د ننګرهار پوهنتون د شپی پوهنځیو کانکور خبرتیا!

 
 د ختيزو څلورو ولايتونو (ننګرهار، کنړ، لغمان او نورستان) د دولسمو ټولګيو ټولو هغو فارغانو ته چې غواړي د ننګرهار پوهنتون شپې پوهنځيو په کانکور کې ګډون وکړي، خبر ورکول کېږي چې د ثبت نام فورمې د ترلاسه کولو لپاره دې سر له همدا نن ورځې (چهارشنبه د کب ۱۸) څخه تر (د کب د ۲۸) نېټې پورې ننګرهار پوهنتون محصلانو چارو امريت ته راشي.
 يادښت: هغه فارغان چې دوه ځلې يې د ورځې په کانکور کې برخه اخيستې وي او بې نتيجې وي، د وزارت مقام له هدايت سره سم د دريم ځل لپاره د شپې پوهنځيو کانکور کې برخه اخيستی شي.
د نوم ليکنې شرايط د ثبت نام فورمې شاته ليکل شوي، هيله ده چې د ډکولو پر مهال يې په پام کې ونيسئ.
درنښت
 د ننګرهار پوهنتون اداره