د ننګرهار او پکتيا پوهنتونونو ترمنځ د ګډو همکاريو تړون لاسليک شو

د ننګرهار او پکتيا پوهنتونونو ترمنځ د ګډو همکاريو تړون لاسليک شو
 د ننګرهار پوهنتون او پکتيا پوهنتون تر منځ د علمي او اکاډيميکو همکاريو تړون د نوموړو پوهنتونونو د رئيسانو له خوا لاسليک شو.
 په هغه غونډه کې چې له همدې امله د ننګرهار پوهنتون رياست مقام کې جوړه شوې وه، لومړى د ننګرهار پوهنتون رئيس پوهندوى ببرک مياخېل د پوهنتونونو او اکاډيميکو مرکزونو ترمنځ د علمي اړيکو پر ارزښت خبرې وکړې او ياده چاره يې د علمي موسساتو د پرمختګ او پراختيا لپاره اړينه وبلله. 
نوموړي وويل: ننګرهار پوهنتون تر دې وړاندې هم د پکتيا پوهنتون په ګډون د شپږو دولتي پوهنتونونو سره  د علمي کادرونو د استخدام، علمي ترفيعاتو، د ماسترۍ او دوکتورا په کچه د استادانو روزنه، د علمي مقالو چاپ، انلاين تدريس او نورو برخو کې مرسته کړې او په راتلونکې کې به هم خپلو همکاريو ته دوام ورکړي.

ورپسې د پکتيا پوهنتون رئيس پوهنمل دوکتور سيدولي جلالزي د دواړو پوهنتونونو ترمنځ د تفاهمليک د لاسليک پر موخو رڼا واچوله او د ننګرهار پوهنتون د همېشنيو همکاريو مننه يې وکړه، چې په بېلابېلو برخو کې يې له پکتيا پوهنتون سره کړي دي.
 د غونډې په پاى کې د دواړو پوهنتونونو د رئيسانو له خوا د ګډو علمي همکاريو تړون لاسليک شو.

د يادونې وړ ده، چې د تړون د لاسليک پر مهال د ننګرهار پوهنتون د علمي چارو مرستيال پوهنوال ډاکتر ناصر خان کامه وال، د محصلانو چارو مرستيال پوهنمل نعيم جان سروري، د اداري او مالي چارو مرستيال پوهنيار مسعود موحد او د دواړو پوهنتونونو يو شمېر استادانو هم حضور درلود.