ساینس

 

د لوړو زده کړو وزارت

ننګرهار پوهنتون

ساينس پوهنځى

 

تاريخچه:

ساينس پوهنځی د لوړو زده کړو وزارت له خوا د ننګرهار پوهنتون په چوکاټ کې په (۱۳۹۰) ل کال کې رامنځته شو، چې هغه مهال يې دوه څانګې (کيميا- بيولوژي) او (رياضي-فزيک) لرلې. اوسمهال نوموړى پوهنځى پنځه څانګې لري:

1.    کيميا

2.    بيولوژي

3.    رياضي

4.    فزيک

5.    جيولوجي معادن

د ساينس پوهنځى په يادو څانګو کې (١٠٨٣) تنه محصلان په زده کړو بوخت دي، چې د تدريس چارې يې د (٢٢) تنو استادانو له خوا پرمخ وړل کېږي. ساينس پوهنځي تر دې دمه (٩٥) تنه علمي کادرونه فارغ او ټولنې ته د خدمت لپاره وړاندې کړي دي.

د ساينس پوهنځي د ودانۍ چارې د ګاونډي هېواد پاکستان په مالي مرسته بشپړې شوي، چې دمګړۍ ياد پوهنځى معياري درسي او اداري خونې، لابراتوارونه، کنفرانس هالونه او نور ملحقات لري.

 

ساينس پوهنځى شپږ کمېټې لري، چې عبارت دي له:

1.    کريکولم کمېټه

2.    ريسرچ کمېټه

3.    تضمين کيفيت کمېټه

4.    ليليې کمېټه

5.    نظم او دسپلين کمېټه

6.    فرهنګي کمېټه

چې هرې کمېټې په خپله برخه کې د اړتيا سره سم  فعاليتونه ترسره کړي او په اړونده برخه کې ښې لاسته راوړنې لري.

 

موخې:

دا چې زمونږ د ګران هېواد افغانستان د بېلابېلو ساحو د پرمختګ او بيارغونې لپاره پياوړو ساينسي مهارتونو او مسلکي کادرونو ته زياته اړتيا ده، چې تربيه شوي مسلکي کادرونه په مادي او معنوي ډول د هيواد په ابادۍ او ترقئ کې فعاله ونډه واخلي. نو په همدې اساس د ساينس پوهنځي مرام او موخې په لاندې څو مادو کې خلاصه کوو:

1. په علمي ډګر کې د هېوادوالو لپاره د علمي او مسلکي کادرونو روزل.

2. د طبعي علومو له نظره د هېواد د صنعتي موسساتو تقويه کول.

3. د بشري منابعو تقويه کول، چې د هېواد د عايداتو په توليد کې ونډه لري.

4. د ټکنالوژۍ تقويه کول او د ټکنالوژۍ څخه په لويه پيمانه ګټه اخيستل.

5. د ساينس پوهنځي فارغ التحصيل به د يو ساينسپوه په څېر د مسلکي او علمي تجربو لرونکی وي او دې ته به اماده وي، چې د اسلامي شريعت سره برابر د خپل ولس او وطن خدمت وکړي او ملي ګټو ته به په خپلو شخصي ګټو ترجيح ورکوي او مسووليتونه به درک کوي.

6. د ساينس پوهنځي فارغ التحصيل به د يو ساينسپوه په توګه د همکارۍ او همغږۍ روحيه ولري او هغه تخنيکونه چې زده کړي يې دي، د خپل ولس او هېواد په ګټه به يې کاروي او همدارنګه د يو علمي او مسلکي کادر په څېر به په خپله دنده کې ريښتينی او بيداره اوسي او د لاښه والي لپاره به په دولتي اموراتو کې فعاله ونډه اخلي.

7. د ساينس پوهنځي فارغ التحصيل به هر وخت د ساينسي ټکنالوژۍ او وسايلو څخه په پوره ډول باخبره اوسي او هر وخت به د ساينس په برخه کې د هېواد ستونزې درک او د حل لپاره به يې پلټنه او کوښښ کوي.

8. د ساينس پوهنځي فارغان به د طبعي علومو متخصصينو او ښوونکو په توګه د صنعتي موسساتو د مشکلاتو د رفع کولو لپاره په هېواد کې فعاليت کوي.

9. په علمي تحقيقاتو او صنعتي او تخنيکي پروژو کې به د هيواد او نړۍ په سطحه د لارښوونو او مشورو له طريقه برخه اخيستونکی او همکار اوسي. 

10. د ساينس پوهنځي فارغ التحصيل به په ساينسي مسايلو کې د نورو علمي کادرونو سره د نوي انکشافاتو په لټه کې وي او داسې نور ...  

فعاليتونه

۱ـ دپوهنځي غونډې

د ساينس پوهنځي د ادارې رهبري د منظم مهالويش سره سم په مياشت کې يوځل علمي شورا، د څانګو غونډې، د تضمين کيفيت غونډې او هم د ضرورت پر اساس د استادانو عمومي غونډې لري، چې په اړونده موضوعاتو باندې هراړخيزه بحث ترسره او لازم تصميمونه نيول کيږي.

۲ـ تدريسي فعاليت او د نورو پوهنځيو سره مرسته

د ساينس پوهنځي تدريسي بهير د نصاب سره سم عملي او نظري ډول په ټولو څانګو کې پر مخ وړل کېږي. د عملي کارونو لپاره د مختلفو څانګو لابراتوارونه شتون لري، چې د هرې څانګې په مربوطه لابراتوار کې عملي کارونه د مربوطه استادانو په واسطه ترسره کيږي.

دغه راز د مختلفو څانګو غړي د څانګې د اړونده مضمونو د تدريس سربېره د انجينري، وترنري، زراعت او کمپيوټرساينس پوهنځيو کې د کيميا، رياضي، فزيک او بيالوژي مضامينو په تدريس کې مرسته کوي.

۳ـ علمي فعاليتونه او د ظرفيت لوړول

د ساينس پوهنځي ټول استادان په تدريسي بهير سربېره د علمي رتبو د ترفيعاتو لپاره د تدريسي کتابونو په تاليف، ژباړه او څېړنيزو فعاليتونو باندې بوخت دي. همدارنګه ددې پوهنځي يو شمېر استادان د ماسټرۍ د ترلاسه کولو لپاره په بهرنيو هېوادونو کې په زده کړو بوخت دي.

 

ګڼه

پېژندنه

علمي رتبه

د تحصيل درجه

څانګه

اړيکشمېره

نوم

د پلار نوم

١

پادشاه خان

زونډي خان

پوهنوال

ماسټر

کيميا-بيولوژي

0700664838

٢

محب الرحمن

خليل الرحمن

پوهندوى

ماسټر

رياضي- فزيک

0700603821

٣

حميدالله

يارمحمد

پوهندوى

ماسټر

رياضي-فزيک

0799690324

٤

نظرمحمد

خان محمد

پوهندوى

ماسټر

رياضي-فزيک

0700607225

٥

سيد شاه علي

ګل ولي

پوهنمل

ليسانس

کيميا-بيولوژي

0700609512

٦

عزيزالرحمن

عبدالرحمن

پوهنيار

ليسانس

رياضي- فزيک

0707025802

٧

صفت الله

عبدالقادر

پوهنيار

ماسټر

کيميا -بيولوژي

0775165100

٨

الله نظر

دين محمد

پوهيالی

ليسانس

کيميا -بيولوژي

0776183560

٩

جنت اکبر

اکرم جان

پوهيالی

ليسانس

رياضي- فزيک

0797805736

١٠

عتيق الله

غلام رحمن

پوهيالی

ليسانس

رياضي- فزيک

0797464093

١١

منصور

عبدالظاهر

پوهيالی

ليسانس

رياضي- فزيک

0776261345

١٢

زيارت ګل

محصل

پوهيالی

ليسانس

کيميا -بيولوژي

0774001920

١٣

اجمل

ګل رسول

پوهيالی

ليسانس

کيميا-بيولوژي

0700622859

١٤

اکرام الله

امرالله

پوهيالی

ليسانس

رياضي- فزيک

0796042809

١٥

اظهارالحق

فضل ديان

پوهيالی

ليسانس

کيميا- بيولوژي

0778700523

١٦

نورزمان

بازمير

پوهيالی

ليسانس

رياضي- فزيک

0794842999

١٧

ولي امام

سيدآغا

پوهيالی

ليسانس

کيميا- بيولوژي

9774113307

١٨

رفيع الله

سيف الله

پوهيالی

ليسانس

رياضي- فزيک

0776238624

19

نورمل

سيداجان

پوهيالی

ليسانس

رياضي- فزيک

0784982615

20

ضياالحق

عبدالجبار

پوهيالی

ليسانس

رياضي- فزيک

0777464868

21

عبيدالرحمن

غلام رحمن

نامزدپوهيالی

ليسانس

کيميا- بيولوژي

0772262926

22

عارف الله

سيدحسن

نامزدپوهيالی

ليسانس

کيميا- بيولوژي

0788225993

 

 

 

۴ـ دورکشاپونو، کنفرانسونو او سيمينارونو دايرول

د ساينس پوهنځي استادان په منظم ډول سره کنفرانسونه، ورکشاپونه او سيمينارونه ترتيب او ترسره کوي. د پوهنځي او د پوهنتون په سطحه په کنفرانسونو، ورکشاپونو او سيمينارونو کې فعاله ونډه اخلي او خپلې تجربې يې د نورو سره شريکې کړي او هم يي د هغوى له تجربو څخه ګټې اخيستې دي.

 

۵ـ د پوهنتون په مختلفو شوراګانو او کمېټو کې ګډون

د ساينس پوهنځي استادان د پوهنتون په سطحه ټولو شوراګانو او کمېټو کې لکه علمي شورا، د پوهنتون د رهبرۍ شورا، اداري شورا، علمي ترفيعاتو کمېټه، نشراتو او فرهنګي کمېټه، د ازموينو کمېټه، ريسرچ کمېټه، تضمين کيفيت کمېټه او کريکولم کمېټه کې شتون او فعاله ونډه لري. همدا راز استادان د پوهنځي په مختلفو فرعي کمېټو کې هم فعاله ونډه لري.