دکمپوتر سا ینس د پو هنځی په هکله لنډ معلومات

 

ننګرهار پوهنتون

کمپيوټرساينس پوهنځى

لنډه تاریخچه

کمپيوټرساینس پوهنځى د ننګرهار پوهنتون په جوړښت کې یو نوى او ځوان پوهنځى دى، چې یوازې څلور کاله وړاندې په (١٣٨٥) لمريز کال کې د پوهنځي په بڼه رامنځته شو. تقریباً یوه لسیزه وړاندې په حیات آباد، پېښور کې د اکاډمۍ په نوم یوه پوهنتون فعال ؤ، چې د وخت په تېرېدو سره په دوه برخو وویشل شو. یوه څانګه يې هرات ته او دویمه څانګه يې د ننګرهار ولایت مرکز جلال آباد ښار ته انتقال شوه او په (١٣٨٠) لمريز کال يې د ساینس او ټکنالوجۍ په نوم په ننګرهار کې د دویم پوهنتون په حيث کار پيل کړ. کله چې د طالبانو واکمني له منځه لاړه، یاد پوهنتون وتړل شو او له ډېرو ستونزو وروسته د نوموړي پوهنتون نور پوهنځي د ننګرهار پوهنتون په اړونده پوهنځیو کې مدغم شول. یوازې کمپیوټرساینس پاتې شو، چې د یوې مودې لپاره د انجنیري پوهنځي د یوه ډیپارټمنټ یا څانګې په توګه يې فعالیت درلود، چې بالاخره په ۱۳۹۰ لمریز کال کې مستقل پوهنځى شو.

په تېرو دریو کلونو کې د کمپیوټر ساینس پوهنځي یواځې یوه عمومي څانګه درلوده، چې خوشبختانه اوس پکې درې څانګې (سافټ ويیر انجنیرنګ، ډیټابیس او انفارمیشن سیسټم، نیټورکنګ او کمیونکیشن) په رسمي توګه فعالې دي. کمپیوټر ساینس پوهنځی په پام کې لري، چې تر ۱۳۹۵ کال پورې څلورمه څانګه (کمپیوټر انجنیرنګ) هم په خپل تشکیل کې زياته کړي.

     اوس مهال پدې پوهنځي کې  د ۵۰۰ تنو په شاوخوا کې محصلان په زده کړه بوخت دي، چې د هر تعليمې کال په پاى کې تقريباً ۵۰ تنه مسلکي کادرونه ټولنې ته د خدمت په موخه وړاندې کوي. تراوسه پورې یاد پوهنځي ۱۰ دورې فارغان ورکړي چې جمله (۵۱۴) تنه کېږي. د کمپیوټر ساینس د پوهنځی لومړنۍ دوره په ۱۳۸۵ لمریز کال کې فارغ شول.

 

د کالونو په تفکیک سره د کمپیوټر ساینس پوهنځي د فارغانو شمېر

 

 

د یادونې وړ ده چې د کمپیوټر ساینس پوهنځی اوسمهال ۱۸ تنه استادان لري چې خوشبختانه ۵ تنه يې ماستران دي، ۱۰ تنه يې د ماسترۍ په دوران کې قرار لري او پاتې کم تعداد به يې هم انشاءالله ژر تر ژره د ماسترۍ لپاره بهرنيو هېوادونو ته واستول شي.

د کمپیوټر ساینس پوهنځي د لیسانس دورې کریکولم د څلورو کالونو لپاره ترتیب شوی دی، چې په دې وروستيو کې یو ځل بیا ورباندې تجدید نظر شوی او د نړۍ د غوره پوهنتونونو او د برلین د تخنیکي پوهنتون په ګډون او مقایسوي شکل د اسلام آباد د اسلامي پوهنتون د کریکولم په نظر کې نیولو سره د نوموړي پوهنتون منهج د یوې عمومي څانګې لپاره اوسمهال استعمالیږي او د ذکر شویو دریو څانګو له پاره هم کریکولم په ابتدايي بڼه ترتیب او د لوړو زده کړو وزارت ته د تصدیق او تايید لپاره استول شویدی.

لر ليد Vision

د ننني عصر د اړتیا سره سم د اسلامي، ملي او ديموکراتيکو اصولو پر بنسټ د محصلينو روزل او د عصر د اړتیاوو په نظر کې نیولو سره د نوي نسل په معلوماتي ټکنالوجۍ سمبالول، ددې لپاره چې ځوان نسل د معلوماتي ټکنالوجۍ په مټ د افغانستان په بيا جوړونه او انکشاف کې فعاله برخه واخلي او د پوهنځي په اکاډميکه برخه کې د خپل خواوشا، سيمې او نړۍ ضرورتونو ته وړ ځواب ووايي او په اړینو توکو له سیمې او نړۍ سره په اړیکه کې واوسي. 

د رسالت تعينول  Mission

د ننګرهار پوهنتون کمپیوټرساینس پوهنځي اداره د يو علمي کانون په توګه دې ته ژمنه ده، چې د معلوماتي او اړیکتیايي ټکنالوجۍ په برخه کې په نړیواله علمي کچه فارغان ټولنې، سيمې او نړۍ ته په دولتي او خصوصي سکتورونو کې د خدمت د ترسره کولو لپاره وروزي او د ننني وخت او مهال د غوښتنې اړونده ښوونه او روزنه د باتجربه پوهنتوني استادانو په درلودلو سره ورکړي او ددې تر څنګ د شته ستونزو د حل او نويو پرمختګونو ته لاسرسي لپاره څېړنې ترسره او د ټکنالوژيکي روغتيايي خدمتونو عرضه کول چې په پایله کې ټولنیزه سوکالي رامنځ ته کړي. همدارنګه یاد پوهنځى په پام کې لري، چې نوښتونه رامنځته کړي، ټولې دولتي او غیردولتي ادارو ورځني کارونه کمپیوټري کړي او د سیمې او نړۍ له هېوادونو سره د سیالۍ په ډګر کې ودرېږي.

مرام او هدف

لکه څرنګه چې پوهېږو هره اداره، موسسه، پروژه او هر تحصيلي واحد ځانته خپل ځانګړی هدف او مرام لري، نو په همدې اساس د ننکرهار پوهنتون کمپیوټر ساینس پوهنځی هم ځانته خپل مرام او هدف لري او د همدغه مرام او هدف د تحقق  لپاره کار کوي.

دا چې افغانستان د معلوماتي ټکنالوجۍ ډګر ته نوی ورداخل شویدی او په لومړي پړاو کې قرار لري او همدارنګه زمونږ هېواد د درې لسیزو جګړو له امله وران او ویجاړ شویدی او په هر سکتور کې بیارغوني ته اړتیا لیدل کېږي. دا چې کمپیوټري مهارتونه او د معلوماتي ټکنالوجۍ په سکتور کې دومره کار ندی شوی، څومره چې اړتیا وه، خو بیا هم لله الحمد زمونږ هېواد په وروستۍ لسیزه کې د معلوماتي ټکنالوجۍ په برخه کې ډېرې لاسته راوړنې لري.

څو کاله مخکې په ټول هېواد کې د کمپیوټر پوهنې یو پوهنځي هم شتون نه درلوده، ولې اوس مهال په اکثره دولتي او غیردولتي پوهنتونونو کې د کمپیوټر ساینس پوهنځي شتون لري، چې ډېر زیات مينه وال لري. همدارنګه د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ په برخه کې زیاتې لاسته راوړنې لرو، چې په کمه موده کي د افغانستان ۸۶ سلنه وګړي له اړیکتیايي او معلوماتي ټکنالوجۍ له اسانتياوو څخه برخمن شول، له پنخوسو (۵۰) څخه زیات Internet Service Providers (ISPs) د هیوادوالو په چوپړ کې دي او راز راز خدمتونه وړاندې کوي. د جی، ایس، ایم پنځه کمپنۍ په هېواد کې کار کوي او د هېواد اکثره وګړي له اړیکتیايي خدماتو څخه برخمن دي او د همدې لاسته راوړنو په نتیجه کې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ سرپرست وزیر انجنیر امیرزی سنګین په ۲۰۰۸ میلادي کال د فبروری په میاشت کې د جی، ایس، ایم  نړیواله جایزه لاسته راوړه چې ټولو افغانانو ته د ویاړ ځای دی.

همدارنګه یو زیات شمېر خلک نن ورځ له انټرنيټي خدماتو څخه هم برخمن دي، چې د معلوماتي ټکنالوجۍ په برخه کې به په نږدې راتلونکي کې هېواد ته د وایمکس او3G  ټکنالوجۍ اسانتیاوې هم د وطنوالو چوپړ او کار اخیستنې ته وړاندې شي. همدارنګه د آي ټي خدماتو د عرضه کولو شخصي کمپنۍ په زیات شمېر کې د خلکو په خدمت کې شتون لري.

که په هېواد کې هرڅومره معلوماتي ټکنالوجۍ پرمختګ کړی، خو بیا هم بسنه نه کوي او د لاپرمختګ لپاره زیاتو مسلکي او ماهرو بشري ځواکونو او مسلکي کادرونو ته شدیده اړتیا لري. درهېواد مادي او معنوي پرمختیا روزل شویو کدرونو ته اړتیا لري. دا چې نن سبا د کمپیوټر نړۍ ده او د ژوند په هر ډګر کې معلوماتي ټکنالوجۍ ته زیاته اړتیا ده او د کمپیوټر ساینس پوهنځي مهارتونو ته په طبابت، انجنیري، زراعت، اقتصاد او نورو ټولو سکتورونو کې زیاته اړتیا لیدل کېږي، چې له کمپیوټري مهارت څخه پرته د هېوادوالو ستونزې نشي حل کېدلای. له بلې خوا په هېواد کې د ګڼ شمېر سیاسي، اجتماعي او امنیتي ستونزو اصلي لامل فقر، د پروژو نشتوالی، ضعیف عامه خدمات او د اغېزمنو برنامو نشتوالی او د پوهې ټیټه کچه ده، نو ځکه د کمپیوټر ساینس د پوهنځي مرام په لاندې ټکو کې لنډولای شو:

  •      د پوهنتون لپاره د یوې غني ویبپاڼې جوړول چې د ټولو پوهنځیو په اړه کافی معلومات ولري او د هر پوهنځي درسی مواد، د تدریس طرزالعمل، بشري منابع، د تدریس محتویات او داسې نورو اړینو توکو درلودونکې وي او همدا راز ټولو دولتی اداراتو ته د هغوی د اړتياوو سره سم ویبپاڼې جوړول او د دولت په حمایه د هغوی پر لیکه کول. همدا راز د پوهنتون په ویبپاڼه کې د مينه والو لپاره د موادو د پورته کولو او ښکته کولو اسانتیا، چې ټول مينه وال ترې اعظمي استفاده وکړي او د مهارتونو او مسلکی پوهې له یو بل سره شریکول.
  •      د هېواد لپاره د معلوماتي ټکنالوجۍ په سکتور کې د پوهو او مسلکي کادرونو سالمه روزنه.
  •      د معلوماتي ټکنالوجۍ د مؤسساتو پیاوړتیا د علمي بنسټ پر بناء، چې ټول سکتورونه ورته اړتیا لري.
  •      د بشري سرچېنو د ظرفیتونو د لوړولو په موخه لازم تدابیر په لاره اچول، چې د هېوادوالو ستونزې حل کړي او د خارجي ممالکو له احتیاجه نجات وموندل شي، ترڅو د خپل وروسته پاتې هېواد اقتصاد په پښو ودرول شي.
  •      د مسلکي کمپيوټري پروګرامرانو یا پروګرام لیکونکو د خلا د ډکولو په اړه، چې روزنیز اداري کارونه ټول کمپیوټرایز شي.
  •      د کمپیوټر ساینس پر مټ اړین سافت ويیرونو یا پوستکالو تولید، استفاده او خارج ته د صادرولو په موخه هلې ځلې کول، چې د هېواد په بیا ودانولو او آبادۍ کې مهم رول ولوبول شي.
  •      د مسلکي کدرونو روزل، چې په هېواد کې دننه او دباندې د معلوماتي ټکنالوجۍ پر مټ د هېواد اقتصاد ته وده ورکړي او خپل وروسته پاتې هېواد له نورو سیالانو سره په صف کې ودرول شي.
  •      د معلوماتي ټکنالوجۍ پر مټ په هېواد کې د تحقیق او ریسرچ د مرکزونو ایجادول، تر څو د نړیوال انټرنیټي جال څخه د اړتیا وړ مواد لاسته راوړي او نوښتونه منځ ته راوړي.
  •      د ملي اقتصاد د رهبرۍ لپاره د معنوي زیرمو ایجادول او د نورو سکتورونو زده کړیالانو ته د تحقیق مناسبه زمینه برابرول.
  •      خپل مهارتونو له نورو سره شریکول او له موجوده منابعو څخه اعظمي استفاده کول او د خپل وس او توان په درلودلو سره د آثارو لیکل او د روزنیزو لاسي کارونو د مؤثر او چټک انجامولو په موخه عملي کمپيوټري سافت ويیرونو او پروګرامونو جوړول او پر لیکه کول.
  •      په پرمختللیو هېوادونو کې د موجوده عمده سافت ويیرونو محلي کول او په خپلو رسمي ژبو د نوموړو پروګرامونو څخه ګټه اخیستل، چې په نتیجه کې هغه هېوادوال چې په انګلیسي نه پوهېږي، هغوی به هم د کمپیوټر د آسانتیاوو او خدماتو څخه برخمن شي.