د انجینري پوهنځې کمبود بستونو اعلان

(( د ننګرهار پوهنتون د بشري سرچینو آمریت د استخدام لوي مدیریت خبرتیا ))

د ننګرهار پوهنتون د انجینري پوهنځي ریاست په لاندې کمبود بستونو کې د ازادي سیالۍ ازموېنې له لارې د علمي کادر کې په شرایطو برابر اشخاصو ته اړتیا ده:

ګڼه

پوهنځې

څانګه

د بست شمېر

د بست کال

د اعلان مرحله

1

انجینري

عمومي تخنیکی مضامینو

1

1396

دوهم ځل

2

انجینري

مهندسي

1

1396

دوهم ځل

3

انجینري

د اوبو زیرمو او چاپیریال ساتنې انجینري

1

1396

دریم ځل

ټول په شرایطو برابر کاندیدان چې په ذکر شوې څانګو کې دوکتورا او یا ماستری په سویه لوړې زده کړې ترسره کړي وي خپل غوښتن لیکونه دې د خپلو تحصیلي اسنادو او تابعیت تذکري سره یو ځای د 07/05/1396 نېټې څخه تر 23/05/1396 نېټې پورې د پوهنتون د علمي معاونیت اړوند د استادانو چارو آمریت ته وسپارې.

 

په درنښت

 

پوهنوال ببرک میاخیل

د ننگرهار پوهنتون رئیس