د ننګرهار پوهنتون ساينس پوهنځي د جيولوجي او کانونو اکتشاف انجنيري څانګې څخه ٨٧ تنه فارغ شول

07 جنوري, 2020

د يادې څانګې د دويمې دورې فراغت په مناسبت د ساينس پوهنځي په تالار کې غونډه جوړه شوې وه، چې د ننګرهار پوهنتون د محصلانو چارو مرستيال پوهندوى سيد اکرم هاشمي، د اداري او مالي چارو مرستيال حميدالله احمدزي، د ساينس پوهنځي رئيس، استادانو، د پولي تخنيک پوهنتون د اړوندې څانګې استادانو، فارغانو او د هغوى د کورنيو غړو په کې برخه لرله.
غونډې ته د وينا پر مهال د ننګرهار پوهنتون د محصلانو چارو مرستيال پوهندوى سيد اکرم هاشمي د ساينس پوهنځي د جيولوجي او کانونو اکتشاف انجنيري څانګې څخه د ٨٧ تنو علمي کادرونو فراغت ستره لاسته راوړنه وبلله.
نوموړي فارغانو او د هغوى کورنيو ته مبارکي وويله او د پوليتخنيک پوهنتون د جيولوجي او کانونو اکتشاف انجنيري څانګې له استادانو يې مننه وکړه، چې د فارغېدونکو محصلينو د عملي زده کړو او روزنې په برخه کې يې له ننګرهار پوهنتون سره مرسته کړې.
د ساينس پوهنځي رئيس پوهندوى صفت الله شاکر فارغانو ته مبارکي وويله او له هغوى يې غوښتنه وکړه، چې په پوره اخلاص او ايماندارۍ د خپلې خاورې او خلکو خدمت ته مټې راونغاړي او په اړونده برخه کې خپل رسالت په ښه توګه ادا کړي.
ورپسې د پوليتخنيک پوهنتون د جيولوجي او کانونو اکتشاف انجنيري څانګې هغه استادان، چې د ننګرهار پوهنتون د اړوندې څانګې محصلينو د روزنې په برخه کې يې همکاري کړې وه، د پوهنتون او ساينس پوهنځي د رهبرۍ له خوا ورته د اعزاز پګړۍ پر سر شوې او د ستاينليکونو په ورکړې سره تقدير شول.
د غونډې په پاى کې فارغانو ته د فراغت سندونه ورکړل شول.