيوي منابعو پيدا کول.
  •                      د منرالي موادو د موجوديت په اساس د ننګرهار د خاورې نقشه کول.
  •                      څارويو د توليداتو پروسس کول.
  •                      پولټري توليدات.
  •                      د غوښې غوڅول او درجه بندي کول.
  •                      د پوستکي ،هډوکو، وينې، شحمياتو او نورو حيواني توليداتو لپاره مسلخ.
  •                      د پوستکي او وړيو ټکنالوژي.
  •                      د زینتي مرغانو لپاره بچي ويستنې ماشين.
  •                      د زینتي څارويو روزنه، نسلګيري او تجارت.
  •                      د زینتي حيواناتو د روزنې لپاره سهولتونه مهيا کول.
  •                      د زینتي مرغانو او ماهيانو د روزنې لپاره ښه اداره او د کورونو او حوضونو جوړول.

 

اهدافوته(Goals) د رسيدو لپاره ستراتيژي او کړنلاره: د پوهې او مرستو برابرول کوم چي نړيواله ټولنه متاثره کوي

لومړی دستور: د وترنري مسلکي خلکو، علمي ټولني، عوامو او د حيواني محصولاتو اخستونکو پوسيله د بهرنيو فعاليتونو د نتايجو لاسته راوړل او تقویه کول کوم چي د جامعې سره تعلق لري.

  •                      د وترنري تدریسي روغتون او د تشخيص په خاطر د لابراتوار سهولت برابرول.
  •                      د مسلکي او غير مسلکي ارګانونو ترمنځ د ښو او قوي اړیکو پيداکول.
  •                      د مسلکي وترنرانو، طبي کارکونکو او اجتماع پوسيله د يو بامسوليته رهبرۍ او مرستو وړاندې کول کوم چي په صحت عامه او اجتماعي مسايلو تاثير لري.
  •                      د عصري او مکملو کلينيکي سهولتونو مهيا کول.
  •                      په پرمختللي سستم سره د عملي ټريننګونو د سهولتونو برابرول.
  •                      د غذايي موادو، درملو، واکسينونو او نورو توليداتو د کيفيت تعينونکو لابراتوارونو برابرول.
  •                      د عامو ناروغيو د تشخيص پخاطر د پرمختللي تشخيصي لابراتوار جوړول.
  •                      د تحقيقاتي لابراتوار لپاره  د وسايلو مهيا کول.
  •                      څارويو، مرغانو او ماهيانو د فارمونو او همدارنګه د تجربوي مرکزونو لپاره د ساختمانونو جوړول.
  •                      د پوهنځي د مختلفو واحدونو د يوځای کولو لپاره شبکه يي او کمپيوټري سيستم جوړول.
  •                      د قصاب خانو، څارويو د توليداتو، نباتاتو، څارويو او نورو حياتي توليداتو د پروسس کوونکو واحدونو لپاره د ساختمانونو جوړول.
  •                      د یو معیاري تریننګ سنټر لرل.

 

ورته (مشابه) پوهنځی

ننګرهار پوهنتون وترنري علومو پوهنځی په زده کړه، تحقيق او بهرنيو فعاليتونو کې د کابل پوهنتون د وترنري علومو پوهنځي سره ځان مقايسه او پرتله کوي.

د تمويل اساسه:

په لنډه توګه کې ويلی شو چې دغه ستراتيژيک پلان به د ننګرهار پوهنتون وترنري علومو پوهنځي د انکشاف، بهبود  او پراختيا لپاره يو ښه تصميمي لارښود وي.

د کړنلارو د راټولولو او کلني دوامداره رپورټ په شمول مونږ ددغې ليکنې د ليدنې لپاره مرحله واره وړاندوينه کوو. مونږ توقع لرو چې زمونږ اهداف محکم پاتې شي، ليکن ستراتيژي کېدای شي چې په راتلونکي کې د پرمختګ او لاسته راوړنو لپاره تغير وخوري.