د ننګرهار پوهنتون اقتصاد پوهنځي د ماسترۍ برنامې (MBA) لپاره د انګليسي ژبې ازموینه واخیستل شوه .

د ننګرهار پوهنتون اقتصاد پوهنځي د ماسترۍ برنامې (MBA) لپاره د انګليسي ژبې ازموینه واخیستل شوه .
د مسوولينو پر وينا، په ازموينه کې (۲۲۰) تنو ګډون کړى وو، چې له دې ډلې به (٢۰۰) تنه د ژبې او مسلکي ازموينې وروسته ماسترۍ پروګرام ته لار پيدا کړي.
 د ننګرهار پوهنتون ریيس پوهندوی ببرک میاخېل د ازموینې له پيل وړاندې ګډونوالو ته د روڼتيا او شفافيت په اړه ډاډ ورکړ او زياته يې کړه، چې په اړه يې اړين تدابير نيول شوي دي .
نوموړي زیاته کړه چې په دي ازموینه کې ۲۲۰ تنو ګډون کړی چې د جندر په پام کې نیولو سره به د څلورو تنو نجونو به ګډون شل تنه د لوړو نومرو له ترلاسه کولو وروسته د اقتصاد په برخه کې د ماسترۍ برنامې ته لار ومومي.
 د پوهنتون رئیس وویل چې یاد پروګرام د پوهنتونونو د ملاتړ او انکشاف ادارې په تخنيکي او مالي مرسته پیل شوى دی .
 د پوهنتون د محصلانو چارو مرستیال پوهنمل نعیم جان سروري د ازموینې او یاد پروګرام پر څرنګوالي خبرې وکړې او د پوهنتونو د ملاتړ او انکشاف ادارې له مسوولینو یې مننه وکړه چې په اقتصاد پوهنځي کې یې دا مهمه برنامه پيل کړه. نوموړي وویل یاده اداره اوسمهال د ننګرهار پوهنتون اقتصاد پوهنځي سره په تدریسي، علمي او تخنیکي برخو کې تړونونه لري او یو شمېر استادان یې هم د لوړو زده کړو او مهارتونو تر لاسه کولو په موخه بهرنیو هیوادونو ته استولي دي.
 ورپسې د پوهنتونونو د انکشاف او ملاتړ ادارې استازي محمد عالم سیال هم خبرې وکړې. نوموړي وويل چې دوى له ننګرهار پوهنتون سره په بېلابېلو برخو کې همکاري لري چې یوه برخه یې هم همدا د ماسترۍ پروګرام دی .
 د يادونې وړ ده چې ننګرهار پوهنتون اوس مهال د اقتصاد پوهنځي په ګډون د حقوقو او سياسي علومو، ژبو او ادبياتو او د شرعياتو په پوهنځي کې د ماسترۍ پنځه او د دوکتورا يوه برنامه لري.