د ننګرهار پوهنتون وترنري علومو پوهنځي ٦٦ تحقيقي پروژې له بشپړتيا وروسته نندارې ته وړاندې کړې.

د ننګرهار پوهنتون وترنري علومو پوهنځي ٦٦ تحقيقي پروژې له بشپړتيا وروسته نندارې ته وړاندې کړې.
 د نوموړي پوهنځي د مسوولينو په وينا، يادې څېړنې د وترنري علومو پوهنځي د وروستي کال محصلانو په ختيزو ولايتونو کې د مالدارۍ په بېلابېلو برخو، زونوتيکو او نورو حيواني امراضو په اړه په تېرو اتو مياشتو کې ترسره کړې دي.
 د ننګرهار پوهنتون د محصلانو چارو مرستيال پوهنمل نعيم جان سروري د نندارتون پرانيستې مراسمو ته د وينا پر مهال وويل: د خوښۍ ځاى دى چې نن ورځ مونږ او تاسې په ننګرهار پوهنتون کې د يوه داسې ابتکار شاهدان يو چې بېلګه يې د هېواد په کچه نه ليدل کېږي او د وترنري علومو پوهنځي د محصلانو له خوا په خپل لګښت د ٦٦ تحقيقي پروژو بشپړول او نندارې ته وړاندې کول دي.
 نوموړي وويل: پوهنتونونه د تحقيقاتو مرکزونه دي او د محصلانو له خوا ددغې چارې ترسراوى نېک اقدام او د ننګرهار پوهنتون د پرمختګ زيرى ګڼم.
 د محصلانو چارو مرستيال د وترنري علومو پوهنځي له مسوولينو او استادانو د مننې ترڅنګ په اړونده برخه کې د پوهنتون ادارې د مرستې او ملاتړ ژمنه وکړه.
 ورپسې د وترنري علومو پوهنځي رئيس پوهندوى سيدضياءالحق بنوري د محصلانو له خوا د ترسره شويو تحقيقونو پر څرنګوالي خبرې وکړې.
 نوموړي وويل: يادې څېړنې د وترنري علومو پوهنځي د وروستي کال محصلانو په ختيزو ولايتونو کې د مالدارۍ په بېلابېلو برخو، زونوتيکو او نورو حيواني امراضو په اړه په تېرو اتو مياشتو کې ترسره کړې دي.
 ښاغلي بنوري د خپل پوهنځي له استادانو او منسوبينو هم مننه وکړه چې د نوموړو تحقيقونو په بشپړتيا کې يې له محصلانو سره نه ستړې کېدونکې هلې ځلې کړي دي.
 د غونډې په پاى کې د ننګرهار پوهنتون د بېلابېلو پوهنځيو رئيسانو، استادانو او محصلانو د ترسره شويو څېړنو له پايلو څخه چې په پوسترونو کې چاپ شوې وې، ليدنه وکړه، چې د څېړنو د مسوولو محصلانو له خوا ورته معلومات ورکول کېدل.