د ننګرهار پوهنتون کمېټو او مستقلو آمریتونو مسؤلینو ته د کیفیت لوړاوي او اعتبار ساتنې د ۱۱ ګونو معیارونو د تشریح ورکشاپ پیل شو.

ashraf_admin
دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۳۰ - ۱۴:۸
انځور

د ننګرهار پوهنتون علمي چارو معاونیت په نوښت د کیفیت لوړاوي او اعتبار ساتنې آمریت او مسلکي زده کړو پرمختیايي مرکز په ګډو هڅو د دې پوهنتون د کمېټو او مستقلو آمریتونو (۲۵) تنو مسؤلینو ته د کیفیت لوړاوي او اعتبار ساتنې د یوولس‌ګونو معیارونو د تشریح، تفسیر او تطبیق په اړه دوه ورځنی ورکشاپ پیل شو.       

په دغه ورکشاپ کې به ګډونوالو ته د کیفیت لوړاوي او اعتبار ساتنې یوولس‌ګونه معیارونه، د هر معیار اړوند اساسي شاخصونه او د بېلابېلو څانګو د ارزونې چک‌ لېستونه په تفصیل سره تشریح او د معیارونو د پلي کېدو، مستندسازۍ او د ارزونې د بهیر اغېزناک مدیریت په هکله لازم معلومات وړاندې شي.

د ننګرهار پوهنتون د علمي چارو مرستیال پوهنیار مولوي حبیب الله احمدي او د کیفیت لوړاوي او اعتبار ساتنې آمر پوهندوی حنیف الله باوري د ورکشاپ ګډونوالو ته په خبرو کې د کیفیت لوړاوي د مواردو تعقیب او اجرااتو ارزښت او ښه تطبیق ته یې د مسؤلینو توجه په اهمیت خبرې وکړې.
نوموړو وویل، جوړ شوی ورکشاپ د ارزونې لپاره د اسنادو برابرولو، د پوهنتون علمي او اداري فعالیتونو تنظیم، نیمګړتیاوو تشخیص او د چارو د لا ښه والي لپاره ډېر مهم دی.
د ورکشاپ روزونکي استاد او د وترنري علومو پوهنځي رئیس پوهنوال رضوان الله ممله وال به د موضوع اړوند معلومات او موضوعات په تفصیلي توګه ارایه او د ګډونوالو پوښتنې ځواب کړي.
سرچینه: د نشراتو او عامه اړیکو امریت

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۱ - ۱۵:۱۷
Background image

د خصوصي پوهنتونونو مسؤلینو د ننګرهار پوهنتون له مشرتابه سره د همغږۍ غونډه وکړه.

ننګرهار ولایت کې د خصوصي پوهنتونونو رئیسانو او استازو د ننګرهار پوهنتون له مشرتابه سره د علمي او تدریسي فعالیتونو کیفیت لوړولو، خپلمنځي همغږۍ پیاوړتیا، استادانو او محصلینو ته د اړینو ام. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۱ - ۱۲:۱۲
Background image

د ننګرهار پوهنتون منسوبینو څخه د امر بالمعروف او نهې عن المنکر قانون په اړه تقریري ازموینه واخیستل شوه.

د لوړو زده کړو محترم وزارت د دعوت او ارشاد ریاست د لارښوونې په اساس د ننګرهار پوهنتون د دعوت او ارشاد امریت مسؤلینو د دې پوهنتون د اړوندو پوهنځیو او تدریسي روغتون له استادانو او اداري ک. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۰ - ۱۰:۲۸
Background image

د ننګرهار پوهنتون محصلینو ته په انلاین رسنیو کې د سوداګریزو تبلیغاتو رول په هکله معلوماتي سيمینار وړاندې شو.

یاد سيمینار چې د لوړو زده کړو محترم وزارت د هدایت له مخې او ننګرهار پوهنتون محصلانو خدمتونو او همغږۍ امریت په هڅو ترتیب شوی و، د ژورنالېزم او ارتباطاتو پوهنځي استاد پوهنمل احمد جمیل. . .

BACK TO NEWS

User account menu