د ننګرهار پوهنتون اداري او مالي مرستیال ددې پوهنتون د یوې رغنیزې پروژې پرانیسته کوي!

د ننګرهار پوهنتون علمي شورا نوبتي غونډه!

د ننګرهار پوهنتون طب پوهنځي فراغت غونډې یوه څنډه!

د ننګرهار پوهنتون رئيس پيغام

 

ننګرهار پوهنتون، چې د هېواد په کچه دويم ستر پوهنيز او اکاډميک مرکز دى، د علمي بهير يې (٥٦) کاله تېرېږي، چې ددې څه دپاسه نيمې پېړۍ هلو- ځلو ستره لاسته راوړنه يې په بېلابېلو څانګو او مسلکونو کې د نږدې پنځه دېرش زرو تنو علمي کادرونو روزل او د خدمت په موخه ټولنې ته وړاندې کول دي، چې د هېواد په علمي او رغنيزه برخه کې يې اغېزمن رول لرلى او لا هم پر دې ډګر چټک ګامونه اخلي.

ننګرهار پوهنتون د کمونيټي کالج اسوسيټ ډګري، ليسانس، ماسترۍ او دوکتورا تر کچې د علمي برنامو او پروګرامونو لرلو وياړ لري او د هېواد او سيمې په کچه د يوه ځواکمن علمي مرکز په توګه د يادو علمي پروګرامونو د پياوړتيا، پراختيا او معياري کېدو لپاره هلې ځلې کوي.

ننګرهار پوهنتون د خپل لرلید له مخې هوډ لري، چې په راتلونکې کې د مسلکي او لوړ رتبه استادانو، علمي او اکاډمیکو څېړنو، برنامو، د زده کړې غوره او پرمختللي چاپېریال، نړیوالو علمي او مسلکي توامیتونو او زده کړیالانو ته د غوره خدمتونو وړاندې کولو په مرسته په ملي، سيمه ييزه او نړيواله کچه ځانګړی باور او اعتبار ترلاسه کړي. 

د پوهنتون اداره ژمنه ده، چې د لوړو زده کړو د قوانينو، لوايحو او مقرراتو په نظر کې نيولو سره خپلو محصلانو ته د زده کړې غوره چاپېريال رامنځته کړي، چې په همدې موخه د نصاب او کريکولم د اصلاح او معياري کېدو، عملي زده کړو زمينې برابرولو، په ملي او نړيواله کچه د علمي موسساتو او مرکزونو سره د تواميتونو رامنځته کولو او په ټوله کې د پوهنتون د علمي، تدريسي او فزيکي زيربناوو بنسټيزې رغونې او پراختيا لپاره هڅې کوي.

زمونږ باور دى، چې ننګرهار پوهنتون به د لوړ اکاډميک اعتبار، مسلکي ټيم او ژمنتيا په لرلو سره د هېواد او سيمې په کچه د تېر په څېر د علمي کادرونو غوره روزنځاى وي او د خپلو بلو مشالونو پر مټ به د هېواد تياره ګوټونه روښانوي.

په همدې هيله

شيخ انعام الله مدني

د ننګرهار پوهنتون رئيس

 

 

تازه خبرونهنور دلته

یکشنبه ۱۴۰۳/۱/۵ - ۸:۵۴
Background image

ننګرهار پوهنتون کې د یوه مجهز څېړنیز مرکز د جوړېدو چارې پیل شوې.

د یاد مرکز وداني د ننګرهار پوهنتون رهبرۍ په هلو ځلو او د شهید افسر خان ستانکزي خيريه بنسټ له لوري د ۱۵ میلیونه افغانیو په مالي لګښت د اړینو عصري تجهیزاتو په لرلو سره په ۳ پوړونو کې. . .

دوشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۲۳ - ۲۲:۸
Background image

د ننګرهار پوهنتون په نوښت جوړ شوی اقليم بدلون نړيوال کنفرانس پای ته ورسېد.

ياد کنفرانس چې د سلواغې په ۲۱ نېټه پيل او درې ورځې يې دوام وکړ، د وروستۍ ورځې په مناسبت يې د ښېوې ولسوالۍ اړوند ناکامورا پارک کېيي مراسم جوړ شوي وو، چې په کې د ننګرهار پوهنتون رئيس او. . .

یکشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۲۲ - ۲۰:۴۹
Background image

ننګرهار پوهنتون کې د داير شوي اقليم بدلون نړيوال کنفرانس دويمه ورځ هم په بريا سره پای ته ورسېده.

د ننګرهار پوهنتون په کوربتوب او د لوړو زده کړو وزارت په همکارۍ د جوړ شوي اقليم بدلون نړيوال کنفرانس دويمه ورځ، چې د کنفرانس د محتوا اړوند د ګډونوالو علمي او تحقيقي مقالو ته ځانګړې شوې. . .

پېښېټولې پېښې

دوشنبه ۱۴۰۲/۱/۱۴ - ۱۲:۲
Background image

خبرتيا!

ننګرهار پوهنتون د نوي تحصیلي کال لپاره د شپې پوهنځیو او څوارلسم پاسانو اختصاصي کانکور ازموینې فورمو د وېش لړۍ پیلوي. د دولسمو او څوارلسمو ټولګیو هغه فارغان، چې په نوموړې ازموینه کې د . . .

یکشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۴ - ۱۰:۳۳
Background image

د ننګرهار پوهنتون د نوي سمستر درسونو خبرتیا!

 

د ننګرهار پوهنتون ادارې د پرېکړې سره سم د نوي سمستر درسونه به راتلونکې شنبه د مرغومي/جدي په ۱۰مه نېټه پیلېږي. د اړوندو پوهنځیو محترم محصلین دې خبر وي.

درنښت

د ننګرهار پوهنتون اداره . . .

یکشنبه ۱۴۰۱/۸/۲۲ - ۱۲:۱
Background image

د ماسترۍ دورې نوم ليکنې خبرتيا!

 

ننګرهار پوهنتون د نوي تحصيلي کال لپاره د ماسترۍ په لاندې څانګو کې د کانکور ازموينې له لارې محصلين قبلوي:

١- فقهې او قانون څانګه – شرعياتو پوهنځى

٢- تفسير او حديث څانګه – شرعياتو . . .

کارموندنه نور دلته

چهارشنبه ۱۴۰۳/۱/۱ - ۱۰:۱۲
Background image

دانجينري پوهنځي د علمي کادر بست اعلان!

(( د ننګرهار پوهنتون د بشري سرچینو آمریت د استخدام لوی مدیریت خبرتیا ))
د ننګرهار پوهنتون رياست اړوند دانجینري پوهنځي ریاست په لاندې خالي بست کې د ازادې سیالۍ ازموينې  له لارې په علمي . . .

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱۲/۲۹ - ۱۱:۴۸
Background image

داقتصاد پوهنځي د کادر بست اعلان!

(( د ننګرهار پوهنتون د بشري سرچینو آمریت د استخدام لوی مدیریت خبرتیا ))
د ننګرهار پوهنتون رياست اړوندد اقتصاد پوهنځي ریاست په لاندې خالي  بست کې د ازادې سیالۍ له لارې په علمي کادر کې په . . .

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱۲/۲۹ - ۱۱:۹
Background image

دطب پوهنځي د کادر بست اعلان!

(( د ننګرهار پوهنتون د بشري سرچینو آمریت د استخدام لوی مدیریت خبرتیا ))
د ننګرهار پوهنتون طب پوهنځي ریاست په لاندې کمبود بست کې د ازادې سیالۍ له لارې په علمي کادر کې په شرایطو برابر . . .