د شرعياتو پوهنځي په هکله لنډ معلومات

ننګرهار پوهنتون

شرعياتو پوهنځى

 

شرعياتو پوهنځى د اسلامي انقلاب د بري سره سم په هېواد کې د اسلامي قضايي سيستم د پياوړي کېدو او په اسلامي علومو کې د علمي او مسلکي کادرونو د روزنې په موخه په کال (١٣٧١) لمريز کې د ننګرهار پوهنتون په چوکاټ کې رامنځته شو. اوسمهال نوموړى پوهنځى (٤) څانګې لري:

څانګې

1.      فقهې او قانون څانګه

2.      اسلامي تعليماتو څانګه

3.      تفسير او حديث څانګه

4.      اسلامي ثقافت څانګه

چې د (٣٩) تنو استادانو له خوا پکې (١٢٨١) تنو محصلانو ته تدريس کېږي. شرعياتو پوهنځي تر دې دمه (١٧٠٦) تنه علمي کادرونه فارغ او ټولنې ته د خدمت لپاره وړاندې کړي دي.

مرام

۱- ولسونو ته د دیني احکامو د زده کړې په موخه په اسلام د پوهو دعوتګرو روزنه.

۲- ټولنې ته د دیندارې او په هېواد مینې رهبرۍ وړاندې کول.

۳- د پوهو او مسلکي قضاتو په وړاندې کولو سره د افغانستان قضايي او عدلي سيستم غښتلى کول.

۴- د ټولنې ځوان قشر د علمي او مسلکي پوهو تر څنګ د دین په مسايلو پوهول.

اهداف

۱- د اسلامي عقېدې اساسي زده کړې.

۲- د نورو ادیانو او مذاهبو هراړخیزه مطالعه او څېړنه.

۳- د تفسیر او حدیث اساسي زده کړې.

۴- د اصول تفسيراو اصول حدیث علومو لوستل.

۵- فقه او اصول فقه په بنسټيزه توګه لوستل.

۶- د وضعي قوانينو مطالعه او اسلامي قوانينو سره يې پرتليزه څېړنه.

۷- د ملي او نړیوالو قوانینو څېړنه او مطالعه.

۸- د محاکمو اصول لوستل او په محکمو کې په عملي توګه د محصلینو روزنه.

۹- ټولنې ته د قضاء او څارنوالۍ په برخه کې د واردو اشخاصو وړاندې کول.

۱۰- په ټولنه کې د امن او عدالت د تامين او ټینګښت لپاره هلې ځلې.

۱۱- په هېواد کې د سولې او خپلمنځي ورورګلوۍ ټينګښت لپاره کار کول.

۱۲- د عصري علومو او مسلکي تخصصاتو سره سره د هېواد ځوانان په دين باندې پوهول.

۱۳- د ځوانانو د عقېدې، عبادت او اخلاقو اصلاح.

۱۴- ځوانانو ته د اسلامي کورنۍ او اسلامي ټولنې د جوړښت لازمې لارښوونې.

۱۵- د رسول الله صلی الله علیه وسلم د ژوند سره د ځوانانو اشنا کول.

۱۶- د اسلامي اقتصاد او اسلامي سیاست په اړه عام محصلين خبرول.

۱۷- د هر ډول ژبني، قومي، فکري، مذهبي، حزبي... تعصباتو مقابله او له منځه وړل.

ماسترۍ او دوکتورا پروګرامونه

ماسترۍ پروګرامونه

ننګرهار پوهنتون کې د ماسترۍ پروګرام د لومړي ځل لپاره په (١٣٩١) لمريز کال کې د شرعياتو په پوهنځي کې پيل شو. اوسمهال د ماسترۍ دوه پروګرامونه ددې پوهنځي په دوه څانګو کې فعال دي:

  •  فقهې او قانون څانګې ماسترۍ پروګرام
  • · اسلامي تعليماتو څانګې ماسترۍ پروګرام

د شرعياتو پوهنځي د ماسترۍ پروګرامونو نصاب او کريکولم د نړيوالو اسلامي پوهنتونونو (د مصر د الازهر، د سعودي عربستان د ام القری او امام محمد بن سعود او د پاکستان د اسلام آباد نړيوال پوهنتون) نصابونو ته په کتنې او د افغانی ټولنې د اړتياوو او غوښتنو په پام کې نيولو سره ترتيب او د لوړو زده کړو وزارت له خوا تاييد شوى دى.

د ماسترۍ دورې په نوموړو څانګو کې د ننګرهار او د هېواد د بېلابېلو پوهنتونونو د علمي کادرونو په ګډون (٨١) تنه په زده کړو بوخت دي او (٥٦) تنه يې د شرعياتو په برخه کې ماستران فارغ او ټولنې ته د چوپړ لپاره وړاندې کړي دي.

دوکتورا پروګرام

د هېواد په کچه د لومړي ځل لپاره د ننګرهار پوهنتون د شرعياتو په پوهنځي کې د دوکتورا پروګرام رامنځته شو، چې د نوموړي پروګرام پرانيسته د (١٣٩٣ل) کال د وږي مياشتې په (٦مه) نېټه د هغه وخت د لوړو زده کړو وزير پوهاند دوکتور عبيدالله عبيد له خوا په ننګرهار پوهنتون کې وشوه. اوسمهال په ياد پروګرام کې د ننګرهار او د هېواد د بېلابېلو پوهنتونونو (٩) تنه علمي کادرونه په زده کړو بوخت دي. 

کمېټې

شرعياتو پوهنځى پنځه فعالې کمېټې لري، چې د پوهنځي اړوندو چارو ته رسيده ګي کوي:

1.      نصاب او کريکولم کمېټه

2.      ريسرچ کمېټه

3.      ځان ارزونې کمېټه

4.      نظم او دسپلين کمېټه

5.      فرهنګي کمېټه