د کانکور د شکایتونو خبرتیا!

د کانکور هغو ګډونوالو ته چې د يادې ازموينې د نتايجو، انتخاب او په پايلو کې د نوم نه شتون په اړه نېوکه او اعتراض لري، خبر ورکول کېږي چې د خپل شکايت ثبتولو په خاطر دې د ننګرهار پوهنتون محصلانو چارو امريت ته راشي او د شکاياتو په ځانګړي فورم کې دې خپل شکايت ثبت کړي.
د شکايتونو د ثبت نېټه: 1396/5/11 څخه تر 15/6/1396
درنښت
د ننګرهار پوهنتون اداره