ننګرهار پوهنتون کی د لومړي ځل لپاره د کاروباري ادارې کميونټي کالج حبرتیا!


ننګرهار پوهنتون اداره په پام کې لري چې د اقتصاد پوهنځي په چوکاټ کې د لومړي ځل لپاره د کاروباري ادارې کميونټي کالج اسوشيټ ډګري پروګرام پيل کړي.
د نومليکنې نېټه: د روانې (چنګاښ) مياشتې له 24 مې د زمري تر 5 مې.
د بشپړ شويو اسنادو د منلو وروستۍ نېټه: د زمري (اسد) لسمه 10.
پته: ننګرهار پوهنتون اقتصاد پوهنځى
د شموليت معيارونه:
- د دولسم ټولګي شهادتنامه چې د پوهنې وزارت له خوا تاييد شوې وي
- په منځنۍ توګه د لېسې په دوره کې شپېته سلنه (60%) نمرې درلودل.
- د کميونيټي کالج پروګرام د شموليت په ازموينه کې برخه اخيستل او بريالي کېدل.
يادښت: هغه ښځينه محصلينې چې د جذب شرايط يې پوره کړي وي او اقتصادي ستونزې ولري، لس بورسونه ورته په نظر کې نيول شوي دي.
د لازياتو معلوماتو لپاره په لاندې شمېرې او برېښليک اړيکه ونيسئ:
0730271778
associatedegree.eco.nu@gmail.com
درنښت
د ننګرهار پوهنتون اداره