د ننګرهار پوهنتون اقتصاد، ژورنالېزم او ارتباطاتو، ښوونې او روزنې، ساینس، شرعیاتو، ژبو او ادبیاتو، کمپیوټر ساینس او انجنیري پوهنځیو هم خپلو نويو محصلينو ته د ښه راغلاست او د پوهنتون چاپېريال سره د پېژندګلوۍ غونډې جوړې کړې.

nu_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۱/۱/۲۳ - ۷:۵۸
image

 

په یادو مراسمو کې د ذکر شویو پوهنځیو د رئیسانو او استادانو سربېره د ننګرهار پوهنتون د محصلانو چارو مرستيال پوهنوال سيد اکرم هاشمي هم برخه لرله.

ښاغلي هاشمي نویو راغلو محصلینو ته ښه راغلاست ووایه او زیاته یې کړه، چې ننګرهار پوهنتون په علمي او تاریخي لحاظ د هېواد د دویم ستر اکاډمیک مرکز په توګه د نږدې څلوېښت زرو تنو مسلکي کادرونو د روزنې او فراغت ویاړ لري.

نوموړي وویل: د پوهنتون چاپېریال کاملاً اکاډمیک دی او د هر ډول قومي، ژبني او سمتي توپیر پرته له محصلینو سره قانوني او اصولي چلند کېږي.

د محصلانو چارو مرستیال نوي راغلي محصلین خپلو مسؤلیتونو ته ځیر کړل او ترې ویې غوښتل، چې د نورو بې ځايه بوختياوو پر ځاى خپل وخت په تدريس، مطالعې او څېړنو تېر کړي.

د غونډو په وروستیو کې د یادو شویو پوهنځیو مسؤلینو او استادانو نویو راغلو محصلینو ته د اړوندو پوهنځیو د تشکيلاتي جوړښتونو، څانګو، استادانو، نصاب، کريډيټ لايحې، د ليليې مقررې، نظم

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۱/۶/۷ - ۹:۲۷
Background image

سرپرست وزارت تحصیلات عالی از روسای پوهنتون های پولی تخنیک و ننگرهار کابل قدردانی کرد.

 

الحاجی مولوی عبدالباقی حقانی سرپرست وزارت تحصیلات عالی، رییس پوهنتون پولی تخنیک کابل، داکتر خلیل احمد بهسودوال رییس پوهنتون ننگرهار، پروفسور عبدالرشید اقبال و هیأت های شان در این. . .
چهارشنبه ۱۴۰۱/۵/۲۶ - ۹:۵
Background image

آژانس پناهندگان سازمان ملل متحد (UNHCR) با ده دانشجوی دانشگاه ننگرهار قرارداد بورسیه امضا کرد.

به گفته مسوولان این پوهنتون، این بورسیه ها با کمک کشور آلمان اعطا شده است که بر اساس آن ده تن از دانشجویان سال اول پوهنتون ننگرهار که به تازگی به کشور بازگشته و مشکلات اقتصادی دارند،. . .

BACK TO NEWS

User account menu