د پنځوسمې کلیزې په مناسبت د جمهور رییس پیغام

 

د ننګرهار پوهنتون د پنځوسمې کلیزې په مناسبت د افغانستان د اسلامي جمهوریت د جمهور رییس پیغام

د ننګرهار پوهنتون رهبري هیئت، استادانو، محصلانو، خویندو او وروڼو!                             

   السلام علیکم و رحمت الله و برکاته!

    ډیر خوشحاله یم چې د ننګرهار پوهنتون د پنځوسمې کالیزې شاهد یم. د دې کالیزې مبارکي د هیواد ټول ځوان او منور قشر ته او په تیره بیا د ننګرهار پوهنتون مشرتابه، استادانو او محصلانو ته ورکوم. د ګران هیواد ټول علمي مرکزونه او اکاډیمیک موسسات زموږ د سترګو تور دي او اوچت معنوي ارزښت لري. ننګرهار پوهنتون چې د هیواد د دویم پوهنتون په حیث پوره نیمه پیړۍ ټولنې ته متخصصان وړاندې کړې دي، خپل خاص اهمیت لري. زموږ ملت به د دغه پوهنتون د فاضلو او وطنپالو استادانو علمي خدمات هیر نه کړي. د ننګرهار پوهنتون استادان او منسوبین په ستونزمنو شرایطو کې د علم خدمت کوي او ځوان محصلان د هیواد له ګوټ ګوټ څخه په دغه علمي مرکز کې د علم په حاصلولو بوخت دي. دا زموږ لپاره د ویاړ او امید ځای دی. په اوسنۍ زمانه کې چې علم او ټکنالوژي ډیر پیچلي شوي دي، د یوې ټولنې نیکمرغي او له سیالانو سره سیالي یوازې هغه وخت ممکنه ده چې نجونې او هلکان یې د علم او مهارت حاصلولو ته مخه کړي. د پاک پروردګار دربار ته دعا کوم چې په هیواد کې سراسري سوله ټینګه شي او په دې ډول زموږ ځوان کهول په ارام ذهن د علم او معنوي کمالونو د حاصلولو او ټولنې ته د  خدمت کولو لا زیات فرصت ومومي.

په درنښت

محمد اشرف غني

د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رییس