د ننګرهار پوهنتون اقتصاد پوهنځي د ماسترۍ برنامې (MBAA) خبرتیا!

د ننګرهار پوهنتون اقتصاد پوهنځي اداره د ماسترۍ برنامې (MBAA) ټولو هغو ګډونوالو ته چې د نوموړې برنامې د ازموينې لپاره يې نوم ليکنه کړې او شارټ ليست شوي، خبر ورکوي چې د انګليسي ژبې ازموينې لپاره دې د دوشنبې په ورځ چې د وري له (٢١مې) سره سمون خوري، د سهار په اتو بجو (8:00am) د پوهنتون عمومي کتابتون تالار ته تشريف راوړي.

.
       درنښت
 د ننګرهار پوهنتون اداره