دزراعت پوهنڅی په هکله معلومات

ننګرهار پوهنتون

کرنې پوهنځى

لنډه تاريخچه:

د کرنې پوهنځی په (۱۳۵۷ه ش) کال کې د ننګرهار پوهنتون د انکشافی پلان له مخې تاسیس او رسماً يې پر کار پیل وکړ. د نوموړی پوهنځي موخه د کرنې د متخصصينو د روزنې په اساس د کرنې او مالدارۍ په سکتور کې پرمختګ راوړل، د خوړو خوندیتوب، فقر له منځه وړل، کرنیز تجارت او اقتصادي پیاوړتیا رامنځته کول دي، چې دغې موخې ته د رسېدو لپاره پوهنځی لاندې دندې لري:

  •     د بشري ظرفیتونو لوړول.
  •     د عصري کرنيزې تکنالوژۍ پېژندنه او کارول.
  •     د طبيعي سرچینو څخه په منظم او تلپاتې ډول د بشريت او په ځانګړې توګه د افغانانو ښېګڼې لپاره ګټه اخیستل.
  •     د کرنې په برخه کې د څېړنو ترسره کول او د اړونده برخو سره یې د ګټې اخيستنې لپاره شریکول.

اوس مهال په یاد پوهنځی کې اووه (۷) څانګې شتون لري، چې په لاندې ډول ورڅخه یادونه کوو:

1.    کرنیز اقتصاد او ترویج څانګه

2.    اګرانومي څانګه

3.    حیواني علومو څانګه

4.    نباتاتو ساتنې څانګه

5.    بڼوالۍ څانګه

6.    ځنګل پوهنې څانګه

7.    د خوړو تکنالوژۍ څانګه

د پوهنځي د استادانو شمېر (۳۴) تنه دى، چې د دوکتورا، ماسترۍ او لسانس په کچه يې زده کړې کړي دي. د نوموړي پوهنځي له تاسیسه نیولې تر اوسه پورې (۳۳) دورو کې  يې (۳۰۱۶) تنه فارغان ورکړي چې د هېواد په بېلابېلو سیمو کې د خدمت په موخه لاس په کار دي. ددې پوهنځي زياتره استادان د تدريس پر مهال د نوې او عصري تکنالوژۍ کار اخلي.

د کرنې پوهنځي لید لوری (vision):

د کرنې پوهنځي په برخه کې د مسلکي کادرونو د روزنې له لارې د کرنې سکتور ته پرمختګ ورکول، چې له امله یې د وګړو د ژوند په ټولنیزو او اقتصادي چارو کې ښه والی رامنځته او د اړونده سرچینو څخه سمه ګټه اخیستنه ده.

د کرنې پوهنځي ماموریت (Mission):

  •           د کرنې سکتور په اړونده برخو کې د کادرونو روزل.
  •           د کرنیزو حاصلاتو او محصولاتو د کمیت او کيفیت کچې لوړول او د کرنيز تجارت او صنعت پیاوړي کول.
  •           د تدریس، لیکنو او څېړنو له لارې د نوې تکنالوژۍ معرفي او خپرول.
  •           د اړوندو کرنيزو سرچینو څخه د معقولې ګټې اخیستنې په لوري د وګړو هڅول او چاپېریال ساتنه.

د کرنې پوهنځي کې شته اسانتياوې:

  •           څېړنیز او تجربوي فارمونه
  •           برېښنایي او فزیکي کتابتون
  •           لابراتوارونه
  •           تعمیر او تدریسي خونې
  •           کمپیوټر خونې
  •           چمنونه

ددې ټولو ترڅنګ د چارو د ښه  سمون او پرمخ بیولو لپاره د ځان ارزونې، کریکولم، څېړنو، فرهنګي او همدارنګه د نظم او ډسپلین ځانګړې کمېټې لري، چې چټک فعاليتونه او ښې لاسته راوړنې لري.