داقتصاد پوهنځی په هکله لنډ معلومات

 

 

د لوړو زده کړو وزارت

ننګرهار پوهنتون

اقتصاد پوهنځی

 

لنډه تاريخچه

اقتصاد پوهنځی په ۱۳۶۳لمريز لېږدیز کال د ننګرهارپوهنتون د انکشافي پلان له مخې تأسیس او رسماً يې په کار پیل وکړ. تر دا مهاله یې ټولنې ته په زرګونوکادرونه وړاندې کړي دي، چې د هېواد د عامه ادارې او خصوصي سکتور په بېلابېلو برخو کې پر خدمت بوخت دي. دغه پوهنځي په پیل کې دوه څانګې لرلې، چې یوه يې د ملي اقتصاد د پلان جوړونې او بله يې دکرنیز اقتصاد څانګه وه، چې هغه مهال یې د استادانو شمېر دولس تنه وو. اوس دغه پوهنځي یو څه پراختیا پیدا کړې او لاندې څانګې لري:

1.   ملي اقتصاد څانګه

2.   تجارت څانګه

3.   B.B.Aڅانګه

4.   مالي او بانکي چارو څانګه

دټولو رسمي استادانو شمېر يې دېرش تنه دی، چې د دوکتورا، ماسترۍ او لسانس په کچه یې زده کړې کړي دي. د نوموړي پوهنځي له تأسيسه نيولې تر اوسه يې په اووه ويشت (۲۷) دورو کې دوه زره او دوه سوه (۲۲۰۰) فارغان تنه ورکړي، چې د هېواد په بېلابېلو برخو کې هېوادوالو ته د خدمت په موخه لاس په کار دي. د اتو (۸) سمسترونو په دوران کې چې څلور (۴) کاله په بر کې نيسي، د نوموړي پوهنځي محصلين مهم مسلکي مضامين لکه ملي اقتصاد، نړېوال اقتصاد، لوی اقتصاد، کوچنی اقتصاد، بازار موندنه، بانکداري، تمويل، منجمنټ، محاسبه، احصايه او نور لولي.

د نوموړي پوهنځي استادان د نن ورځې د عصري او پرمختللو وسايلو او ټکنالوژۍ پر مټ محصلينو ته د نويو عصري مېتودونو په کارولو تر ټولو تازه درسي مواد وړاندې کوي، چې د محصلينو پوهنيز ظرفيت د لوړاوي تر څنګ د هېواد د پرمختګ سبب هم وګرځي.

په تېره لسيزه کې نوموړي پوهنځي دوه نوې څانګې د BBA ، مالي او بانکي چارو په نوم پرانيستې، د دې تر څنګ په ټوليز ډول د پوهنځي د کيفيت د لوړاوي په موخه او په ځانګړي ډول د محصلانو د علمي او مسلکي سويې د لاپياوړتيا لپاره پنځلس (۱۵) نوي کادري غړي (استادان) په کار وګمارل. له دې وراخوا د استادانو د علمي ظرفيت د لوړاوي په منظور ياد پوهنځي په لسګونو استادان المان او جاپان هېوادونو ته د اقتصاد، مالي او منجمنټ په برخو کې د دوکتورا او ماسترۍ زده کړو د ترلاسه کولو په موخه ورپېژندلي دي. د دغو استادانو راتګ به بې له شکه چې د پوهنتون او په ځانګړي ډول د پوهنځي پر تدريسي بهير مثبت اغېز ولري.

لرليد (Vision)

اقتصاد پوهنځی غواړي چې د اقتصاد، مالي، منجمنټ او  کاروبار په نړۍ کې د خپلو علمي او نوښتګرو مهارتونو په مرسته ټاکونکی رول ولري.

مرام (Mission)

اقتصاد پوهنځی ټولنې ته د اقتصاد، مالي او منجمنټ په بېلابېلو برخو کې د نوې ټکنالوژۍ، ملي احساس،  د وړتيا په کارولو او د ټولنې غوښتنو ته په کتو سره علمي او اکاډميک شخصيتونه وړاندې کوي.

موخې(Objectives)

1.            د محصلينو وړتيا زياتول څو وتوانېږي چې په ټوليز ډول د ټول اسلامي امت او په ځانګړي ډول د ګران هېواد افغانستان ورځنۍ ټولنيزې اقتصادي ستونزې تحليل او د حل مناسبه لار ورته ومومي.

2.            محصلينو ته زمينه برابرول، چې په نړېواله کچه په اقتصادي ډګر کې مخکښ رول ولوبوي.

3.            د سوداګرۍ، ملکي خدمتونو او ښوونيزو ډګرونو کې پر کار ګمارنې لپاره محصلين په بېلابېلو اړينو مهارتونو سنبالول.

4.            د محصلينو پوهاوی زیاتول، چې وکولای شي د افغانستان اقتصاد بېلابېلو سياسي او ټولنيزو اړخونو تحليل او څېړنه وکړي، او د اغېزمنو اقتصادي او مالي سياستونو پر جوړولو لاس په کار شي.

5.            محصلينو ته د تدريس دا ډول زمينه برابرول، چې وتوانېږي، د اقتصاد، مالي او بانکدارۍ، ادارې او تجارت په برخو کې له ليسانس وراخوا د ماسترۍ او دوکتورا په کچه زده کړو ته ادامه ورکړي.

6.            محصلين په اسلامي اخلاقو او ادابو روزل، چې د هېواد په پرمختګ کې، د فساد او مخدره توکو سره په مبارزه کې هر اړخيزه رغنده رول ولوبوي.

7.            په اقتصادي، مالي او سوداګريز ډګر کې محصلين د نوې ټکنالوژۍ له کارولو سره اشنا کول.

 

اقتصاد پوهنځی په ټوله کې دوه برنامې لري، چې یوه یې د سهار لخوا او بله یې د شپې لخوا د تجربه لرونکو، مسلکي او علمي کادرونو په مرسته پرمخ بېول کېږي. سهارنۍ برنامه څلور څانګې لري، چې په بېلابېلو برخو کې د هېواد بچيان روزي:

1.            ملي اقتصاد څانګه: ددې څانګې موخه په هېواد کې د پلان جوړونې او ملي اقتصاد د غښتلي کېدو په پار د محصلینو روزل دي، چې د هېواد د عامه ادارې په تقویې کې د پام وړ رول لوبوي.

2.            BBAڅانګه: یاده څانګه د سوداګریزو چارو د مدیریت، ادارې، مالي چارو، محاسبې او بازار موندنې په برخه کې د محصلینو په مسلکي روزنه کې د پام وړ خدمات عرضه کوي.

3.            سوداګرۍ څانګه: نوموړې څانګه د سوداګرۍ په برخه کې د پرمختګ او د یو سالم سوداګریز بهیر رامنځته کولو په روحیه محصلین ټولنې ته وړاندې کوي.

4.            مالي او بانکي چارو څانګه: دغه څانګه د هېواد د مالي بازارونو، مالي ادارو او مالي بنسټونو د چارو د سمون او د بانکي سیستم د مډرن کېدو، پراختیا او غښتلتیا په موخه محصلین روزي.

 

د اقتصاد شپې پوهنځی له پورته څانګو څخه دوه فعالې څانګې لري، چې یوه یې ملي اقتصاد او بله یې د BBA څانګه ده.

ددې تر څنګ د فعالیتونو د بهبود او پراختیا په موخه یو لړ کمېټې چې په مسلکي کادرونو سنبال دي، هم خدمات عرضه کوي، چې په لنډه توګه ترې یادونه کوو:

1.            د ځان ارزونې کمېټه: د ځان ارزونې کمېټه د پوهنځي په علمي کچه کې د بهتروالي په موخه د پوهنځي درسي بهیر څاري، د محصلينو او استادانو ستونزې په ګوته او د پوهنځي د رياست مقام ته يې د مناسبو حل لارو سره مل وړاندې کوي. د دې تر څنګ د پوهنځي د کمېټو له فعاليتونو څخه څارنه کوي.

2.            د کريکولم کمېټه: کریکولم کمېټه د سیمې او نړۍ د معتبرو پوهنتونو د کریکولمونو تر مطالعې وروسته ځانګړی معیاري کریکولم تهیه کوي، چې محصلین د علومو په برخه کې له تازه معلوماتو او لارښوونو څخه برخمن شي.

3.            د څېړنو کمېټه: د څېړنو کمېټه د اقتصاد پوهنځي یوه بله فعاله کمېټه ده، چې په بېلابېلو برخو کې څېړنې کوي او د څېړنو پایلې د پوهنځي استادانو او محصلینو ته ارایه او مواد یې د لا ډېرې مطالعې لپاره په واک کې ورکوي.

4.            فرهنګي کمېټه: فرهنګي کمېټه د اقتصاد پوهنځي په چوکاټ کې ټولې کلتوري چارې سنبالوي. د سپما په نوم یوه دیوالي جریده او یوه مجله خپروي. ددې تر څنګ یې د اقتصاد پوهنځي لپاره درې بېلابېلې لوبډلې (کرکټ، والیبال، فوټبال) هم جوړې کړي دي، چې عملاً په مسابقاتو کې برخه اخلي او د ښو لاسته راوړنو درلودونکې هم دي.

5.            د نظم او ډسپلين کمېټه:دا کمېټه د پوهنځي د چاپېریال ساتنې، د ټولګیو دتنظیم او دپوهنځي په کچه د ډسپلین چارې پرمخ بیايي.