طب

 

ننګرهار پوهنتون

طب پوهنځى

پیژندنه 

ننګرهار پوهنتون طب پوهنځی په ۱۳۴۲ ل کال کې تاسيس شوى او د تاسيس له نېټې نه يو کال وروسته په ۱۳۴۳ ل کال د ميزان په ۱۷مه نېټه د وخت د ښوونې او روزنې وزير ښاغلي علي احمد (پوپل) له خوا د ننګرهار پوهنتون د هستې په توګه رسماً په کار پيل وکړ.

په پيل کې نوموړي پوهنځي په اتو څانګو کې د اتو تنو استادانو لخوا ۴۸ تنو محصلانو ته په پښتو او انګليسي ژبو تدريس پيل کړ .

ننګرهار پوهنتون طب پوهنځی د هېواد په کچه دوهم ستر طبي اکاډميک مرکز دی او نړيوال شهرت لري، چې د طبي زده کړو د نړيوالې اتحاديې، نړيوال روغتيايي سازمان او نورو طبي او روغتيايي خيريه ټولنو لخوا په رسميت پېژندل شوی دی.

طب پوهنځي د پيل ورځې څخه د محصلينو او استادانو د شمېر او کدري څانګو په بشپړولو کې د پام وړ ګامونه اخستي  چه اوس مهال د کلينيک او پارا کلينيک په برخو کې ۲۴ کادري څانګې او۱۳ وارډونو لرونکي۱۹۰ بستريز روغتون درلودونکی دی.

طب پوهنځي د ۱۳۸۸ ل کال راهيسې د کريډيټ په سيستم تدريس پيل کړيدی.

د پيل راهيسې پوهنځي غېږه تل د هېواد او کوزې پښتونخوا د ممتازو بچيو پرمخ پرانيستې ساتلې. نوموړي پوهنځي د تاسيس له مهاله تر دې دمه يې په ۴۷ دورو کې۳۶۴۱ تنه فارغان، چې ۳۴۰۲ تنه نارينه او ۲۳۹ تنه يې ښځينه رنځپوهان، طبي ماهرين او پياوړي مسلکي کادرونه روزلي او ټولنې ته يې د خدمت په موخه وړاندې کړي دي. 

مرام

د سيمې په ځانګړي ډول د ګاونډيانو سره د طبابت په علمي او کاري ډګر کې سيال اوسېدل او په نړيواله کچه ځلېدل.

ماموريت Mission

د لوړ کيفيت لرونکي طبي ښوونو، د وړ او بااستعداده زده کوونکو د روزنې، ټولنې ته د معياري روغتيايي خدمتونو د عرضه کولو لپاره د ورزيده طبي کادرونو برابرولو، د طبي او روغتيايي معلوماتو څپړلو، برسيره کولو او زياتولو لپاره د علمي څېړنيز چاپېريال رامنځته کول، چې د ناروغتيا د له منځه وړلو له لارې د خلکو د ژوند په ښه والي کې مرسته وکړي.

اهداف

په وړ او مناسبه توګه د روغتيا پالنې او رنځونو د مخنيوي او درملنې لپاره د معاصر او معياري طبابت پوهه او مهارتونه په پوره امانتدارۍ سره د ايم - ډي سند اخيستونکو رنځپوهانو ته د متناسبې روزنې په مټ ولېږدول شي او په کمي او کيفي برخه کې د طب پوهنځي د زده کړو، خدماتو او څېړنو کچه لوړه شي او د رشد او اصلاح لومړيتوبونه په ګوته شي.

اوسنی حالت او پرمختګونه

استادان

د علمي رتبو له مخې د استادانو شمېر:

علمي رتبه

شمېر

پوهاند

۹

پوهنوال

۱۸

پوهندوى

۳۵

پوهنمل

۱۷

پوهنيار

۱۴

پوهيالي

۲۰

مجموعي شمېر

۱۱۳

 

محصلان

اوس مهال په طب پوهنځي کې ۹۸۸ تنه محصلان په زده کړو بوخت دي، چې ۸۳۹ تنه يې نارينه او ۱۴۹ تنه يې ښځينه دي.

 

  څانګې

طب پوهنځی ۲۴ څانګې لري:

1.      د زړه او هضمي سيستم ناروغيو څانګه

2.      اندوکراين او هيماتولوژي څانګه

3.      تنفسي او روماتېزم څانګه

4.      انتان او توبرکلوز څانګه

5.      جراحي څانګه

6.      يورولوژي څانګه

7.      اورتوپيدي او د عصابو جراحي څانګه

8.      د کوچنيانو جراحي او انستيزي څانګه

9.      کوچنيانو څانګه

10. غوږ او ستوني څانګه

11. سترګو څانګه

12. ولادي نسايي څانګه

13. راديولوژي څانګه

14. عقلي- عصبي څانګه

15. پوستکي څانګه

16. اناتومي څانګه

17. عامې روغتيا څانګه

18. وقايوي طب څانګه

19. فارمکالوژي څانګه

20. هستوپتالوژي او بيوشيمي څانګه

21. فزيالوژي څانګه

22. مايکروبيالوژي څانګه

23. عدلي طب څانګه

24. بيزيک ساينس څانګه

چې له دې ډلې ۹ څانګې يې طب پوهنځي، ۱۱ څانګې يې پوهنتون روغتون او ۴ څانګې يې عامې روغتيا روغتون کې په کار بوختې دي.

اداري واحدونه

په لاندې ارګانوګرام کې د طب پوهنځي اړوند اداري واحدونه ځای پر ځای شوي دي:

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

کتابتون

طب پوهنځى يو غني کتابتون لري، چې ۷۵۳۹ جلده کتابونه پکې د محصلانو د مطالعې لپاره اېښودل شوي دي، چې د يادو کتابونو يو شمېر يې د طب پوهنځي د استادانو له خوا ليکل شوي او پاتې نور يې په ملي او نړيواله کچه ليکل شوي مؤثق علمي او اکاډميک اثار دي، چې د محصلانو او استادانو د ګټې اخيستنې وړ دي.

روغتون

د طب پوهنځي تدريسي روغتون۱۹۰بستريز روغتون دی، چې په عمومي داخله، عمومي جراحي، يورولوژي، عقلي عصبي، انستيزي، داخله- اطفال، نسايي ولادي، سترګه، غوږ- ستونی او پوزه، جلدي او زهروي، راديولوژي څانګو او لابراتوار او واکسين برخو کې خدمات وړاندې کوي.

همدارنګه د پوهنتون روغتون په عمومي داخله ، عمومي جراحي، نسايي ولادي او کوچنيانو څانګو کې د تخصص پروګرام پر مخ وړي او ټولنې ته په مربوطه څانګو کې متخصصين روزي.

کمیټی 

طب پوهنځی ۱۱  کمیټی لري:

ريسرچ 

  • تضمين کيفيت کمیټه
  • د نصاب او کريکولم  کمیټه
  • فرهنګي  کمیټه
  • د طبي پوهې مجلې  کمیټه
  • د ازموينې  کمیټه
  • نظم او دسپلين کمیټه
  • د طب پوهنځي وسعت  کمیټه
  • د اسنادو د ارزيابۍ  کمیټه
  • د محصلانو د تبديلۍ  کمیټه

د ماسترۍ پروګرام لپاره د پلان جوړونې او نظارت  کمیټه

يادې کمېټې د طب پوهنځي د چارو د ښه تنظيم او پرمختګ لپاره کار کوي.

علمي اثار

ننګرهار پوهنتون طب پوهنځي د استادانو له خوا ۸۰ جلده د کريکولم مطابق درسي کتابونه تاليف شوي او لسګونه علمي مقالې، څېړنيز اثار او ژباړې يې د پوهنتون او پوهنځي په علمي مجلو کې خپرې شوې دي.

راتلونکي پلانونه          

  • څېړنيز مرکز جوړول
  • د ماسټرۍ پروګرام رامنځته کول
  • د پوهنځي ارتقا پوهنتون ته (عامه روغتيا پوهنځی، عالي نرسنګ پوهنځی، ستوماتولوژي پوهنځی)
  • مجهز کتابتون (کار يې جريان لري).
  • د کنفرانس خونې جوړول (کار يې جريان لري).
  • د نړۍ معتبرو پوهنتونونو سره پيوستون ( Affiliation ).

پته:

څلورمه ناحيه، مستوفيت څلورلاري ترڅنګ جلال اباد ښار- افغانستان

اړيکې:

Fahim_icc@yahoo.com    Chardiwal_af@yahoo.com /

۷۰۷۱۰۰۰۰۰(۹۳ )0     /       ۷۷۷۶۰۹۷۳۰ (۹۳)٠