د ننګرهار پوهنتون د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځې کمبود بست اعلان

(( د ننګرهار پوهنتون د بشري سرچینو آمریت د استخدام لوي مدیریت خبرتیا ))

د ننګرهار پوهنتون د حقوقو پوهنځي ریاست په لاندې کمبود بست کې د ازادي سیالۍ ازموېنې له لارې د علمي کادر کې په شرایطو برابر اشخاصو ته اړتیا ده:

ګڼه

پوهنځې

څانګه

د بست شمېر

د بست کال

د اعلان مرحله

1

حقوقو او سیاسي علومو

اداره او دیپلوماسې

1

1396

لومړي ځل

ټول په شرایطو برابر کاندیدان چې په ذکر شوۍ څانګو کې د دوکتورا او یا ماستری په سویه لوړې زده کړې ترسره کړي وي خپل غوښتن لیکونه دې د خپلو تحصیلي اسنادو او تابعیت تذکري سره یو ځای د 27/01/1396 نېټې څخه تر 20/02/1396 نېټې پورې د پوهنتون د علمي معاونیت اړوند د استادانو چارو آمریت ته وسپارې.

په درنښت

د ننگرهار پوهنتون ریاست