داداره عامه پوهنځي

     
   
 
     

 

ننګرهار پوهنتون

عامه ادارې او پاليسۍ پوهنځى

لنډه پېژندنه

عامه ادارې او پاليسۍ پوهنځى په (١٣٩١) لمريز کال کې د ننګرهار پوهنتون په چوکاټ کې د هېواد د ملکي خدمتونو او عامه پاليسۍ جوړولو په برخه کې د مسلکي کادرونو او د عامه ادارې لپاره د ليسانس په سويه د مسلکي کارکوونکو د روزنې په موخه رامنځته شو. اوسمهال نوموړى پوهنځى (٣) څانګې لري:

څانګې

1.      عامه ادارې څانګه

2.      عامه پاليسۍ څانګه

3.      انکشاف مديريت څانګه

چې په نوموړو څانګو کې د (١٥) تنو استادانو له خوا (٣٦٩) تنو محصلانو ته تدريس کېږي.

مرام او اهداف

لکه چې پوهېږو هره اداره، موسسه، پروژه او هر جدا تحصيلي واحد ځانته ځانکړی هدف او مرام لري، نو په همدې  اساس د ننکرهار پوهنتون عامه ادارې او پاليسۍ پوهنځی هم ځانته مرام او هدف لري او د همدغې مرام او هدف د تحقق  لپاره کار کوي. دغه  مرام  او هدف  په لاندې ټکو کې  را لنډولای شو:

مرام

1.      د هېواد د عامه ادارې لپاره د پوهو او مسلکي کادرونو روزنه.

2.      د عامه ادارې (Public Administration) له تعريف او ستراتيژۍ سره سم په ټول هېواد کې د عامه ادارې د دساتيرو د کټ مټ عملي کېدو تامين او د اداري اصولو او احکامو د يوشانته تطبيق لپاره د لازم کيفيت او ظرفيت ايجاد.

3.      د علمي بنسټ پر بنا د هېواد د ادارې پياوړتيا.

4.      د انساني سرچينو (Human Resources) ظرفيت لوړول.

5.      د عامه ادارې لپاره تيوريکي لارښوونې او روزنيزو موادو چمتو کول.

6.      د اقتصادي مؤسساتو د ښه مديريت او د ملي اقتصاد لپاره د اغېزمنو پلانونو د جوړولو توانايۍ ايجادول.

7.      د ANDS د تطبيق لپاره په علمي کادرونو د مؤسساتو تجهيزول.

8.      د مديريت د مهارتونو لوړول او د مديريتي ستونزو د پېژندنې لپاره د علمي تحقيقاتو اجرا.

9.      په نهايت کې د انکشاف د ډېرو ښو لارو موندل او د مديريت د رهبرۍ لپاره د معنوي زېرمې ايجادول.

اهداف

1.      د عامه ادارې او پاليسۍ پوهنځي فارغ بايد د يوه مسلکي مدير په توګه اداري مهارت ترلاسه کړي، مسلکي پوهه ولري، اداري حقوق وپېژني او دندې او مسؤليتونه ومني.

2.      ملي ګټو ته په خپلو شخصي ګټو ترجيح ورکړي. متعهد، وطنپال او خلکو ته د خدمت جوګه وي.

3.      د ادارې اصولو ته پابند او بايد د يوه مسلکي کادر په توګه وظيفه پېژندونکی او صادق واوسي او د دولتي چارو په بهبود کې خپله ملي دنده وپېژني.

4.      د همکارۍ او همغږۍ روحيې په ارزښت پوه او په کاري ساحو کې د لازمو تدابيرو د تخنيکي وړتياوو سره د ښه خدمت مصدر وګرځي.

5.      په عمل کې د خپلې پوهې او اخلاقي تفکر څخه استفاده وکړي او د سالم تفکر په اساس بايد اداره د ترقۍ په لور وهڅوي.

6.      د مديريت او بشري منابعو(H.R) د علم په کلي مفاهيمو او عمومي طريقو پوه او په معاصرو مسايلو خبر وي.

7.      د بشري منابعو د انکشاف (Human Resources Development) د علم د تاريخي- تکاملي پړاوونو او نظرياتو په نظر کې نيولو سره د مختلفو سکتورونو ترمنځ د عمومي روشونو ارتباط ورکوونکی او خپلې ترلاسه کړې پوهې د ښه تشريح کولو استعداد ولري.

8.      د وضعيت په تحليل سره ستونزې مشخصې او د حل لارې ورته وسنجوي او د هغې مطابق عمل وکړي.

9.      دندو ته د لومړيتوب په ورکولو سرچېنې تدارک او همغږې کړي.

10. په شفاهي او تحريري بڼه وړانديزپاڼې، پاليسي ګانې، د تحقيق نتايج او نظريات خلکو ته توضيح کړای شي.

11. د اصولي او سالمې ادارې په برخه کې د نوښت او لوړ ذکاوت او عمل په اجرا سره نورو ته د تشويق او ترغيب مصدر وګرځي.

12. له نوې تکنالوژۍ او علومو سره په هماهنګ ډول د پرمختيا لپاره تدابير وسنجولای شي.

13. نوښتګر واوسي او د خطرونو منونکى وي.

14. خپلې سيمې او د ټول هېواد د وګړو عنعناتو او مقدساتو ته درناوی ولري او د اړتيا پر مهال يو ډېر ښه رهبر (Leader) واوسي.

15. په ټولو توليدي او خدماتي سکتورونو کې د (Management Science) د علم نظريات وکارولای شي.

16. په هېواد کې د معاصرې ادارې د اصولو د رامنځته کولو په برخه کې مخکښ شي.