ننګرهار پوهنتون سږکال (2834) تنه علمي او مسلکي کادرونه فارغ او ټولنې ته د خدمت په موخه وړاندې کړل

 ننګرهار پوهنتون سږکال (2834) تنه علمي او مسلکي کادرونه فارغ او ټولنې ته د خدمت په موخه وړاندې کړل

د ننګرهار پوهنتون رئيس پوهنوال ببرک مياخېل وایي، چې ياد فارغان يې په 43 بېلابېلو څانګو کې روزلي دي.
نوموړي وويل: ننګرهار پوهنتون چې د هېواد په کچه دويم ستر پوهنيز مرکز دى او دنده يې د ځوانو کادرونو روزل او ټولنې ته وړاندې کول دي، د تاسيس له مهاله يې تردې دمه د لسګونو زرو په شمېر کې فارغان ورکړي؛ چې يوازې سږ کال(1396) کې يې په 43 بېلابېلو څانګو او مسلکونو کې (2834) تنه ځوان علمي کادرونه فارغ او ټولنې ته د خدمت په موخه وړاندې کړل.
هغه زياته کړه: د فارغو شويو په ډله کې (105) تنه له طب، (87) تنه له انجنيري، (79) تنه له کمپيوټر ساينس، (237) تنه له اقتصاد، (151) تنه له حقوقو او سياسي علومو، (65) تنه له وترنري علومو، (338) تنه له ژبو او ادبياتو، (276) تنه له شرعياتو، (239) تنه له کرنې، (477) تنه له ښوونې او روزنې، (107) تنه له ساينس (167) تنه له ژورنالېزم او ټوليزو اړيکو پوهنځيو او (102) تنه له عامه ادارې څخه فارغ شول.
ښاغلي مياخېل وويل: د فارغانو په منځ کې (255) تنه يې نجونې دي، چې د شمېر کموالي لامل يې کلتوري محدوديتونه او په ټولنه حاکم ناوړه رواجونه دي، چې نه پرېږدي، نجونې لوړې زده کړې ترسره کړي.
خو د هغه په ټکو هغه څه چې په دوى پورې اړه لري او تر مخه يې د نجونو په شمېر کې زياتوالى راځي، ترسره به يې کړي، چې هغه د نجونو لپاره ځينې هڅوونکې چارې ترسره کول دي.
هغه وايي چې زياترو فارغانو د اړوندو مسلکي زده کړو سربېره د انګليسي ژبې، کمپيوټر، ادارې او منجمنټ، CV ليکنې او کارموندنې په برخو کې هم زده کړې ترلاسه کړې دي.
د پوهنتون رئيس په ياد شمېر کې د ځوانو علمي او مسلکي کادرونو فراغت لويه لاسته راوړنه وبلله او دا يې د حکومت او خصوصي سکتور دنده وبلله، چې ورته د کار او چار زمينه برابره کړي.
نوموړى وايي: (( دا د حکومت او خصوصي سکتور دنده ده، چې له دغه بشري ځواک څخه د هېواد په ابادۍ او ښېرازۍ کې اغېزمن کار واخلي.))
ښاغلي مياخېل د پوهنتون له فارغانو غوښتنه وکړه، چې له خپلو شته صلاحيتونو او وړتياوو نه په ګټې اخيستنه دې د هېواد په ابادۍ او سمسورتيا کې کار واخلي او جګړه ځپلې ټولنې ته په خدمت کولو سره دې خپل رسالت د خداى (ج) او ولس په وړاندې په ښه توګه ادا کړي.