د لومړي ځل لپاره په افغانستان کې د کانکور ازموينې سيستم بايومتريک شو

د لومړي ځل لپاره په افغانستان کې د کانکور ازموينې سيستم بايومتريک شو
 د لوړو زده کړو وزارت مقام له لوري د کانکور ازموينې د روڼتيا په موخه د نوموړې ازموينې سيستم بايومتريک شو چې په تطبيق سره به يې په کانکور ازموينه کې د ګڼو درغليو مخه ونيول شي.
 نوموړې پروسه په کابل ولايت کې پيل شوې او په راتلونکو څو ورځو کې به د هېواد د ټولو ولايتونو د دولسمو ټولګيو فارغان چې د کانکور ازموينې ته يې نومليکنه کړې، بايومتريک شي.
 د نوموړي سیستم له لارې به یوازې هغه کسان چې بایومتریک کېږي، کولای شي چې په آزموینه کې ګډون وکړي او د ټولو هغو کسانو مخه به ونیول شي چې د پیسو او یا نورو اړیکو له مخې په آزموینه کې د بل چا پر ځای ازموینه ورکوي.