ننګرهار پوهنتون کې د ١٣٩٥/٩٦ کال د کانکور ازموينې د اخيستنې بهير پيل شو.

ننګرهار پوهنتون کې د ١٣٩٥/٩٦ کال د کانکور ازموينې د اخيستنې بهير پيل شو.
ياده ازموينه چې څلور ورځې به دوام وکړي، په ترڅ کې به يې د ننګرهار ولايت د دولسمو ټولګيو له خواوشا اتلسو زرو تنو فارغانو ازموينه واخيستل شي.
په هغه پرانيستونکې غونډه کې چې له همدې امله د پوهنتون د غونډو په تالار کې جوړه شوې وه، د پوهنتون د مسوولينو او استاذانو سربېره پکې سلاکار وزير او د ننګرهار والي محمدګلاب (منګل)، د لوړو زده کړو وزارت څخه د کانکور راغلي پلاوي، د ولايتي ادارې يو شمېر رئيسانو او د ولايتي شورا وکيلانو برخه درلوده.
غونډه د ننګرهار پوهنتون د رئيس پوهنوال ببرک مياخېل په پرانيستونکې وينا پيل شوه؛ نوموړي وويل: د کانکور نننۍ ازموينه چې څلور ورځې به دوام وکړي، د ننګرهار ولايت د دولسمو ټولګيو له نږدې اتلس زره تنو فارغانو څخه به پکې ازموينه واخيستل شي، چې له دې ډلې يې دوه زره تنه نجونې دي.
پوهنوال مياخېل وويل: د کانکور ازموينه په شپږو حوزو کې د لوړو زده کړو وزارت څخه د راغلي يوسلوپنځوس کسيز پلاوي او د پوهنتون د نږدې سلو تنو استاذانو لخوا اخيستل کېږي.
هغه زياته کړه: د کانکور ازموينې د شفافې او رڼې اخيستنې لپاره يې د کانکور چمتووالي کمېټه جوړه کړې، چې د ننګرهار پوهنتون د يو شمېر استادانو او مسوولينو سربېره پکې د وزارت څخه د راغلي پلاوي، ولايت مقام، ولايتي شورا، پوهنې رياست، امنيه قوماندانۍ او ملي امنيت استازي ګډون لري.
نوموړى وايي: ((هيچاته به ددې اجازه ورنکړو، چې د کانکور په ملي پروسه کې لاسوهنه وکړي او په ګډوډولو سره يې د پوهنتون نوم بد کړي.))
د پوهنتون رئيس له ولايت مقام او امنيتي ارګانونو څخه مننه وکړه چې د کانکور پروسې په تنظيم او امنيت کې يې د پوهنتون له ادارې سره مرسته کړې او لاهم په دې برخه کې هلې ځلې کوي.
د غونډې دويم ويناوال سلاکار وزير او د ننګرهار والي محمدګلاب منګل ؤ؛ نوموړي د خپلو خبرو پر مهال په شفافه توګه د کانکور ازموينې په اخيستنې تاکيد وکړ.
نوموړي راغلي پلاوي او دغه راز د پوهنتون استادانو ته سپارښتنه وکړه، چې د کانکور ګډونوالو ځوانانو ته دې د ازموينې په اړه په ښه توګه لارښوونه وکړي او ازموينه دې د علمي نورمونو او اصولو سره سمه واخيستل شي.
ورپسې د لوړو زده کړو وزارت څخه د راغلي پلاوي مشر استاد روضت الله مجيدي خبرې وکړې او د غونډې ګډونوالو ته يې ډاډ ورکړ، چې د ننګرهار پوهنتون له استاذانو سره په ګډه به د ازموينې په شفافې اخيستنه کې هلې ځلې وکړي.
د غونډې په پاى کې د ټولو ګډونوالو په حضور کې د پوښتنپاڼو د بکسونو قلفونه خلاص او رسماً ازموينه پيل شوه، چې د غونډې يو شمېر ګډونوالو مېلمنو د ننګرهار پوهنتون د رئيس په ملتيا د ازموينې له صحنې څخه ليدنه هم وکړه.
د يادونې وړ ده، چې د کانکور ازموينې بهير به راتلونکې درې ورځې (پنجشنبه، جمعه او شنبه) چې د روانې مياشتې له (١٥/١٦/١٧) نېټې سره سمون خوري، نور هم دوام کړي.