د ننګرهار پوهنتون د عامه ادارې او پالېسۍ پوهنځي د رئيس پوهنيار نثار احمد مصلح لنډه پېژندنه

پوهنيار نثار احمد مصلح د شېر افضل مصلح زوی په ١٣٦٧ لمريز کال د ننګرهار ولایت د مهمندرې ولسوالۍ د باسول کلي په يوه دينداره کورنۍ کې زيږېدلی دی. لومړنۍ زده کړې يې په ننګرهار عالي لېسه کې پيل کړې او له يادې لېسې په ١٣٨٤ کال کې فارغ شو.

د کانکور ازموينې له لارې د ننګرهار پوهنتون حقوقو او سياسي علومو پوهنځي ته بريالى شو او د ليسانس سند يې د ياد پوهنځي د ادارې او ديپلوماسۍ څانګې څخه په ١٣٨٩ کال کې ترلاسه کړ.

په ١٣٩٠ کال يې د ننګرهار استناف څارنوالۍ په چوکاټ کې دنده پيل کړه او د ١٣٩٢ د تلې په ٧مه نېټه د ازادې سيالۍ له لارې د ننګرهار پوهنتون د عامه ادارې او پالېسۍ پوهنځي په علمي کادر کې شامل شو.

په ١٣٩٣ کال د ماسترۍ زده کړو لپاره د جاپان نړيوال پوهنتون ته لاړ او له نوموړي پوهنتون څخه يې د عامه مديريت په برخه کې د ماسترۍ سند ترلاسه کړ.

هېواد ته له راستنېدو سره سم د خپل پوهنځي د عامه پالېسۍ د څانګې آمر وټاکل شو او د ١٣٩٧ لمريز کال په اوايلو کې د عامه ادارې او پالېسۍ پوهنځي د رئيس په توګه وټاکل شو، چې له يادې نېټې راهيسې نوموړې دنده پر مخ وړي.

ښاغلي مصلح دوه علمي اثار او کتابونه د ( د مديريت بنسټونه او د څېړنې ميتودولوژي) تر سرليکونو لاندې ليکلي او ګڼې علمي مقالې او څېړنې يې په ملي او نړيوالو ژورنالونو کې خپرې شوې دي.

اړيکې:  

0093(0)788883093    

muslih.nisar@gmail.com