پوهنتون د پنځوسمې کاليزې په وياړ د پوهنتون د سرپرست رئيس پيغام

 

د ننګرهار پوهنتون د پنځوسمې کاليزې په وياړ

د پوهنتون د سرپرست رئيس پيغام

پدې پراخه او بې پايه کايناتو کې انسان هغه موجود دى، چې خداى (جل جلاله) پرې علم او پوهه لورولې ده. قرانکريم د احکامو له کتابه زيات قران حکيم دى. حکمت ته ((خيرکثير)) ويلى شوى دى او بې شمېره ايتونه د عقل و پوهې تاکيد کوي. په کايناتو کې تدبر او تفکر د پوهانو په اند نننى ساينس دى او مونږ غواړو، د خپلو علمي مراکزو (پوهنتونونو) په وسيله د پرمختيا پدې نړيواله سيالۍ کې ورګډ شو. پدې کې شک نشته، چې تپل شوو ګډوډيو زمونږ علمي او ساينسي مزل سست کړى؛ خو زه به ددې ملت د يوه بهرني خواخوږي په تجربه او مشاهده ولاړه وينا د يوه پېغام په توګه ډالۍ کړم، چې: (( کله چې دا ملت د کايناتو روان بهير ته شامل شوى، داسې ښکاري، لکه يوه ښخه خزانه او پټ راز چې ناڅاپه راښکاره شي.)) دا ځکه چې دې ملت هم شخصيتونه لرل او هم پيغامونه؛ او دا څرګنده ده، چې يو ملت او تمدن په شخصيتونو او پيغامونو ژوندى ساتل کېداى شي. له همدې کبله د يوه علمي او فرهنګي مسوول په توګه پخپل ولس غږ کوم،چې خبردار!

کوم ملت چې د خپلو بچيانو غوږونه په حقيقي پوهې او علم نه ډکوي، دا تشه همداسې نه پايي، خامخا به د پرديو په پوچو پروپاګندونو ډکېږي. ځوانان چې د يوه هېواد د مستقبل تر ټولو ځواکمنه پانګه ده، يوې ځانګړې پاملرنې ته اړتيا لري، او بيا مونږ چې د تاريخ له يوه ډېر نازک پړاوه تېرېږو؛ علم، فرهنګ او پوهنتونونه مو د هر ډول لاسوهنې مرموز خو سرسخت غبرګون دى.

د ننګرهار پوهنتون د علمي بهير عمر نيمې پېړۍ ته ورسېد. ددې نيمې پېړۍ جدوجهد ستره لاسته راوړنه په بېلابېلو څانګو او مسلکونو کې د شلو زرو تنو علمي کادرونو روزل او ټولنې ته وړاندې کول دي. ددې پوهنتون د بنسټ ډبره له نن څخه پنځوس کاله وړاندې د اعلحضرت محمدظاهر شاه د واکمنۍ پر مهال د پوهنې د وزير ارواښاد علي احمد پوپل لخوا د جلال اباد ښار په شيشم باغ سيمه کې کېښودل شوه. لومړى ځل پکې طب پوهنځى ورغېد، چې پنځو امريکايي او درېو افغان استادانو پکې (٤٨) تنو محصلينو ته تدريس کاوه؛ چې د وخت په تېرېدو پکې د انجنيري، کرنې، ښوونې او روزنې، ژبو او ادبياتو، اقتصاد،شرعياتو، حقوقو او سياسي علومو، وترنري علومو، کمپيوټر ساينس،ساينس، ژورنالېزم او عامه ادارې او پالېسۍ پوهنځي رامنځته شول. اوسمهال ننګرهار پوهنتون (١٣) پوهنځي لري، چې په (٧١) څانګو کې يې پنځلس زره (١٥٠٠٠) تنه محصلين په زده کړو بوخت او د نږدې پنځه سوه تنو استاذانو لخوا يې د تدريس چارې پرمخ ځي. ننګرهار پوهنتون د هېواد په کچه د دويم ستر پوهنيز مرکز په توګه اوس له ګڼو نړيوالو پوهنتونونو سره علمي اړيکې لري، چې په همدې لړ کې يو شمېر بهرنيو پوهنتونونو ته يې د ماسترۍ او دوکتورا لپاره د استاذانو استول دوام لري. لله الحمد ننګرهار پوهنتون دا علمي بريا ترلاسه کړه، چې د شرعياتو، حقوقو، ژبو او ادبياتو په پوهنځيو کې د ماسترۍ دوره پيل او پرمخ بوځي، چې اوسمهال پکې د ننګرهار پوهنتون په ګډون د هېواد د بېلابېلو پوهنتونونو (١١٦) تنه استاذان په زده کړو بوخت دي. د ننګرهار پوهنتون يو بل ستر وياړ د هېواد په کچه د لومړي ځل لپاره ددې پوهنتون د شرعياتو پوهنځي  کې د دوکتورا برنامې پيل دى، چې پرمخ ځي او داسې نورو نوښتونو ته سترګې په لار يو.د يادو او ګڼو نورو علمي پرمختګونو تر څنګ د پوهنتون رغنيزې چارې هم ښې پرمخ ځي، همدا اوس د مرکزې ليليې، د شرعياتو، حقوقو او سياسي علومو پوهنځيو او د ليليې جومات پر ودانيو کار روان دى او تمه ده، چې د ژورنالېزم پوهنځي لپاره به هم په يوې سترې ودانۍ کار پيل شي. د رسمي هلو ځلو سربېره مو له شخصي امکاناتو هم ګټه اخيستې او د ننګرهار د يو شمېر بااحساسه، وطنپالو اشخاصو په مرسته مو د پوهنتون داخلي سرکونه په پاخه او اساسي توګه ورغول او د چاپېريال سرسبزۍ ته مو هم ځانګړې پاملرنه کړې او دا لړۍ لاهم دوام لري، چې پدې لړ کې روانې هلې ځلې د ښې راتلونکې زيرى راکوي.

دا منو چې د هر ولس ملي مزاج او طبيعت نوو تقاضو ته دروازې پرانېزي، خو ددې ملي شعور د دروازې تر شا يې د فطرت اساسي او بنسټيز عناصر څپاند وي. زه هيله لرم، چې ددې پتمن ملت بچي به د ژوند په هرډول شرايطو کې د هرې علمي او کلتوري لاسته راوړنې پر وخت خپل ملي تشخص خوځند او فعال وساتي. په پاى کې ټولو هېوادوالو او د پوهې مينه والو ته د ننګرهار پوهنتون د پنځوسمې کاليزې مبارکي وايم.

 

د يوه سوکاله  او پرمختللي افغانستان په هيله

پوهنوال دوکتور محمد طاهر (عنايت)

د ننګرهار پوهنتون سرپرست رئيس