د ننګرهار پوهنتون پنځوسمه کليزه

 

د ننګرهار پوهنتون پنځوسمه کليزه

 

 

د ننګرهار پوهنتون د بنسټ ډبره د وخت دغوښتنو  او  د هيواد د ځانگړو شرايطو په پام کې نيولو سره په کال (١٣٤٢) هـ ش،کې د تلې د مياشتې په (١٧) نيټه د ســــــــــهار په اوه نيمو بجو د ملت د بابا ارواښاد ( محمد ظاهر شاه ) د پاچاهۍ په دور کې د دولت د لومړي وزير ارواښاد ( ډاکټر محمد يوسف خان ) د صدارت په مهال د وخت د معارف د وزير ارواښادعلي احمد (پوپل ) له خوا د جلال آباد ښار د شيشم باغ نومې سيمې کې يې کيښودل شوهاو په کال ۱۳۴۳ کي يې عملا په فعاليت شروع وکړه. اوس مهال دغه پوهنتون د ننګرهار ولایت د مرکز جلال اباد شمال لویدیځ لور ته  د۱۱ کیلو متره په فاصله د کابل- جلال اباد په لويه لاره  چپ لورته موقعیت لری. او ددي تر څنګه د ننګرهار په مرکز جلال اباد  ښار کې هم ددغه پوهنتون دری فاکولتي په دريو کمپاسونو کې فعاليت لري.

     په لومړي ځل  په دغه پوهنتون کی د طب پوهنځي په علمي فعاليت پيل وکړ، ددې پوهنځي پــــــــــــــــــه اتو څانګو( اناتومي،هستولوژي،فزيالوژي، رياضي، انګليسي،فزيک،کيميا او بيولوژي ) کې د اته تنو مجربو استادانو له خوا (٤٨) تنو محصلينو ته په پښتو ملي ژبه تدريس پيل شو او تر څنګه  يې اینګليسي ژبې ته هم ځاى ورکړل شوی وه.

     کله چې محترم ګلزار(اميني) د پوهنتون رئيس وه په کال (١٣٥٧) کې د طب پوهنځي تر څنګ د انجينري ، کرنې او ښوونې روزنې پوهنځي تائسيس شول.

چې وروسته بيا د پوهنتون د پرمختيايي پلان سره سم په کال (١٣٦٢) کې د ژبو او ادبياتو ،اقتصاد پوهنځي تاسيس، په کال (١٣٧١) کې د حقوقو او سياسي علومو، شرعياتو پوهنځي تاسيس شول،بالاخره په کال (١٣٧۲) کې د وترنري علومو پوهنځي په (١٣٩٠) کال کې دساينس او کمپيوټر ساينس پوهنځي تاسيس او په (١٣٩١) کال کې دژورناليزم اود عامه اداری پوهنځیو په  تاسيس سره ددغه پوهنتون د پوهنځيو شمير ديارلسو ته ورسید.

د لیسانس سویی لپاره دمحصلینو دروزنی ترڅنګ د حقوقواوسیاسی علومو، ښوونی اوروزنی، ژبواوادبیاتو، شرعیاتواوژورنالیزم په پوهنځیوکی د ماستری پروګرامو لپاره کادرونه روزل کیږی اوله نیکه مرغه د شرعیاتو د پوهنځی له لاری د دکتورا په کچه کادرونه روزل کیږی.

د ورځنی پروګرام تر څنګ د حقوقواوسیاسی علومو، شرعیاتو، اقتصاد، ښوونی اوروزنی، عامه اداری ،ژورنالیزم او د ژبواوادبیاتو پوهنځیوله لاری د شپی په پوهنځیو کی محصلین روزل کیږی.

اوس مهال دغه پوهنتون د شپاړس زره محصلينو درلودونکی ده چي د ليسانس په کچه زدهکړي کوي خو ددغي شميري څخه علاوه  د سلو تنو په شاوخوا کي د هيواد د ننه  د نورو پوهنتونونو استادان او علمي او اداري مرکزونو کارکونکي هم په دغه پوهنتون کي د ماستری او دوکتوری په کچه زده کړی کوي.

په ټوله کی د ننګرهار پوهنتون دخپلواړونده پوهنځیوله لاری دتاسیس نیټی څخه تر اوسه (۱۹۰۵۴) فارغین ټولنی ته وړاندی کړی او دافغانی فارغینوترڅنګ د خیبر پښتونخوا ایالت ته هم د فارغینو د ورکړی ویاړ لری.

دننګرهارپوهنتون دخپلوعلمی اواداری چاروتر څنګ د کندهار،کنړ افغان سید جمال الدین، لغمان، د خوست د شیخ زاهد، پکتیا ، پکتیکا او هلمند پوهنتونوسره په علمی چاروکی مرستی کوی .

د ننګرهار پوهنتون د خپل تاسیس د پیل راهیسی د هرډول تاریخی ناتاروسره دمجادلی اوزغم ترڅنګ دکادرونودروزنی ا وفراغت ویاړونه لری

دکورنیواړیکوترڅنګ دننګرهارپوهنتون دهیواد څخه بهر دامریکی متحده ایالتونه ،جرمنی، ایټالیا، پاکستان، هند او نورو هیوادونو د پوهنتونونو او علمی مراکزو سره اړیکی لری او نن سبا د نړۍ په مختلفو هیوادونو لکه: د امریکا، هندوستان، پاکستان او نورو هیوادونو په پوهنتونو کی یی استادان لوړی زده کړی ترسره کوی د يونسکو سره ثبت او د امريکا، جرمني ايتاليا، پاکستان هيوادونو سره علمي تواميتونه لري.

ننګرهارپوهنتون اداره د دي پوهنتون تاریخی شالید، لاسته راوړنو، اړیکو او اوسنی موقف ته په کتو سره غواړی د ننګرهار پوهنتون د مشرتابه  پوهنوال دوکتور محمد طاهر عنايت په لارښودنه  د پوهنتون د عمر پنځوسمه کلیزه په شانداره مراسمو سره  د لاندي موخو د لاسته راوړلو په خاطر:

ü     ټولنی ته د پوهنتون د ارزښت او لاسته راوړنومعرفی

ü     د پوهنتون سره د خواخوږۍ او مرستی جلبول

ü     د پوهنتون سره د اړیکو زیاتول او تامینول

ü     د محصلینو او استادانو د علمی کچی لوړول

ولمانځی ترڅو د دغه لمانځنی له لوری د پوهنتون سره خواخوږی او مرستی ترلاسه او د پوهنتون په اعتبار کی زیاتوالی راولی او لدی لاری دکورنیو او بهرنیوعلمی او اکاډمیکو سرچینو سره خپلی اړیکی زیاتی او په ټوله کی د پوهنتون وړتیاوی زیاتی ترڅو له کبله یی وړ کادرونه تولید اوټولنی ته د خدمت لپاره عرضه شی نو د دغه غونډی د رنګینولو لپاره غواړی د مینه والو او مسؤلو ادارو څخه هر اړخیزی مرستی جلب کړی

د د لماهغونډي د ښه تجليل په موخه کاري پلان جوړ شوي او د کارونو د ښه برمختګ په موخه لاندي کميټي جوړي شوي دي.

ü     فرهنګی او کلتوری فعالیتونه

ü     ارتباطی اړیکوتامینولوفعالیتونه

ü     دمالی امکاناتوبرابرونکی فعالیتونه

ü     مالی اوچاپیریال ساتنی تنظیمونکی فعالیتونه

ü     خدماتی فعالیتونه

ü     امنیت تنظیمونکی فعالیتونه

ü     امنيتي کميټه

پورتني هره کميټه د عمومي کميټي په چوکاټ کي يو تن مسول او  غړي لري چي د ترتيب شوي کاري پلان سره سم به هره کميټه خپلي دندي ترسره کوي.

ددغه پروګرام د ترسره کولو لپاره احتمالي بوديجه په نظر کي نيول شوي چي د بسپني د لاري  د پوهنتون سره د خواخوږو او ملي شرکتونو څخه را غونډيږي چي شفافيت او حساب ورکونه به ددغه منابعو او مصارفو په برخه کي یو لوی اصل وي.

د پورته توضيحاتو په نظر کي نيولو سره د ټولو وطنوالو، شخصيتونو، ملي تجارانو، ملي او بين المللي شرکتونو او د ددغه پوهنتون د فارغو محصلينو څخه په درنښت هيله کوو چي ددغه پوهنتون  د پنځوسمي کليزي په لمانځنه کي زمونږ سره مرسته وکړي.

په درنښت

پوهندوي محمدباير درمل

د ننګرهار پوهنتون دپنڅوسمي کليزي د لمانځني کميټي مشر