د ننګرهار پوهنتون ٣٥٦ تنه محصلان د کاري مهارتونو، انټرشيپ او کمپيوټر په برخه کې وروزل شول

د ننګرهار پوهنتون ٣٥٦ تنه محصلان د کاري مهارتونو، انټرشيپ او کمپيوټر په برخه کې وروزل شول
د مسوولينو په وينا، د بېلابېلو پوهنځيو نوموړي محصلان د ننګرهار پوهنتون د کارموندنې مرکز له خوا د لنډمهالو او اوږدمهالو کورسونو په ترڅ کې روزل شوي دي.
د ننګرهار پوهنتون رئيس پوهندوى ببرک مياخېل په هغه غونډه کې چې په همدې مناسبت جوړه شوې وه، وويل: د خوښۍ ځاى دى چې نن ورځ زمونږ سلګونه محصلان د خپلو مسلکي زده کړو ترڅنګ نور مهارتونه هم زده کوي او په دې برخه کې يې د روزنې لړۍ دوام لري.
هغه زياته کړه: د پوهنتون د کارموندنې مرکز نن ورځ د بېلابېلو پوهنځيو د څلورمو ټولګيو ١٣٢ تنه محصلان د کاري مهارتونو، ٤٨ تنه په انټرشيپ يا کاري زده کړې، ١٠٠ تنه د ژوند مهارتونو او ٧٦ تنه د کمپيوټر په برخه کې وروزل چې نيمايې يې ښځينه محصلينې دي.
نوموړي وويل: هڅه کوي د بازار او ټولنې له غوښتنې سره سم علمي کادرونه ټولنې ته وړاندې کړي چې له فراغت سره سم ورته کار پيدا شي او د خدمت مصدر وګرځي.
ښاغلي مياخېل د پوهنتون د کارموندنې مرکز له مسوولينو مننه وکړه، چې د استاذانو او اداري کارکوونکو ترڅنګ د محصلانو ظرفيت لوړونې ته هم پاملرنه کوي او هيله يې څرګنده کړه، چې ياد روزنيز پروګرامونه په راتلونکې کې هم دوام پيدا کړي.
د غونډې په پاى کې پر فارغو محصلانو سندونه وويشل شول.