د ننګرهار پوهنتون اقتصاد پوهنځي کتابتون او کمپيوټر ليب تر جوړېدو وروسته ګټې اخيستنې ته وسپارل شو

د ننګرهار پوهنتون اقتصاد پوهنځي کتابتون او کمپيوټر ليب تر جوړېدو وروسته ګټې اخيستنې ته وسپارل شو
 د پوهنتون د مسوولينو پر وينا، نوموړى کتابتون او کمپيوټر ليب چې درې زره ټوکه کتابونه او پنځلس پايې کمپيوټرونه لري، د پوهنتون د مسوولينو، اقتصاد پوهنځي استادانو، محصلانو او فارغانو په شخصي مرستو جوړ او د محصلانو په واک کې ورکړل شو.
 د ننګرهار پوهنتون رئيس پوهندوى ببرک مياخېل پرانيستې مراسمو ته د وينا پر مهال وويل: د خوښۍ ځاى دى، چې نن ورځ په پوهنتون کې د پرمختګ يو بل ګام اخلو او د اقتصاد په پوهنځي کې د يوه مجهز کتابتون او کمپيوټر ليب چې د نوموړي پوهنځي ستره اړتيا وه، پرانيسته کوو.
 نوموړي وويل: ياد کتابتون او کمپيوټر ليب چې درې زره ټوکه کتابونه او پنځلس پايې کمپيوټرونه لري، د پوهنتون د مسوولينو، اقتصاد پوهنځي استادانو، محصلانو او فارغانو په شخصي مرستو جوړ او د محصلانو په واک کې ورکړل شو.
 د پوهنتون رئيس د مرسته کوونکو څخه د مننې ترڅنګ د اقتصاد پوهنځي له استادانو او محصلانو وغوښتل چې له نوموړي کتابتون او کمپيوټر ليب څخه سالمه ګټه واخلي او ساتنې ته يې هم پاملرنه وکړي.
 ښاغلي مياخېل زياته کړه چې ډېر ژر به د پوهنتون د پرمختيايي بوديجې پر مټ د اقتصاد پوهنځي لپاره د نوې ودانۍ جوړېدو چارې هم پيل شي.
 د غونډې بل ويناوال د اقتصاد پوهنځي رئيس پوهندوى محمد زبير نورمل ؤ. نوموړي د خپلې وينا په ترڅ کې د مرسته کوونکو مننه وکړه او دغه راز يې د کتابتون او کمپيوټر ليب په اړتيا او ارزښت خبرې وکړې او د اقتصاد په پوهنځي کې يې جوړېدل يو بې ساري ګام وباله.
 د غونډې په پاى د ننګرهار پوهنتون اداري او مالي چارو مرستيال پوهنيار مسعود موحد، د ليليو عمومي مدير او د انجنيري پوهنځي استاد انجنير محمدشاکر فاروقي او د اقتصاد پوهنځي يو شمېر استادانو ته د ولسي جرګې او اقتصاد پوهنځي له خوا ترتيب شوې تقديرنامې او ستاينليکونه ورکړل شول.