د چارو ادارې د عملیاتي واحد پلاوي د ننګرهار پوهنتون له رئيس سره وليدل

21 اپرېل, 2020

د چارو ادارې د عملیاتي واحد پلاوي د یاد بنسټ د ختیز زون د مسؤل انجنیر وفي الله طاهري په مشرۍ د ننګرهار پوهنتون له رئيس پوهاند دوکتور خليل احمد بهسودوال سره وليدل.
په ياده لیدنه کې، چې د علمي چارو مرستیال پوهندوی دوکتور محمد حامد کډوال، د محصلانو چارو مرستيال پوهندوى سيد اکرم هاشمي او د اداري او مالي چارو مرستیال حمیدالله احمدزي هم په کې حضور درلود، دواړو خواوو د ننګرهار پوهنتون د روانو رغنیزو پروژو د وضعیت په اړه خبرې اترې وکړې.
پوهاند بهسودوال د چارو ادارې د عملیاتي واحد ادارې مننه وکړه، چې په ننګرهار پوهنتون کې یې د ۱۵۲ میلیونه افغانیو په لګښت په شپږو پوړونو کې د نجونو د مرکزي لیلیې ودانۍ چارې پیل کړي.
هغه زیاته کړه: دا چې اوس د نوموړې ودانۍ چارې د بشپړېدو په حال کې دي، نو د نوموړې ودانۍ د احاطې، تجهیزاتو او مجهز کتابتون او کمپیوټر لیب جوړولو په برخه کې هم باید د عملیاتي واحد اداره له پوهنتون سره مرسته وکړي.
د پوهنتون رئیس له راغلي پلاوي د نهاري محصلینو لپاره د یوه تم ځای جوړولو او همدارنګه د پوهنتون د ځنډېدلو پروژو د چارو په بیا پیل کې هم د مرستې غوښتنه وکړه.
د عملیاتي واحد ادارې د ختیز زون رئيس په اړونده برخه کې د مرستې ژمنه وکړه او زیاته یې کړه، چې د پوهنتون یاد وړاندیزونه به د خپلې ادارې له مشرانو سره شریک او له هوکړې وروسته به يې په اړه لازم اجراات ترسره کړي.