انجينري پوهنځي تاريخچه

ننګرهار پوهنتون

انجنيري پوهنځى

لنډه تاريخچه

انجنيري پوهنځى د ننګرهار پوهنتون په چوکاټ کې په (١٣٥٧) لمريز کال کې رامنځته شوى، اوسمهال نوموړى پوهنځى (٣) څانګې لري:

څانګې

{C}1.      سيول څانګه

{C}2.      عمومي تخنيکي مضمونونو څانګه

{C}3.      اوبو لګولو انجنيرۍ څانګه

چې د (٢٣) تنو استادانو له خوا پکې (٦٣٣) تنو محصلانو ته تدريس کېږي.

د ننګرهار پوهنتون انجنيري پوهنځي تر دې دمه (٣٠٨٥) تنه علمي کادرونه فارغ او ټولنې ته د خدمت په موخه وړاندې کړي دي.

په لومړیو کې نوموړي پوهنځي د ودانیو، اوبو رسولو او کانالیزاسیون او د تهويي او تسخین څانګو لرونکې وه، چې وروسته د یو سلسله ستونزو له کبله په کال ١٣٧٢ کې نوموړې څانګې یواځې په سیول څانګې بدلې شوې. د زده کړې دوره د انجینري په پوهنځي کې پنځه کاله وه، چې د امریکا متحده ایالاتو د ساندیاګو سټیټ پوهنتون سره د توامیت څخه وروسته په ۱۳۸۸ ل کال کې چې د ۲۰۰۹ میلادي کال سره سمون خوري، په انجنیري پوهنځي کې د کریدیت سیستم پلی شو، چې تحصیلی دوره د پنځو کلونو څخه څلورو کلونو ته راټیټه شوه. په ۱۳۹۳ل کال کې د انجینري په پوهنځي کې د اوبو د زیرمو او چاپېریال ساتنې انجنیري یوه بله څانګه هم پرانيستل شوه، چې تر اوسه ورته۱۸۰ تنو محصلانو د کانکور له طريقه لاره  پیدا کړې ده.

اوس مهال د انجنيري پوهنځى د دوو فارغ ورکوونکو (سیول انجنیري، د اوبو زیرمو او چاپېریال ساتنې انجنيري) څانګو او یو کومک کوونکي (عمومي تخنیکي مضامینو) څانګې لرونکې ده. په پلان کې ده چې په  نږدې راتلونکې کې د مهندسۍ او برېښنا څانګې هم تاسیس شي.