د ژورنالیزم او عامه اړیکو پوهنځي د مطبوعاتو څانګې علمي کادر بست اعلان!

22 دسمبر, 2019

(( د ننګرهار پوهنتون د بشري سرچینو آمریت د استخدام لوی مدیریت خبرتیا ))

د ننګرهار پوهنتون د ژورنالیزم او عامه اړیکو پوهنځي ریاست په لاندې کمبود بست کې د ازادې سیالۍ له لارې په علمي کادر کې په شرایطو برابر اشخاصو ته اړتیا لري:

ټول په شرایطو برابر کاندیدان چې په ذکر شوې څانګه کې یې دوکتورا او یا ماستري   په سویه لوړې زده کړې ترسره کړې وي، خپل غوښتنلیکونه دې د تحصیلي اسنادو او تابعیت تذکرې سره یو ځای له 1398/9/28 نېټې څخه تر 1398/10/22 نېټې پورې د پوهنتون د علمي چارو معاونیت اړوند د استادانو چارو آمریت ته وسپاري.

درنښت

د ننګرهار پوهنتون اداره