د ننګرهار پوهنتون د انجینري پوهنځې کمبود بستونو اعلان

(( د ننګرهار پوهنتون د بشري سرچینو آمریت د استخدام لوي مدیریت خبرتیا ))

د ننګرهار پوهنتون د انجینري پوهنځي ریاست په لاندې کمبود بستونو کې د ازادي سیالۍ ازموېنې له لارې د علمي کادر کې په شرایطو برابر اشخاصو ته اړتیا ده:

ګڼه

پوهنځې

څانګه

د بست شمېر

د بست کال

د اعلان مرحله

1

انجینري

سیول انجینري (پروژي منجمټ او انجینري اقتصاد)

1

1396

لومړي ځل

2

انجینري

د اوبو زیرمو او (چاپیریال ساتنې انجینري)

1

1396

لومړي ځل

3

انجینري

مهندسي (مهندسي څانګې متخصص)

1

1396

لومړي ځل

ټول په شرایطو برابر کاندیدان چې په ذکر شوۍ څانګو کې د دوکتورا او یا ماستری په سویه لوړې زده کړې ترسره کړي وي خپل غوښتن لیکونه دې د خپلو تحصیلي اسنادو او تابعیت تذکري سره یو ځای د 27/01/1396 نېټې څخه تر 20/02/1396 نېټې پورې د پوهنتون د علمي معاونیت اړوند د استادانو چارو آمریت ته وسپارې.

 

په درنښت

د ننگرهار پوهنتون ریاست