د څوارلسم پاسانو اختصاصي کانکور ازموينې خبرتیا!


 د لوی ننګرهار (ختیځو ولایتونو) د عالي دارالمعلمینونو، دیني مدرسو او بېلابېلو انستیتوتونو د څوارلسمو ټولګیو ټولو هغو فارغانو ته چې له وړاندې یې د ننګرهار پوهنتون له محصلانو چارو امریت څخه په ازموینه کې د ګډون فورمې ترلاسه کړې وې او تر رسمي پړاوونو وروسته یې بېرته یاد امریت ته سپارلي وې، خبر ورکول کیږي چې په ازموینه کې د ګډون کارتونه د راتلونکې چهارشنبې او پنجشنبې په ورځو چې د جدي میاشتې له ۲۲ او ۲۳ مې نېټې سره سمون خوري، له محصلانو چارو امریت نه ترلاسه کړي.
د یادونې وړ ده چې ازموینه د جدي پر ۲۴ او ۲۵ نېټه د جمعې او شنبې په ورځو کې اخیستل کیږي.