د ننګرهار پوهنتون ریاست د دریم رتبه او ۷ او ۸ درجه کمبود بستونو اعلان

(( د ننګرهار پوهنتون د بشري سرچینو آمریت د استخدام لوي مدیریت خبرتیا ))

د ننګرهار پوهنتون ریاست په لاندې کمبود بستونو کې د وړتیا له مخې د رتب معاش پروسې د ازادي سیالۍ ازموېنې له طریقه په کار پوه اشخاصو ته اړتیا لري:

  1. د محصلانو چارو معاونیت اړونده د کار موندنې آمریت درېمه ۳ رتبه آمر یو تن
  2. د تهیه، تدارکاتو او خدماتو آمریت د ۷ درجه برقي یو تن
  3. د تهیه، تدارکاتو او خدماتو آمریت د ۷ درجه دریور یو تن
  4. د پوهنتون تدریسي روغتون د اتمه درجه خدماتي کارکن

ټول هغه محترم کانديدان چې مسلکي لوړې زده کړي او کافي کاري تجربه ولري د 22/1/1396 نېټې څخه د 4/2/1396 نېټې پورې د استخدام لوی مدیریت څخه د کار موندنې فورم ترلاسه کړۍ.

په درنښت

د ننگرهار پوهنتون ریاست