ننګرهار والي وايي هيچا ته به اجازه ور نه کړي، چې د کانکور په ازموينه کې مداخله وکړي.

 ننګرهار والي وايي هيچا ته به اجازه ور نه کړي، چې د کانکور په ازموينه کې مداخله وکړي.

سلاکار وزير او ننګرهار والي محمد ګلاب منګل د ننګرهار پوهنتون مسئولينوسره په جوړه شوې ناسته کې ډاډ ورکړ، چې هيچا ته به اجازه ور نه کړي، چې د کانکور په ازموينه کې مداخله وکړي.
دغه ليدنه، چې د چنګاښ په لسمه جلال اباد شاهي ماڼۍ کې تر سره شوه د ننګرهار پوهنتون مسئولينو، ملي امنيت رئیس، امنيت آمر او د ولايتي شورا منشي ګډون کړی و.
د ننګرهار پوهنتون رئیس پوهنوال ببرک مياخيل وويل، چې سږکال د ۹۵ او ۹۶ کالونو د دولسم ټولګي اتلس زره فارغانو څخه د کانکور ازموينه اخیستل کيږي.
مياخيل وويل، چې د کانکور د ازموينې د کارت اخيستلو په موخه يې د جلال اباد ښار په شپږو حوزو کې سهولتونه برابر کړي.
نوموړي زياته کړه، چې الایی لېسه يواځې د انجونو لپاره ځانګړې شوې ده ټولې فارغې انجونې د کارتونو اخیستلو لپاره الایې لیسې ته ورتلای شي او تر کارتونو اخیستو وروسته به د بايومتريک لپاره ننګرهار پوهنتون ته ورځي.
ده وويل، چې د هغو فارغانو نومونه چې په (( ا ـ ب ـ پ- ت ـ ټ ـ ث)) تورو پیل کیږی میاعمر لېسې ته به د کارت اخیستلو لپاره ورځي.
هغه زياته کړه، چې د هغه فارغانو نومونه چې په (( ج ـ چ ـ ځ ـ ح ـ خ ـ د ـ ذ ـ ر ـ ز ـ ژ)) تورو پیلیږي چکنوریو عالي لېسې ته به د کارت اخیستو په موخه ورځي
ببرک مياخيل وويل، هغه نومونه چې په ((س ـ ش ـ ښ ـ ص ـ ض)) تورو پیلیږي د عربانو لېسې (سواد حیاتي) ته به د کارتونو اخيستلو لپاره ورځي.
مياخيل وايي، چې د ننګرهار پوهنتون ښوونې او روزنې پوهنځي ته چې د جلال اباد ښار تجربوي لیسې ترڅنګ موقعیت لري هغه فارغان چې نومونه یې په : ((ط ـ ظ ـ ع ـ غ ـ ف ـ ق ـ ک ـ ګ)) تورو پیلیږي د تلو لارښوونه کيږي.
ننګرهار پوهنتون رئیس دغه راز وويل، چې کمپیوتر ساینس پوهنځی چې د جلال اباد په ښار کې د ولایتي شورا ترڅنګ موقعیت لري هغه فارغان چې نومونه یې په (( ل ـ م ـ ن ـ ه ـ و – ی)) تورو پیلیږي هیله ده چې هلته د ثبت نام لپاره ورشي.
ده وويل، چې ټول کارت اخيستونکي دې د ننګرهار پوهنتون ټاکل شوو پوهنځیو ته ورشي؛ ترڅو د بايومتريک پروسه تر سره کړي.
نوموړي وويل، چې د روانې اوونۍ دوشنبه او سه شنبې ورځې د کارتونو او بايومتريک لپاره ځانګړې شوي، چې له کارت اخيستلو وروسته به د ازموينې ګډونوال د بايومتريک په موخه په ورته وخت کې ننګرهار پوهنتون ټاکل شويو پوهنځيو ته ورځي.
ده وويل، چې له دغه کسانو څخه به په څلورو ورځو کې چهارشنبه، پنجشبنه، جمعه او شنبه ازموينه اخيستل کيږي.
په دغه ناسته کې پريکړه وشوه، چې که څوک له ځان سره مبايل ولري د پوهنتون په دروازه کې ورته په ازموينه کې د ګډون اجازه نه ورکول کيږي.
سلاکار وزير او ننګرهار والي محمد ګلاب منګل وويل، چې د کانکور ازموينه يوه ملي پروسه ده او د شفاف او امنيتي فضاء کې تر سره کولو په موخه يې به يې هيچا ته اجازه ور نه کړي، چې د کانکور ازموينې پر مهال لاسوهنه وکړي.
د ملي امنيت رئیس او د امنيت امر ډاډ څرګند کړ، چې د شپږو حوزو او ننګرهار پوهنتون امنيت ته په ځانګړې پاملرنه وکړي او غير مسئول اشخاصو ته به اجازه ور نه کړي، چې د کانکور په ازموينه کې مداخله وکړي.
د ولايتي شورا منشي ذبيح الله زمري وويل، چې د ولايتي شورا په استازۍ يو تن استازی به د پوهنتون کمېټې سره يو ځای کار کوي.
ده ډاډ څرګند کړ، چې ولايتي شورا به هيچا ته اجازه ور نه کړي، چې د کانکور په ازموينه کې لاسوهنه وکړي.